په میوند کې زموږ د انګورو دوه غټ باغونه دي، ملګرو ته مې غورې کولې چې راسئ، که خلاص سو بیا به ګیله نه کوئ. مازیګر رفیع الله زنګ کړی و، چې حتما درځو.
هغه مې له نږدې ملګرو دی، نو مې صدیق او بسمل هم وریاد کړل، چې حتما یې درسره راوله. د دراوزې مخته موټر هارنونه وهل، چې ور وتلم، ټول راغلي وو. ورسره وختم، ولاړو باغ ته. د باغوان څالي ته ورغولو، هغه د ناستې لپاره ډېر خوندور ځای برابر کړی و. نرم شمال لګیدی، په ځوځانو یې تازه اوبه پاشې وې، داسې فکر به دې کاوو، چې کولر ته ناست یې.
له روغبړ وروسته یې، یو پتنوس انګور مخته را ته کېښوول، ویل څو دقیقې یې سیوري ته پرېږدئ چې یخ سي بیا یې وخورئ.
رفیع د بازار له حاله تل خبر وي، هلته یې دوکان دی او ښه روغ کاروبار لري. ویل سږ د بازارو خونده نسته. د باغوانانو دې خدای چاره وکړي، ټول کال پکې اخته وي، هغه چې دولت بازار نه ورته لري، په ټیټه بیه ځنې ولاړ سي.
ورغبرګه مې کړه؛ بازار خو هغه وخت سمېږي، چې مېوې له وطنه بهر یووړل سي.
ـ بهر خو اوس درازوې بندې دي، مګر دلته یې هم چاره کېدای سي. دا مېوې نور ملکونه هم لري، خو د ساتنې لاره یې ورته سنجولې وي. مګر زموږ مېوې چې ورسېږي، په یوه وار یې بازار ته یووسو، له لومړیو لسو ورځو وروسته یې نرخ دومره راټیټ سي، چې ټول یې په خرڅولو پېښمانه وي.
ـ دا خبره دې پر ځای ده. باغوان له سر څادر خلاص کړ، لږ رانږدې سو وې ویل:
ـ ټول کال کې اخته وم، اوس له ځایه لا نه سم ښوورېدلای، کورنۍ مې همدې باغ ته په تمه کړې، نه شومه لرم، نه چای و خوږه. دا باغ مې په پنځمه نیولی دی، یوه ورځ بېکاره مه رابښئ چې زه دې کېناستلی یم. اوبه مې ورباندې لګولې، درې څلور واره مې شودیاره ور وکړه، دوه واره یې د غټیدو دوا وغوښته، یوار د چینچي دوا. هغه د کال د پیل کارونه خو به یې نه حسابوم. که نرخ یې برابر سو، پنځه لکه کېږي، یولک ترې راوځي. مګر که نرخونه داسې و، دوه نیمه لکه هم نه کېږي، ټول کال کې پنځوس زره افغانۍ کار، نو بیا د اووه تنه کور کله بس کېږي!؟
ـ خیر خدای مهربانه دی، څه چې دې قسمت کې وي، در رسېږي به.
ـ دا خو ده، مګر یو د بازار غم نه دی. هوا دومره ګرمه ده، انګور په تاق کې لا ورستېږي. پرون مې راډیو نیولې وه، چې په څو ولایتونو کې بارانونه سوي، سېلابونه راغلي دي. که په دې حال باران ورباندې وسي، یوه دانه روغه نه پکې پاتېږي. نور دې خدای خپل رحم کوي.
رفیع یې خبره ونیوله.
ـ هغه د خدای کارونه دي، ګوندي دې خوا ته باران و نه سي. مګر په دولت حق لرو، باید یوه غمه یې وخوړل سي. د بسمل بیا کار له مېوو سره دی، د انګورو پتنوس یې ور نږدې کړ، ورو یې وویل:
زه حیران یم چې زموږ انګور کیلو په شل افغانۍ، ځکه دروازې بندي دي، خو د پاکستان ام دانه په سل افغانۍ زموږ په بازارونو کې درګرده خرڅېږي. نه پوهېږم، په الوتکه کې راځي، په دروازه غږ نه ورته لري، په نورو لارو یې راوړي، که څنګه حساب دی؟
ـ بسمل ګله! طالبانو دروازې په دې خاطر بندې کړې چې پاکستان به هر وخت زموږ د مېوو په سېزن کې دروازې بندولې، نو ویل چې زموږ انار، انګور او نورې مېوې خرابېږي، د دوی دې هم خرابي سي. مګر نه پوهېږم، چې امونه په کومه لاره راوړل کېږي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ