شل زره افغانۍ

د لېسانس دورې ټولګیوال مې ضمیر په ټولګي کې تر ټولو ارام او بې جنجاله محصل و. په ډېر تکلیف به یې له چا سره خبرې کولې، همیشه به ستړی ښکارېدی. یوه ورځ مې وپوښت ضمیره، ناارامه او ستړی یې، خیرت خو به وي!

ـ ناصري ګله، له ستړیا مې نفس وخوت، ورور مې تازه د درملو شرکت خلاص کړی، له هغه سره ستړی یم. شپه او ورځ په کار بوخت یم، چې ټولګي ته راسم، هم خوب راځي او هم ناارامه یم.

ـ خیر د کار مو اولې ورځي دي، خامخا به ستړیا لري، چې یوار کار شروع شي، بیا به ډېر وخت هوسا شئ.

ـ خو زه پوهنتون وایم، دغه درسونه مهم دي، یو څه باید زده‌کړم. څلور کاله وروسته به فارغ یم او زما به لا د مکتب غوندې شیان نه وي زده کړي. مګر ورور مې په دې ټینګار کوي، چې ته باید د درملو کار ته پام وکړې، مشتریان پیدا کړې. په دې چې کاروبار ستا راتلونکی روښانه کوي او بیا به ډېرې پیسې ولرو، خو زړه ته مې نه لوېږي، دومره کار د چا له وسه کېږي.

ـ ورور دې سم درته وایي، دغسې کار به د یو بختور وي. دا یې ته له ادبیاتو فارغ؛ د پوهنتون له استادۍ پرته کله داسې کار و چې ژوند دې ورسره ښه شي. د ښوونځي په معلمي ځان نه چلېږي، کورنۍ خو څه کوې! که له رسنیو سره کار کوې، هغه بیا بېخي ستړی دی، مګر هغومره پیسې نه درکوي. احسان به الایده درباندې کوي. له نورو سره کار کول، سخت وي. هره ورځ به حاضري ورکوې، که یوه ورځ کار در څخه خراب شي، یا ناوخته ورشې، ټول کال به یې درته یادوي.

ـ ګوره هغه دی قدرت له ژوندون راډیو سره کار کوي، جیب خرڅ لري. شفق بي بي سي ته ورځي مزغن ډالر اخلي. سليمي او صالح دلته یو بل فرهنګي دفتر ته ځي، زه په خبر یم ښه معاش ورکوي. مګر دا زموږ کار ته به منتظر یم، خدای خبر څه وخت یې ګټه راشروع شي.

ـ کورنۍ له هر ډول معاش سره ځان عیارولی شي، خو چې کله معاش ودرېږي، کور دومره څه نه وي، چې یوه اونۍ دې ګذاره وکړای شي. ته دې خپل کار ته ټینګ ودرېږه، پایله به یې کلونه وروسته وګورې، چې ستا او د معاش لرونکو ملګرو ژوند څومره توپیر لري، ته او نور په کوم حالت کې دي.

له پوهنتون وروسته زه په یوه شخصي ښوونځي کې ښوونکی شوم او ضمیر له ورور سره د شرکت په کارونو بوخت شو. کلونه تیر شو، ماښام یې زنګ راوهلی و، ویل که بې خرڅه یې غږ کوه. ماول خرڅ دې قربان شم، که یوار سره ووینو لا به خوند وکړي. وخت او ځای مو مشخص کړ. په سبا مازیګر د څلورمې کارتې په یو هوټل کې سره کېناستو.

ضمیر اوس هغه ضمیر نه و! سپین فورنر موټر، ایفون موبایل، الفجر ساعت… ویل ورور مې ځانته شرکت لري، زه ځانته خو یو مې بل ملګری هم راسره شریک کړی. شکر کاروبار ښه روان دی. ځانته یې په کمپنۍ کې کور اخیستی. لس پنځلس تنه کار ورسره کوي. زیاته یې کړه، ښه دی چې ستا خبره مې ومنله، کنه اوس به چیرته بې‌کاره ګرځېدم.

ـ ما خو هغه وخت لا درته وویل چې دغسې کار به د یو بختور وي، ښه دی چې حوصله دې کړې او ځان دې ورته ټینګ کړی. بې‌غمه ګرځه، د دې کار ګټه به اوس ستا اولادونه، لمسیان او ان ټول نسل ته ورسېږي.

ضمیر ساعت ته وکتل، ویل چا سره مې د لیدو وعده کړې ده، یو سپین پاکټ یې زما ترڅنګ کېښود په تلوار ووت. پاکټ مې خلاص کړ، شل زره افغانۍ او یو کوچنک لیک و. په لیک کې لیکلي و؛ “دا پیسې زما د زکات یوه برخه ده، که دې هر وخت څه ته اړتیا وه، غاړې دې بندي شه چې غږ به نه کوې”

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000