کور په کور نیستۍ دي

د باغ کارونه نه کریابېږي؛ کله یې سرتاک پاته وي، کله شودیاره غواړي، خو نن څوومه وه چې مور د ازوغ نارې وهي چې په ساړه تناره ډوډۍ نه پخېږي. هره ورځ نیم اوړه د سیدګل کره ور ولېږم چې را پخه یې کړي.

په بوټو پسې وتلم، تر غرمې به اخته وم، له هغه خوا به مې فقط دومره راوړو چې د دوو یا درو تنورونو به سوو. د کلا د قبلې دیواله ته د بادامو دوې وچې ونې پرتې وې، د پښ(اهنګر) له کوره مې تبر او څټک راوړل. هغه مې ماتول خو د مور مې خوښه نه وه. ویل دا به مو په یوه ضرور ورځ پکار سي.

ـ څنګه وکړم، بوټي نسته. خدای بیابان هم سپېره کړ، د اخیستلو توان یې زه نه لرم. څه یې نه وویل ولاړه. یوه ونه مې دوه ځایه کړه، لا بوخت وم، چې وړه شین سترګې نجلۍ په دروازه راننوته، لوښی یې په لاس کې و. تر ما تیره سوه، سیده د مور کوټې ته ولاړه. لږ وروسته نجلۍ بیرته ووته. بیا دروازه وټکیده چې ورغلم، فیض محمد و.

ـ خیر فیض محمده څنګه را غلط سوی یې!؟

ـ مخکې مې لور راولېږله.که څه غوړي لرئ، نن لسمه ده، دیګ مو نه دی کړی. وچه ډوډۍ خو لا له کورونو یو دوه پاستي رالېږي، ګذاره ورباندې روانه ده. یوه میاست کېږي، زوی مې پیدا سوی، ښځه مې ناروغه ده، ډاکټر ول، تر دوا یې ډوډۍ ضرور ده.

ـ زه حال نه لرم، مګر که غوړي وای، حتما یې ستا لور ته ورکول.

ـ خیر ماول هغه وړه وه، تاسې به یې نه یاست پوه کړي، زه پسې راغلم. ته کور وګوره، که پیدا سو، په اندازه یې راکه، بیرته به یې درته راوړم.

ـ هغه خبره نه ده، که ول، درکوم یې بېخي راوړه یې لا مه. کاسه مې ځنې واخیسته، مور ته ورغلم، هغې بې‌چارګۍ د غوړو بوشکه تیاره راایستلې وه.

ـ زویه وې ګوره، د دوو دیګو که سو، نور خو نسته.

هغه مې په کاسه کې نیمی کړل، ورغلم  فیض محمد ته مې عذر وکړ چې تاته مې څومره درکړل، هغومره ما ته هم پاته سوو، نور نسته. هغه دعاوې کولې، روان سو. یو بل لس کلن هلک راغی، تر موږ تیر سو، له هغې خوا یې یو پاستی ډوډۍ په څنګ کې نیولې وه، خوله یې ښورېده، د پاستي یو کونج نیم نه و. مات لرګي مې سره ټول کړل، په دهلیز کې له چایو سره کلکه شریني ایښې وه، پوه سوم چې بوره هم خلاصه سوې ده. زما نه په یادېدل چې چای دې بې بورې وي، یا دې ناشته بې کوچو وه. خو اوس نه پوهېدم چې خدای له موږ په څه خپه و.

خو په دې دوه ساعته کې مې درې کسه دروازې ته ودرېدل، په ځان مې شکر وکېښ چې بل ته خو نه یم احتیاج. مور مې ګرد کوچیانی کمیس څنډ واهه، راغله دننه راسره کېناسته.

ـ ماول زموږ به کار خراب وي، دا خو تر موږ بدتر حال دی.

ـ زویه، داسې حال دی، په ځان به شکر وکاږو. نه د اسمان لخوا څاڅکی سته، نه بل کوم کار و کسب چې خلک یې وکړي. کښت ته به د خلکو زړه ښه و، هغه خدای ورباندې کاریز وچ کړ. پخوا به یو هلک ایران یا پاکستان ته تلی، اوس هلته هم جنګ دی، کار نسته.

دلته نه کار سته، نه روپۍ. خدای دې هغه راپېښوي چې خیر مو پکې وي. له برمې سره احتیاط که، بې ځایه اوبه مه ځنې راکاږه. که در وچه سوه، غرق به سو.

ـ لیونی خو نه یم، هره جېوه ځان ځانته اوبه کوم، وام بیا په ليښتي کې اوبه ضایع کېږي. ته کېنه زه به شمسیانې وګرځوم، بیرته راځم.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000