ستړی، خو خوشحاله دی

ملګري ته مې د خپلې بې‌کارۍ کیسه کوله، چې وروره زه په شته تعلیم کې بې دندې او بې کاره ګرځم. ویل اسناد دې راولېږه، زه به معیاري سي وي درته جوړه کړم، څو ځایونو ته به نوملیکنه درته وکړم، ممکن ور و دې غواړي.

زړه مې ښه و، څو ورځي وروسته له کابله د سیرومو یو شخصي شرکت اداري مدیر ته اړتیا درلوده، زنګ یې را ته وکړ چې پنځه ورځي وروسته دې ازموینه او انټرویو دواړه دي، د سهار اتو بجو ته به ځان حاضروې.

سهار له لمانځه وروسته له غزني روان سوم، دوه ساعته وروسته ورسېدم. ناوخته و، په کمپنۍ کې مې د کابل تر ګمرکه ټکسي دربس ونیوله.

موټر ته ور وختم، لاره ډېره وه. د کابل نويو جوړو شویو ودانیو او سړکونو کابل تر پخوا ډېر ښکلی کړی و. ما د موټر له ښيښو یو خوا بل خوا د کابل ننداره کوله چې ټکسیوان راغږ کړل: لکه چې په کومه کارخانه کې دې کار نیولی، که څنګه؟

ـ یاره د کار خونده به نه وي، نن مې ازموینه ده.که کامیاب سوم بیا نو دلته یم، بس دی ډېر بې کاره کېناستم.

ـ خدای دې کامیاب که، پوهنتون دې ویلی دی!؟

ـ هو، په اقتصاد کې ماسټري لرم، په انګریزي هم خپل مشکل حلولی شم.

ـ بیا نو کامیاب یې. غم یې مه کړه چې شرایط دې پوره کړي دي، کارخانې د کار خلک نیسي او کار هم ځنې غواړي.

ـ هو، دا شخصي ځایونه دي چې ګټه یې نه وي، راګوري لا ولاکه. ستاسې خوارۍ او ګټه شته؟

ـ شکر، ښه یم. کور مې په همدې موټر چلوم. له سهاره تر ماښامه اخته یم. زامن مې واړه دي، مکتب ته ځي. لور مې په پنځم ټولګي کې ده. مور یې هم درس ویلی، خو اوس چې طالبان راغلي په کور ناسته ده.

ـ ټکسي دې له څه وه، په څو دې واخیسته.

ـ مخکې مې یو زوړ موټر په قرضو واخیست، ډېر ورسره په تکلیف وم، خو هغه قرض مې ادا کړل. یو ملګری مې د موټرو شورم لري، هغه زوړ موټر مې ورکړ، یو څه پیسې یې راباندې پاته شوې، چې بچت کوم یې هغه ته یې ورکوم.کور مې ګرو کړی، اولادونه مې شخصي مکتب ته ځي، زه ټوله ورځ دباندې ګرمۍ ته خواري کاږم.

ـ په دې ستړې ورځ کې دې څه شی ډېر ځوروي؟

ـ یاره اوس د ځور څه نشته، هر څه مې عادت شوي دي. لومړی به په ښار کې له ګڼې ګوڼې سخته په تکلیف وم. ډېر وخت به ناهیلی وم چې خدای یو بل کار راپیدا کړی وای، بس زموږ روزي یې په همدې کې لیکلې ده. اوس ترې خوشحاله یم. موږ به زحمت وکاږو، څو په اولادونو تعلیم وکړو او په راتلونکې کې یې په قلم وګټي؛ نه په ټکسي یا سختو کارونو.

ـ خبرې دې له کتابه دي. تاسې غوندې بااحساسه پلرونه دې خدای هر چا ته ورکړي. دا چې په اولاد تعلیم کوئ تر دې مو بله ښه ځانګړنه نشته. ته به هم ورباندې هوسا یې او هغه به هم د خپل ژوند په اړه سالمه پرېکړه کولای شي.

که څه هم اوس د تعلیم په برخه کې کارونه کم شوي؛ مګر د ځان، کورنۍ او خپل راتلونکي په اړه تر نورو ښه پرېکړه کولای شي او په پلان مخته تللی شي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000