مجبوریت؛ د پور او نغدو نرخونه معلوم دي

د دروازې تر مخ ناست وم. هلکان په نهه بجې له ښوونځي را راوان و. و مې پوښتل چې خیرت دی، ولې دومره وختي راغلاست. ویل اغاجانه امتحانونه شروع دي، ګرمي ده، امتحان په اووه بجې لا شروع کوي، چې څنګه خلاص سو، موږ هم ترې راغلو.

زه او هلکان لا د دروازې تر مخ سره ولاړ و، محمد جمعه په موټرسایکل تیرېدی، لاس مې ورکړ را و مې ګرځاوو.

ـ چېرته دې مخه کړې، مخ دې پټ کړی، یو سترګې دې معلومېږي. لکه چې لیري ځای ته دې نیت دی.

ـ ولسوالي بازار ته ځم، که مې څه سودا راوړه، زه و خدای که مې دا شل شپې کور دومره څه وي چې دیګ ته یې ور واچوو.

ـ خیر را به یې وړې، نو جیب دې لکه چې ګرم سوی چې سودا پسې روان یې.

ـ له کومه به مې کولې، خو باغ ته سره ناست یوو. هغه یې تیر کال خونده نه وه؛ نیم ږلۍ وواهو، هغه پاته تجار یووړ نیمي پیسې یې راکړې، نیمي تر اوسه لا په پاته دي. ځم که یو چا قرض راکړې.

ـ قرض خو خدای که پیدا کړې، اوس باور ختم سوی، هغه پخوا به دوکاندارانو تر یو وخته سره چلولو، تر فصله به یې غږ نه کاوو، اوس هغوی خواران هم په ټپه ولاړ دي چې هر یوه ته ور سې، وای په توان کې مې نسته.

ـ نه دې ملامت، خو نه یې ورکوو. لږ معاملې هم خرابې سوې دي، کنه په چا چې باور لري، اوس یې هم ورکوي، نه یې ځنې ګرځوي.

ـ نو ته وا چا ته به ورسې، که دې کوم دوست، قریب په نظر کې دی!؟

ـ یاره ولسوالي خوا ته خاص قریبان نه لرم. یو پخوانی دوکاندار مې شناخته دی، ګوندي را یې کړي. که هغه نه سو بیا یوه بله لاره را معلومه ده، هغه یې حتما راکوي نه یې ګرځوي، خو تاواني لاره ده.

ـ څنګه سر مې نه خلاصېږي، محمد جمعه ته او خدای که به یې شف شف کوې، سم شفتالو را ته ووایه.

ـ ګوره اوس ډېر داسې خلک پیدا کېږي؛ چې لوبیا، غنم، جواري، ممیز یا بادام په قرضو درکوي. خو لږ یې ګرانه درکوي. تاته لوبیا من په اووه سوه د انګورو تر وخته په قرضو درکوي. هملته یې نور خلک کېنولي دي، یا یې بیرته همغه کس چې لوبیا یې په قرض درکړې ده. هغه د بازار په نرخ درڅخه اخلي. یعنې په بازار کې د لوبیا من په درې سوه افغانۍ ده، دوی یې تاته په قرضو په اووه سوه درکوي، بیرته یې له تا په درې سوه اخلي. تا سل منه لوبیا په اویا زره واخیستله په نغدو یې په دیرش زره درڅخه اخلي، ته دیرش زره پیسې را اخلې خپلې اړتیاوې ورباندې برابروې، هغه سړي ته بیا شپږ میاستې وروسته اویا زره ورکوې.

ـ دا خو ناجایزه ده، دا به بالکل ناروا هم وي. دا خو سم دم سود دی، چې فعلا یې درې سوه نرخ وي، تا ته یې د مجبوریت له مخې په اووه سوه درکوي.

ـ دا اوس داسې عادي کار دی، ټول خلک ورځي. که دا سود وي، دا سود خو اوس ښه په ښکاره روان دی. یو دا شیان نه دي، موټرسایکل په وعده په دوه لکه درکړي، بیرته یې له تا په یو لک واخلي، دا یو لک د شپږو میاشتو یا اتو میاشو په خاطر ګرانه وي.

ـ وروره ولاړ سه، که چا دغسې قرض درکړل خو را یې وړه، مګر په دې لومه کې ځان مه اچوه. غریب سړی یې بیا تر پردو قرضونو لاندې یې پوروړي به دې دروازې ته ولاړ وي. وچه وخوره، نهر ویده سه خو به دې ناروا ځان مه اخته کوه.

محمد جمعه د موټرسایکل انډل وواهه، که مې کتل تر شا یې نرۍ دوړه پورته کېده، د موټرسایکل غږ له کلي ووت.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000