له ستړي مزله وروسته یې بریا وموندله

لومړۍ ازموینه مې سخته وه، نومرو کتلو ته مې اندېښنه وه. مګر دوې اونۍ تیرې سوې وې، لا په سیستم کې د نومرو درک نه و.

تدریسي مدیر ته ورغلم، هغه ول د وزارت په سیستم کې ستونزه ده، نومرې یوه اونۍ وروسته اعلانوو. څوک نه و، کېناستم. مدیر صاحب ډېر مینه‌ناک او زړه سوانده انسان و. پیاله یې رانږدې که، ویل کېنه چای وڅښه بیا به ولاړ سې. کېناستم، وروسته مې ور یاده که.

ـ مدیر صاحب کارونه بېخي په صفر ولاړ دي، که کوم ځای دنده یا مصروفیت را وګورې، لویه ښېګڼه به دې وي.

ـ خدای مهربانه دی، پیدا به سي، ته دې یوار دا درسونه خلاص که.

ـ هو. بالکل، خو که دغسې حال و، له ما پوهنتون پاته وبوله.

ـ یا دغسې مه وایه، تر ما دې ولاکه یا ستونزې ډېرې وې، یا مسوولیت زیات وي، خو الحمدالله دادی سږ مې ماسټري هم خلاصېږي.

ـ ولا بېشکه. فراغت دې له اوسه لا مبارک وي، نو ولې څه ستونزې لرې؟ خو هغه دی معاش لرې، ماسټري وایې.

مدیر صاحب چوکۍ راوګرځوله، پر مېز پرتو کاغذونو یې کتاب کېښود، د باد پکې مخه یې ځانته سمه کړه، له پیالې یې سوړ چای توی کړ. خړ کندهاري سندل یې ور جلا کړل.

ـ اوس خو شکر کاږم. مګر له کوره تر ښوونځي مې درې پاوه لاره وه، دولس کاله په پښو تلم راتلم. غرمه چې به راغلم، په پلار پسې به مې کروندې ته ډوډۍ وړله، هغه هم له کلي نیم ساعت لاره درلوده. هلته به ما او پلار یو ځای ډوډۍ خوړه. د ماسپښین له لمونځونو وروسته به اخته و، چې لمر به په غره کېناستی. یوازې د هغه ښوونکي کورنی کار مې لیکی چې سبا یې لښتې راکولې.

مکتب په همدې ستړیو کې خلاص سو، په دولسم کې مې ښه خواري وکړه، د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځی ته کامیاب سوم. پلار یوازې د لارې کرایه راکوله، ملګرو هم لاس را ته نیوی، هغه وخت بدل عاشه ښه وه، که به په ښار کې کوم کار یا استادي پیدا کیدله هم ورتلم. له اقتصاده په ښه نومره فارغ سوم. څه وخت په ډېرو ادارو وګرځېدم، خو هېڅ کار نه و. یو ټولګیوال میرویس نیکه خصوصي پوهنتون ته ور وغوښتم، بالاخره هلته استاد سوم. ډېر ورته خوښ وم، ځکه د پلار ستړیاوې او غربت مې نه هېرېږي. خو هغه اوس سپین‌ږیری سوی و، له جوماته تر کوره یې تګ راتګ و.

څلور کاله هلته استاد وم، د ماسټرۍ ویلو هیله را ته پیدا سوه، د څو میاشتو معاش مې سره برابر کړ، کابل پوهنتون ته مې ازموینه ورکه، یوه میاشت وروسته نومرې راووتې. کامیاب وم.

څلوېښت زره افغانۍ راسره وې. د لومړي سیمسټر فیس مې ورکړ چې ازموینې رارسېدې، د اطاق د ملګرو پوروړی وم. نه مې کار درلود، نه خرڅ. کور هم هېڅ نه و. راغلم، کلي ته. مور و پلار ته مې کیسه وکه، ورته مې وویل چې زما خو اراده ایران ته ده. هغوی خپه و، له کوره یوه ورځ وتل یې هم نه راسره منل. سخت ناهیلی وم، پخپله پرېکړه پېښمانه وم چې په دې بې‌کارۍ کې مې ماسټري څه کوله. بله ورځ زنګ راغی، ویل تاسې تدریسي مدیریت ته ازموینه ورکړې وه، کامیاب سوي یاست، هیله ده سبا پر وخت ځان راورسوئ او پاته اداري چارې مخته یوسئ. دې ازموینو ته شاوخوا یو سلو اتیا کسانو ازموینه ورکړې، له اولې ورځي مې لاس ترې پرېمنځلی و، خو خدای چې څه کوي، هغه ته بیا د بنده سوچ لا نه ور رسېږي. اوس دا دی ستاسې تدریسي مدیر یم، ژوند بیرته روان او ښه سوی دی.

ما ساعت ته وکتل، غرمه وه. مدیر صاحب بیرته چوکۍ وګرځوله، مخ یې راواړوو:

ـ صبر وکه، مایوسه کېږه مه. هر څه سمېږي، مازي لږ وخت او زحمت ته اړتیا ده؛ هر څه به په خپل وخت درته ورسېږي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000