یو بزګر پلار، زامن زده‌کړو ته هڅوي

د جمعې په ورځ ناوخته راویښېږم. یوولس بجې وې، محمود چای په ګاز ډبه کېښود، پیالې مې پرېمنځلې، چې سلطان راننوت. وې ټوخل او غېږ یې راباندې وګرځوله. روغبړ یې وکړ، کېناستی، چای پوخ شو، پیالې ډکې شوې، پر سترخوان باندې له وچې ډوډۍ سره هګۍ هم وې. ناشته مو وکړه.

سلطان تازه کابل ته راغلی او د راتلونکې کانکور ازموینې لپاره د امادګي په درسونو بوخت دی، هغه کیسه کوله چې د ښوونځي څلورنیم میاشتنۍ ازموینې یې تل د غنمو د لو په شپو کې ور برابرېدې. د درسونو تکرار یې کم کاوو، ځکه سهار له لمانځه تر نهه بجو به په لو کې و، بیا به ښوونځي ته تلی، له هغه وروسته به یې د ماسپښین تر دوو بجو په سره ګرمۍ کې غنم رېبل. ځان یې ستړی کړ، خو همت یې و نه بایلی. ویل پلار مې اوس بزګرۍ بېخي په ملا را کړوپ کړی دی. د ښوونځي تر فراغت پورې دی او ورور ورسره و، بیا دی ترې کابل ته راغلی او ورور یې ایران ته تللی دی.

هغه زیاتوي چې د پلار غوښتنه یې وه چې درس به نه پرېږدئ، کنه د هغه غوندې به ټول عمر د کلیوالو بزګرۍ کوو. کشر ورور را ته وویل؛ سږ ته درسونو ته ولاړ شه او زه به ایران ته. دومره به ګټم چې ستا او ابا خرڅ برابر کړم.

د ابا نه وه خوښه، چې کشر دې ایران ته ولاړ شي، خو موږ سره جوړه کړه، چې دغه کال به زحمت وباسو، یو کال زموږ راتلونکی ټاکي، په دې چې هم درسونه ووایو او هم د خوښي وړ پوهنځی ولولي. د کشر ورور لا دوه صنفونه پاتې و. له یو بل کلیوال سره ایران ته روان شو، د مور و پلار دعاګانې وې، پخیر ورسېدی کنه د هېچا زړه ته نه لوېږي، چې روغ څوک ورسېږي.

کله چې امادګي د څلورنیم میاشتنۍ ازموینو لپاره رخصت شوه، پنځلس ورځي يې له پلار سره په لوونو او کارونو کې ځان ستړی کړ، بیرته راغلی. کشر ورور به یې تر هغو هلته وي، چې څو د کانکور پایلې راوځي. له هغه وروسته که خدای د خوښي وړ پوهنځی ته بریالی کړ، بیا به هغه خپلو درسونو ته راځي.

هغه ته مې ډاډ ورکړ چې هر څه سمېږي. دا سختۍ او ستومانۍ به تا بریا ته رسوي. هغه ته مې وویل چې تا خو یې فعلا یو سبب پیدا کړی، مګر ډېر داسې ملګري پېژنم چې د کورنۍ لخوا یوه افغانۍ هم ورته نه راځي، بیا هم همت کوي او درسونو ته ادامه ورکوي.

دا هر څه د یو چا د راتلونکي د بریا زیری دی، د یوه ملګري حال مې ورته بیان کړ چې هغه بې وزله، په لیلیه کې اوسېدی، خو د کورس د فیس پیسې یې نه درلودې. یو  و بل ملګري، به پنځوس و سل افغانۍ ورکړې، څو اړینې اړتیاوې ورباندې پوره کړي.

سلطان مې وهڅوی او ورته و مې ویل چې تاسې باید خپل وخت وپېژنئ، چې څه ډول یې مصرف کړئ، ځانته د درسونو او ازموینې مهالوېش جوړ کړئ، د خوب او تفریح وخت معلوم کړئ، همدارنګه ټولو هغو برخو ته متوجه شئ، چې تاسې ورباندې له نورو مخته کېږئ. په اونیزو ازموینو کې ګډون مه ضایع کوئ، د کانکور د لوړو نومرو زده‌کوونکي ټول ستاسې غوندې امکانات لري، توپیر دا وي چې هغوی وخت نه ضایع کوي، ځان تر نورو مخکې بولي، له نورو سره په نومره او مخته کېدو کې سیالي کوي. دا هر څه بیا هم د یوې ښې پایلې تر لاسه کولو لپاره کوي.

د خوښي پوهنځی ته ځان بریالی کوي. د دوی کار یوازې د موخې تر لاسه کول دي. کله چې خپلو هیلو او موخو ته ورسېږي، بیا ځان او کورنۍ ته ملامت نه وي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000