نیستي، مستي او ازادي

مازیګر ناوخته مشر ورور زنګ را وکړ چې ماښام ته مېلمانه ورسره دي. ورغلم مور ته مې وویل؛ هغې دوکان ته په سودا پسې ولېږم. کومو شیانو ته چې اړتیا وه، هغه مې راوړل. وای ډوډۍ به بیا ماښام له نانوايي راوړې، اوس ناوخته دی اوړه نه تیارېږي.

له اودسه وروسته، جومات ته روان شوم، اذان لا نه و شوی، کېناستم. وروسته ملاصاحب راغی، لمونځ شروع شو، ودرېدم. له سلام ګرځولو وروسته، خلک د پاته لمانځه لپاره نه و ولاړ شوي، یوه سپین‌ږیري غږ کړل:

ـ مسلمانانو وروڼو! زوی مې شهید شوی، واړه یتمان یې را پاته دي، په یوه بله دروازه وګرځېدم، غږ مې څوک نه اوري، که مو څه وس او توان د الله د رضا په خاطر یې مه سپموئ.

ملا صاحب غاړې تازه کړې، د سپینو کالو لمن یې سمه کړه، ورو یې وویل:

ـ خدای دې ښه درسره وکړي، خلک لمونځونه کوي، ورشه هلته په دروازه کې کېنه، خلک به کومک درسره وکړي.

سپین‌ږیري د جومات په دروازه کې څادر خپور کړ، زه تر نورو ناوخته راووتم، په څادره درې پنځه ګون، دوه لسیان او یو شل ګون پروت و. دباندې تر زینو لاندې یوه تور سري، چې په مخ یې پړونی اچولی و، ماشوم یې په زنګانه پروت و.

ـ زویه د خوارۍ څوک نه لرم، تاسې او خدای که به مرسته نه کوئ.

د دروازې تر مخ دوه موټرونه ولاړ وو، په کوټه کې څراغونه لګیدل، د کوټې په دهلیز کې سکېچر بوټونه ختلي وو، ماشوم مېلمنو ته د چایو پیالې ډکولې.

له ستړې مه شې وروسته مې پیاله را ډکه کړه، کېناستم. کړکۍ ته نږدې ځوان لونګۍ له سره لري کړه، بالښته ته یې څنګ واچوه، مجلس یې شروع کړ؛

ـ ګورئ زه خو دا وار رییس صاحب ته وایم چې موټر را ته بدل کړي، دوه کاله کېږي، اوس مې د ماریکس له نومه لا بد کېږي. یوه بل چاغ سړي چې شناوۍ ږېره یې وه، پښې ور ټولې کړې، ورو یې وویل:

ـ مصطفی ستا خو د موټر ارمان نه وخوت، دا څووم موټر دی چې بدلوې یې. خو که رښتیا راباندې وایاست، دویم واده ته مې سخته هوا شوې ده. انشاالله که قسمت برابر و، په دې نږدې ورځو کې بله کوژده کوم.

مصطفی ځواب ورکړ:

ـ ښه لیونی موټر غواړم چې دا وار نورستان او شمال دواړه راوګورو، ته دې په ښځو کې خوشحاله یې.

ټولو سره وخندل، د کوژدې وال مصطفی ته ځواب ورکړ، هلکه ته نو د واده له خونده څه خبر یې!؟

کوچني ورور په غوږ کې را ته وویل؛ مور وای ډوډۍ راوړه، دیګ نور په تیارېدو دی. نانوایي ته ولاړم، څو نور خلک هم ولاړ، مخته یې تر شلو پورې ښځې او ماشومان ناست و، له خلکو یې ډوډۍ غوښتې، نوبت لا نه و رارسېدلی، څلور پنځه طالبان راغلل، دریشي یې اغوستې وې، لمنې یې تر زنګونو تیرې وې، پیک خولۍ یې پر سر وې، نانوای ته یې په لوړ اواز وویل، لکه چې له اعلان څخه نه یې خبر، تر اوسه دې لا بیرغ نه دی راوړی، که سهار نه و، بیا حق دې شکایت نه لري.

نانوای په زوره ورته وویل: ملا صاحب هلک مې پسې لېږلی، چې څنګه یې راوړي، و به یې ځړوم.

طالبان بل دوکان ته ودرېدو. یوې ښځې تر څادره ونیولم، وروره یوه ډوډۍ را ته واخله. ښځې ته مې ډوډۍ ونیوله، کور ته را روان شوم. ځان سره مې وویل: سبا د طالبانو پنځه کاله پوره کېږي. لا د ښځو او موټرونو ارمان نه دی پوره او نه یې په دا پنځه کاله کې د غریبو غم وخوړ.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000