ورور مې کندهار پوهنتون کې طب پوهنځی لولې، څو ورځې وروسته یې فراغت و، مور ته یې زنګ کړی و، چې عثمان دې هم فراغت غونډې ته راشي، هم دې ورسره څو پیسې راوړي چې بېخرڅه شوی دی.
په کور کې دوه زره افغانۍ وې، مور د روغ او رنځور لپاره ساتلې وې. دوو درو نږدې ملګرو ته مې وویل، خوارانو خپل مجبوریت او بې خرڅي یاده کړه. کاکا ته مې وویل هغه هم انکار وکړ، په دا سبا چې فراغت و، پیسې لا نه وې پیدا شوې، مازیګر د ماما تر کوره په پښو ولاړم. هغه سره هم نه وې، بیا یې د کلي له دوکانداره په پور را ته راواخیستې.
له کلات ښاره کندهار ته د اډې په موټر کې وختم، روان شو.
په شناوۍ ږیره یې ګوتې تیرې کړې، له جیبه یې کوچنۍ هنداره راوکښه، غاښونه یې ژړ پکې ښکارېدل. لمن یې په زنګونو خپره کړه، نوسی یې د مخ ویښتو ته ونیو. بل د نصوارو دبلی په ګوتو ټک واهو، په ورغوي کې پراته نصوار یې خولې ته واچول. موټروان ته نږدې دوه نور کسان ناست وو.
مخته یوه ځوان تور پاج تړلی و، دوی قاري ورته ویل چې روانېدو، تر څنګ ځوان یې ټایپ د هغه په اجازه چالان کړ.
موټروان د تیلو له ګرانۍ او ناستو کسانو له کرایې شکایت کاوو.
د شناوۍ ږیرې والا، نوسي ته ور پوه کړل، په ډډ غږ یې وویل:
ـ کرایې خو ستاسې په لاس کې دي، مې پورته کوئ، له خدایه وویرېږئ، دا اوس څه حال دی، پخوا به کابل کندهار ته په پنځه سوه راتلل. اوس په دې یو ګام ځمکه کې څنګه درې نیم سوه غواړئ!؟
موټروان موټر ته هارن وواهو، ورو یې وویل:
ـ کاکا لکه چې له تیلو نه دی خبر، نن مې دویمه شپه ده چې کوم یې، نوبت نه و.
قاري ویل صبر وکړئ، هر څه به الله تعالی سم کړي. تر څنګ ناست ځوان یې ځواب ورکړ:
ـ تر څه وخته صبر وکړو، کوم شیان چې ستاسې نه خوښېدل او بند مو کړل، خلکو هېڅ هم نه دي ویلي، هر څه یې درسره منلي دي. د تعلیم په اړه غږ نه لري، نور هر ډول محدودیتونه یې درسره ومنل. مګر دا به ډېره سخته وي چې څوک نیستي او مجبوریت درسره ومني. خلک د ماښام نه لري، ځکه چې کار نشته. که څوک یوه میاشت روزانې ته له کوره راووځي، فقط لس ورځي به کار پیدا شي، هغه ترې مصرفېږي او نور کور الله ته صبر کوي. که روغتون ته ورشو، دومره څه نه وي چې زموږ ناروغ ته یې ورکړي. نه دې وچه مېوه خرڅېږي، نه د لندې بازار شته. له نړۍ سره داسې حالت ته رسېدلي چې نږدې ګاونډیانو سره لا روابط صفر ته رارسېدلي دي. دا ښه وضعت نه دی. ځوانان شپه و ورځ پردو وطنونو ته په لارو کې مري. د دې مسوولیت د چا دی، د دې ځواب به څوک وایي؟ دا منم چې امنیت دی، خو دغه نیستۍ او مجبوریتونه به سږ نه، په کال یا بل کال زموږ امنیت هم خراب کړي. ځکه څوک چې مجبوریت ولري، اولادونه یې وږي وي، له هر چا سره یو ځای کېږي او د پیسو په مقابل کې خلکو او حکومت ته تاوان رسولی شي.
زما تر څنګ ناست سړی یې په خبرو کې ور ولوېد: ته رښتیا وایي، ټول کال په باغونو کې اخته یوو، کار کوو، مصرف ورباندې کوو، اول تجار وي لا نه، که بیا پیدا هم شي په داسې نرخ یې غواړي چې هېڅ د ویلو نه وي.
د موټر له ښیښې مې د دامان خټکي وروښول؛ دا خټکي باید د اروپا په بازارنو کې په ډالرو خرڅيدای، مګر شل ورځي وروسته به دانه په دیرش و څلویښت افغانۍ وي.
ځینې فکر کوي چې یوازې لوستې او د دندو خلک بې کاره دي او بدې ورځي کړي، مګر لویه برخه د افغانستان خو زراعت دی، هغه هم صفر خوا ته روان دی او خلک یې وارخطا کړي دي. اوبه کمېږي، مېوې یې بازار نه لري، په ځینو محدودیتونو ناخوښه دي.
دا حالت د خلکو او طالبانو ترمنځ واټن اضافه کوي، ځکه مجبوریتونه ورځ تر بلې ډېريږي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ