د وطن سرتېری ایسکریم خرڅوي

په اطاق کې د غرمې دیګ ځکه زه کوم، چې زما درس په یوه نیمه بجه پیلېږي، نو یې وختي لا تیار کړم. بس چې ډوډۍ وخورم، اودس وکړم، لمونځ پوهنتون ته رسوم. زه د انجنیرۍ له دروازې پوهنتون ته راځم. د غازي لېسې تر څنګ اوسېږم، دوبی نو د ایسکریم له اعلاناتو ټول خلک ناارامه وي. یو ځوان په مخه راغی، یو ایسکریم مې ترې واخیست. ورته وام، دا خو بند که، خلک درسره په تکلیف دي.

ایسکریم والا راغږ کړل: خلک دې خپل کار کوي، چې وې نه غږوم او خرڅ یې نه کړم، ماښام به وږي ویده کېږو.

ځواب یې اول خواشینی کړم، خو له څه فکر وروسته ورباندې خوابدی سوم. پسې غږ مې کړل، ودرېږه! د لوړې ودانۍ د را تیر پیک سیوري ته سره کېناستو.

د ورځې څومره خرڅوې؟

ـ که ورځ سمه وه، تر پنځوس دانو خرڅېږي.

ـ نو بیا خو د خدای زور ګټه کوې!؟

ـ نه، ګټه یې شرکت وړي. ما ته په یوه دانه کې درې افغانۍ راکوي، زما ګټه تر سل کمې نه وي، تر دوه سوه زیاتې نه وي.

ـ نو ګذاره دې ورباندې کېږي!؟

ـ ګذاره چېرې ده، مازي له مرګه په راګرځو.

ـ ولې ډېر خو به نه یاست!؟

ـ زه، ښځه او یوه بله نجلۍ.

ـ بله نجلۍ؟ که لور.

ـ ته له ما خبرې غواړې.

د جمهوریت پر مهال د هلمند په لوی بیس کې د بالونونو د کنټرول مسول وم. کابل کې مې کور، اولادونه او مېرمن وه. زما خسرخېل د فراه دي. زه په هلمند کې وم، ښځه مې د ورور د واده لپاره کور ته تله. خدای خبر چې موټر په پردي ماین ور برابر سو او که طالبانو زما له خاطره موټر ته ماین ایښی و. دویمه ورځ د خسر د کور ترمخ زما د اولادونو او مېرمنې په جنازه فقط څو ټوټې غوښې وې، نور هېڅ نه و.

زه څو ورځې په حال کې نه وم، کابل ته راغلم. د کور خالي کوټو او دیوالونو خوړلم، یوه میاشت وروسته بیرته کار ته ولاړم. ماول سرتیری باید هر څه وزغمي، داسې ژر تسلیم نه شي. کنه اولادونه اوس هم داسې احساسوم لکه ترمخ چې مې ګرځي. لور ډېره راباندې ګرانه وه.

سترګو ته یې د اوږې دسمال ونیو، بیرته یې خبرې شروع کړې:

د طالبانو تر راتګ یوه میاشت مخکې مې بل واده وکړ. خو اولاد مو نه کېږي، د ښځې خور مې یوه وړه لور راکړه چې مېرمن دې یوازې وي، ته نه یې له هغې سره دې وي. نو د هغې نجلۍ اوس مور او پلار موږ یوو. ځکه مې وویل چې زه، ښځه او یوه بله نجلۍ. څو ورځې مخکې یې مور راغلې وه، چې لور یې لویه شوې نور یې بیایم خو هغه نه ورسره تلله.

ساعت ته مې وکتل، هوښیار و، ژره پوه سو.

ـ ولاړ شه، درس درڅخه تیرېږي، اوس به دې استاد راغلی وي.

ـ رښتیا هم، زه ځم. خو ستا کیسه مې نه هیرېږي. ځوان د ایسکریمو ګاډۍ روانه کړه، د شا له خوا یې کالي په خولو لامده و.

ځان سره مې وویل بیا به هېچا ته نه ووایم چې لوډسپېکر بند کړه، ځکه هر څوک مجبوریتونو او بېوسۍ په مخه کړي دي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000