“شرکت ډاکټرانو ته ایفون موبایل ورکوي”

بې کاري وځورولم. ډېرو ځایونو او دفترونو ته ولاړم، ډېرې دروازې مې وټکولې چې هر ځای مې شناخت او خبره اورېدله کېدله، هغه ځای ته ورغلم. نور مې د جیب خرڅ او هغه بچت شوې پیسې چې ما په مخکینۍ دنده کې سپما کړې وې، ختمې شوې. خدای“ج” هېڅکله خپله مهرباني له بندګانو نه سپموي، که انسان هر ډول سنجولې وي، الله تعالی یې تر هغه ښه ورکوي.

په ښار کې د درملو یو شخصي شرکت ویزيټور ته اړتیا درلوده، ورغلم. که څه هم زه ډېر له درملو سره نه وم بلد، خو خبرې او قناعت ورکول مې زده و. هغوی له انټروي وروسته ورسره ونیولم، ویل په بازار کې ګرځه چې څومره ډېره دوا خرڅه کړې، هغومره ډېرې پیسې درته پاتېږي.

په اوله ورځ هېڅ کار نه وسو. د شرکت وال مازیګر یو سل پنځوس افغانۍ را ته ونیوې، ویل دا درسره واخله کور ته به یو څه ورباندې یووسې. فکر مې وکړ چې دا دومره ورځې زموږ په کور کې پیسې نه وې، نن دې هم نه وي. د شیرینې په ډول به یې خیرات کړم.

ماښام مې وراره د دراوزې مخته ولاړ و، پیسې مې هغه ته ورکړې. ماول وراره دغه مې د نن ورځي کار و. دا به درسره ماتې کړې، سبا که دې دوکان ته کوم مسکین یا خیرات خور راتلی، یو یو پنځه ګون ورکوه.

په سبا کار ته ولاړم، فقط دوو ډاکټرانو اډر راکړ چې په سبا به انشاالله زموږ د شرکت په نسخه کې لیکي او درملتون وال به یې له موږ غواړي.

ماښام چې کور ته راغلم، وراره مې ولید. وام په بازار کې څه حال و؟

ـ د سودا خونده نه وه، خو پنځه ګون خلاص شول.

ـ که دې سمې ویشلې وې، دیرش پنځه ګونه ترې جوړېدل.

ـ تر هغه زیات خلک راغلل، ډېری یې ښځې دي. په بازار داسې بده ورځ راغلې، له فقرجنو ځای نه کېږي. سخته ورسره پازاب یوو.

ـ څه ووایم، مجبوري ده. کنه څوک به چا ته لاس نیسي.

ـ دا اوس د ډېرو همدا کار ګرځېدلی.

ـ څه ووایم چې کار دې ګرځېدلی وي، څوک چې اړ نه وي، چا ته نه درېږي.

ـ رښتیا هم اوس خلک بېخي مجبوره شوي دي. تیره ورځ یوه ښځه دوکان ته راغله، د خپل واده جامې یې خرڅولې، ځکه چې زوی یې کلنیک ته راوړی و، د دوا پیسې یې نه درلودې.

ـ خپه دې کړم. مخکې خو لږ اوضاع برابره وه. د طالبانو په لومړیو کلونو کې موسیساتو خلکو ته ګذاره ورکوله. کله به یې خوراکي توکي ورکول، ځینو کورنیو ته یې نغدي مرسته هم درلوده، اوس هېڅ شی نشته. اوړه، غوړي، وريځي، کچالو او نور خوراکي توکي دومره ګران شوي چې د اخیستلو توان یې څوک نه لري.

وراره په دا خپل مصروفیت مې د خپل مجبوریت له مخې زړه ښه دی، کنه چندان کار نه دی، زارۍ دي او غلا ده.

ـ هغه بیا څنګه؟

ـ  شرکت ډاکټرانو ته ایفون موبایل ډالۍ کوي، عُمرې ته یې لېږي، ځینې چې په موبایل یا نورو ډالیو قناعت نه وکړي، بیا په درملو کې ګټه ورکوي. ځکه خو بازار کې درمل ګرانه دي. اصلا دومره ګران نه وي. که قناعت راسره کوې، نوره نړۍ د هر څه لپاره یو سیستم لري، هغوی دا سیستم د علم او ټکنالوژي پر مټ رامنځته کړی. ځکه خو غلا او جعل کارونه دومره په اسانۍ نه پکې کېږي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000