ما او ذکي چې د نوملیکنې پر مهال سره لیدلي او شناخته شوي یوو، له هغې ورځې مو یو بل زړه ته لار کړې. په ګډه درس لولو، تګ او راتګ مو په یو ځای وي. نن د استاد درس وغمېدی، ورته و مې ویل چې زه اجازه اخلم، ته هم پسې راووځه.
پنځه دقیقې دباندې ورته په تمه شوم، راووت.
ذکي درته خیرت دې وي، نن دې توتي ګونګ دی، خبرې نه کوې؟
ویښتان یې په خولۍ کې بند کړل، په لاره کې پرته ډبره یې په پښه یوې خوا ته کړه.
ـ حال مه غواړه، ټول وخت انسان په یو حالت کې نه وي، د ژوند ستونزې ډېرې دي، ځینې یې انسان غوټ ماتوي.
ـ خبره دې پر ځای ده، خو موږ ځوانان یوو، باید مبازره وکړو او حوصله به زدهکړو.
ـ مور څومره مهربانه ده، خو اولادونه یې پر وړاندې ډېر بېپروا دي. تا ته به زنګ وهي، که نه!؟
ـ هو، خود. یوه ورځ یې را ته ویل تر دې مسافرۍ او درسونو تیر شه، چې دلته ما ته نږدې یې، لکه ټوله دنیا چې راسره وي، ډوډۍ به پیدا شي. خو تا اصلي خبره نه وکړه!
ـ خور مې د پوهنتون په دویم سیمسټر کې وه، چې پوهنتونونه بند شو. ډېره پرېشانه شوه، شپه و ورځ یې ژړل. کور کې یې له چا سره خبرې نه کولې، هېچا قناعت نه شو، ورکولای. په پلار مې تر نورو اولادونو ډېره ګرانه وه. ویل د پوهنتون تر مخ چې تیرېږم لکه څوک چې مې خوري.
د پوهنتون دننه دوکان ته ورسېدو، ما وطنۍ میلکو شیدې راواخیستي، هغه الکوزۍ انرژي خلاصه کړه، بیرته د ټولګي خوا ته را روان شو.
ـ نو ذکي تا کیسه کوله، اوس خو څلورکاله تیر شول!؟
ـ خور مې ان تر حده ورسېده چې رواني ډاکټر ته مو بوتله. هغه د شپږ میاشتو دوا ورکړه، بیا له هغه سره څه وخت ارامه وه. په دې ورځو کې زموږ نږدې خپلوانو مرکې کولې چې دوستۍ راسره وکړئ. ډېر نور خلک هم راغلل، خو پلار مې ځوابول، ویل له داسې چا سره دوستي کوم، چې د لور مې خوښ وي او دلې په وطن کې پاته شي، داسې نه چې بهر ته ولاړ شي، لور به را نه لیري وي.
ـ ولې، اوس دلته نشته؟
ـ د پلار یو ملګري مې خپل زوی ته وغوښته، د ټولو خوښه شوه، دوستي وشوه، په دې منځه کې یو کال وخت ووت. بله ورځ یې حال راوکړ چې زوی یې کاناډا ته ځي، نو باید واده ورکړو، که هلک ولاړی بیا دلته نجلۍ څه کوو.
د پلار مې سخته خپه و، اخر یې ویل اوس خو ښځه او مېړه دي، که پاته شي، هم بیا به سره ځورېږو، د دې به قسمت دغسې وي، واده به ورکړو. هغه اوس په کاناډا کې له اولادونو، تعلیم او ژوند سره دومره مصروفه ده، چې یوازې زما او پلار سره کله ناکله مسیج یا زنګ ووهي، له مور سره ډېره وخت کېږي چې خبرې نه دي کړې، یو وخت زنګ سره وکړي، خبرې نه وي، یوازې ژړاوې وي.
مور دومره پسې خپه ده، چې په کور کې له چا سره دوې خبرې هم نه کوي، په کوټه کې یوازې ناسته وي، ژاړي. هر خور ته وام زنګ ورسره وهه، هغه وای چې زنګ ورسره ووهم، تر هغه یې حالت بدتر شي، تر هغه ښه دی چې خبرې نه ورسره کوم.
ذکي سترګو ته دسمال ونیو، ورنږدې شوم، سر یې زما په اوږه راکېښود، څه وخت دغسې بې خبرو سره کېناستو. زموږ یو بل ټولګیوال محمود زنګ راوکړ، چې ژر راځئ، استاد حاضري اخلي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ