مسلم زما د لېسانس ټولګیوال دی، د جمعې په ورځ مې په حبیب الله ځاځي پارک کې ولید. له کلونو وروسته دیدن خوږ وي، وار له مخه را ته وای بخت مې بېخي تور سپي څټلی دی.
ـ ورته وام، خدای دې نه کړي، هر څه په بخت پسې مه تړه، ته دې دا نسکور بخت راوښیه.
ـ له فراغت وروسته له شخصي تلویزون سره انټرشیف وم، شپږ میاشتې وروسته د مالي ستونزو له کبله وتړل شو. تر منډو ترړو وروسته مې له یو ویبسایټ سره کار پیل کړ، هغه له درې میاشتې وروسته کیسه ختمه که، ویل د ځای کرایه لا نه سو ورکولای. یو څه وخت دغسې وګرځېدم بیا له یو فرهنګي دفتر سره د ایډیټر په توګه خدای را سمه که، معاش یې برابر و، کار یې ټوله ورځ و. خو چې کال پوره کېدی، ټاکنو هر څه ختم کړل.
څه وخت کور بېکاره وم، یو ملګري زنګ وکړ، هرات ته یې وروغوښتم هلته د یو شخصي شرکت سره اداري مدیر شوم، ستړی وم، خو پیسې یې ډېرې راکولې، په ځان نه پوهېدم.
ـ ولا دا خو دې ډېرې ستړې ګاللې دي.
ـ ستړې یې مه کوه، دا کیسې خو تر سقوط له مخه وې، کرونا او سقوط بیا بېخي حالت خراب کړ، هر څه یې له سره کړل.
ـ ولې څه وشول؟
ـ شاوخوا شپږ میاستې د هېڅ شي درک نه و، خلک او طالبان بېخي سره نابلده و، درک نه و معلوم.
ـ وسړیه! خو عمومي بښنه وشوه، جنګ ودرېدی، نو اندېښنه دې د څه شي وه.
ـ خبره دې پر ځای ده، دا ومنه چې مدرسه او پوهنتون یو ځای کول ډېر وخت او کار ته اړتیا لري، هېڅ نظام له خپل فکره ماسېوا هېڅوک نه مني او نه زغمي. کنه پخواني نظامونه یې ښې بېلګې دي، که دغسې نه وي ته راته ووایه.
ـ ولا خبره دې سمه ده. له انقلاب راوروسته بیا افغانان په یوه کاسه نه دي سره کېناستلي. د نظامونو ژر ژر بدلون، ټول ملت سره وویشی. پرچم او خلقیانو له خلکو سره بد چلند وکړ، د مجاهدینو نارواوې ټولو په سترګو ولیدې، دغسې طالبان، جمهوریت او اوس بیا طالبان؛ ټول په همدغه یوه لاره روان دي. نو ته اوس د چا په خوا یې؟
ـ زه د هېچا په خوا نه یم، ښوونځی او پوهنتون مې په جمهوریت کې لوستي، دنده مې کړې. لهذا اوس چندان انتن نه ورکوو.
ـ اوس په څه بوخت یې او په امارت کې دې څه وکړل؟
ـ د جمهوریت په اخر کې مې دولتي استادي هم پیدا که، دوه کاله مې وکړه، ښوونځی نه و، سمه مدرسه وه. په ږېره او لونګۍ یې نفس راوکېښ.
ـ دا خو سنت عمل دی، هر نظام اصول لري، باید وې منو او زه باوري یم چې که وخت تیر شي، ټول به په همدغه موډ یوو.
ـ بالکل. له سنتو به نامسلمانه منکرېږي، که زما واک وای خلک مې خپل توبیت ته پرېښو. دوی په خلکو په زور ږیرې پرېږدي، لونګۍ ورباندې تړي، له بانډارونو یې راګرځوي. دا وخت ته اړتیا لري، شل کاله دلته بل موډ و، اوس یې بدلول هغومره ډېر زمان ته اړتیا لري.
ـ محتسب اغاجانه موضوع بل خوا مه وړه، هغه د نظام کار دی، زه ستا په نسکور بخت پسې ګرځم.
ـ و ولا، لږ مې راګرځوه. د بل کار په لټه وم، له دوو کلونو استادي وروسته مې په ارزګان کې له یوې موسیسې سره کار پیل کړ، خداسته د جیب اخلاق مې هم ورسره برابر شو. تر یو کال چې رسېدم، موسیسې خپل فعاليت بند کړ. په دا منځ کې بیا څه وخت بې کاره وم، خو بیا په یوه دولتي اداره کې مقرر سوم، استعلام مې منفي ځواب شو، ویل د دې فکر خراب دی، داسې خلک نظام ته په تاوان دي.
ـ نو ستا خو په ټولګي کې خوله په امبور نه چوله کېده، فکر خو چې وړاندې شي، خطر دی، نو ستا فکري فعالیت څنګه دوی درک کړ؟
ـ که به حیران نه یم، زه او خدای. په یوه ګوله مړۍ پسې مې نفس وخوت، د لېسانس سند خولې رالګوي، کورنۍ مې لویه ده. پلار مې ناروغ دی، وروڼه مې واړه دي، ښوونځي ته ځي.
ـ اوس په څه اخته یې!؟
ـ پخوا مې پلار زرنج چلوله، اوس یې زه چلوم. دلته مې پارک ته سورلۍ راوړې، بیرته یې وړم.
ـ خپه دې کړم، نو نظام چې تا په دې بېچارګۍ کې نه شي منلی، نو ملت به څنګه په دې وړه غېږ کې ونیسې.
ما له مسلمه نورې خبرې هم غوښتې، په دې وخت کې یو ځوان له مېرمنې او درېیو ماشومانو سره راغی، وای استاده راځه چې ناوخته دی. مسلم روان شو، وروسته یې مخ راواړه، وروره که دې یو سم غوښن مصروفیت راپیدا کړ، دوعاګوی به دې یم.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ