سلطان هغه ورځ د پلار د درمنلې کیسه راته وکوله، بېخي ورباندې خپه شوم، خو اوس شکر د جوړېدو په خوا دی.
هغه وویل: پلار ته یې د ملا درد پیدا شوی و، درې مهرې یې نږدې شوې وې، سخت دردونه یې درلودل. هغه زیاته کړه؛ اریانا روغتون ته مو یووړ، یوازې ایکسرې یې وکړه، بیا مو فیوزیوتراپي ته درې ورځې په موټر کې وړ راوړ، خو حالت یې ورځ تر بلې خرابېدی.
بله ورځ مو ایم ار ای ورته وکړ، په هغه کې معلومه شوه چې د ملا درې ډیسکونه یې ډېر نږدې دي او د اعصابو رګونه یې تر زیات فشار لاندې دي. ډاکټر ویل عملیات ورته کوو، د اریانا روغتون تکړه جراح ډاکټر ته ورغلو، ورته و مې ویل د عملیاتو په اړه څومره ډاډ راکولای شئ؛ کامیاب به شي!؟
ډاکټر ویل، روغتیا د الله تعالی کار دی، زه بندګي هڅه کوم.
له ډاکټره راووتم، د سردار داودخان څلور سوه بیستریز روغتون ته ورغلم. د دې روغتون د اعصابو جراح سره مې ولیدل، ویل یې د سر تر وېښتانو یې ډېر عملیاتونه کړي او د عملیاتو د نه ميکروبي کېدو ډاډ یې راکړ.
ورور ته مې زنګ وکړ وام راشئ، څو چې مې پلار رارسېدی، ځينې فېسونه مې روغتون والا ته ورکړل. د ملا سیخونه او درمل چې به دلته نه و، له هوټل پروان څخه چې هلته د درملو زیات شرکتونه دي، راوړل. حیران دې ته وم چې دغه عملیاتي سیخونه خو باید روغتون کې تیار پراته وای، ځکه شرکتونه په باور نه دي او بیا یې وړل راوړل هم د طبي اصولو له مخې ښه نه دی چې دغسې په عادي ډول راوړل شي. شرکت والا زنګ راته وکړ چې ځینې پېچکشونه او سیخونه یې روغتون کې له بل ناروغ سره دي، نو چې د هغوی عملیات خلاص شي بیا به یې زه ترې اخلم او خپل ناروغ ته به یې کاروم.
عملیات یې وکړل، له یوې اونۍ بیستر وروسته له روغتون څخه رخصت شو، پلار مې د ښه کېدو په خوا و، مګر پنځمه ورځ یې ټپ سوروالی وکړ، یو ځای ترې اوبه هم تلې. روغتون ته ولاړم، مسوول ډاکټر سره مې خبره شریکه کړه.
ویل: شکر یې لوړ شوی، بیرته یې باید بیستر کړو. تقریبا یوه میاشت یې ټپ خلاص پرېښود او ورته پرېمنځی به یې، بیا یې وګنډل.
دې وخت کې مې د پلار روحي او رواني حالت بېخي خراب شوی و. په درملو داسې کمزوری شوی و، چې خبرې یې نه شوای کولای.
یوه میاشت یې کور تیره کړه، خو دردونه یې ډېرېدل، بیا مو هماغه ډاکټر ته یووړ، ویل یو مېخ یې مات شوی، خو درد یې له مېخه نه دی. بیا یې ایم ار ای ورته وکړه، په هغه کې معلومه شوه چې ټپ ميکروبي شوی دی. درمل یې راکړه، ویل شکر یې لوړ دی، ميکروب یې نه شو را پاکولی. دې ورځو کې مو پلار ډېر ناهیلی او ډاکټر ته په هېڅ وجه نه راسره تلی، بیا مو کاکا له غزني ورته راوغوښت په تکلیف مو قناعت ورکړ. نورو ډاکټرانو یوه هم کار نه ورته کاوو، ویل ناروغ چې چا عملیات کړی باید هغه یې درملنه وکړي.
د پلار وضعیت دومره خراب شوی و، چې اوس د عملیات کیسه پاته وه، شکر یې له کنټرول څخه وتلې وه. بیا زاید روغتون ته ولاړو، د یوې اونۍ لپاره یې بستر کړ، ۷۵زره افغانۍ یې راڅخه واخیستې، د یوې میاشتې لپاره یې پیچکارۍ ورکړې وای ميکروب به یې کم شي. خو پنځلس ورځې وروسته ميکروب دوه چنده شوی و. څو نورو روغتونونو ته ورغلو، خو حالت ورځ تر بلې خرابيدی، اوس یې د ژوند فقط شېبې شمېرلې، مرګ ته تیږی و.
د ایران او پاکستان په ویزو پسې وګرځیدو، خو نه شوې پیدا. بس پاکستان ته د تګ لږ ترتیب مو برابر کړ، ولاړو. اونۍ مخکې مې پلار د کراچۍ اغاخان روغتون ته ورسېده. له معایناتونو وروسته یې عملیات ورته وکړل، سیخونه یې ترې وایستل. شکر اوس یې حالت د ښه کېدو په خوا دی.
سلطان په ډکو سترګو را وکتل، ویل چې څه مې ګټلې وې، ټولې په ناروغ مصرف شوې. ما به تسلي ورکوله؛ هغه د بانک په لوډسپېکر کې زما د نوبت غږ وشو، لومړۍ غرفې ته ور ورغلم، سلطان انتظار ته کېناست.
رووف ناصري
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ