مازیګر له کاره ناوخته راغلم، ستړی وم، په کلي کې نن د تیر شوي اختریز ټورنمینټ وروستۍ لوبه وه. خور مې د چایو ډک ترموز مخته را ته کېښود، څو کلکې شیرینۍ هم ورسره وې. ګیلاسونه او ترموز مې راواخیست. له کوره ووتم. د فوټبال لوبه تر نیمایي اوښتې وه، یو-صفر زموږ د کلي په تاوان روانه وه.
د لمر وروستۍ سترګه داسې ښکته روانه وه، لکه خدای پامانی چې کوي او نور یې د نن ورځي مزل پای ته رسېږي. د طبیعت ننداره او ورسره هیلې په دې تمه شریکول، چې یو وخت به نیمګړي خوبونه، پوره شي.
عزیزالله د لمر سترګې ته مخامخ، یوازې ناست و. تر څنګ یې کېناستم، تر روغبړ مخکې يې لا د چایو افرین راکړ، په خبره یې چې له کاره سیده د لوبې کتلو ته راغلی.
لوبه د نیوسټار او پټان لوبډلو ترمنځ وه. پټان لوبډله زموږ د کلي وه، له ډېره وخته وروسته د ولسوالي په کچه یې وروستۍ لوبې ته لاره پیدا کړې وه. په سلګونو نندارچیان راغلي وو.
محب د کلي غریب خو لایقه فوټبالر دی. کشر دی، ډېر زحمت کاږي، خو ځینو خنډونو یې مخنیوی کړی او نه شي کولای تل په لوبو کې ګډون وکړي. په کلي کې د دوو باغونو بزګرۍ ور تر غاړې وې، لوونه کوي او مزدورۍ کوي.
وخت یې نه وي، خو د فوټبال مینې دی همیشه تر میدانه رارسولی او په لوبو کې یې ګډون کړی دی. پلار یې سپینږیری دی، خویندي او ورونه یې واړه دي، کور ټول یوازې ده ته تمه لري. نن داسې ښکارېده چې د محب ستوری په شنه اسمان کې ځلېږي او بخت به یې لکه په غرونو او رغونو کې له کلونو کلونو وروسته د ښامار راوېښدنه وي.
د لوبې په منځ کې چې توپ محب ته ورشي، د نندارچیانو ورسره ځوږه، شور او نارې راپورته شي، یوار په ټول میدان کې د محب محب نارې شي، بیا چې توپ د محب له واکه ووزي، کراره کراري شي.
لوبه لا هم د پټان لوبډلې په تاوان روانه وه، عزیزالله ته وام یارو لوبه لکه چې بایلو!
ـ څه به ووایم، موږ یې د ګټې په تمه راغلي و، هغه تر اوسه مساوي نه ده، ګټه خو لیري خبره ده. صبر به وکړو، خو وخت کم پاته دی.
ـ یاره په دې لس دقیقو کې چې هر څومره زحمت وکاږي ایله دې یو ګول ووهي، ځکه مقابله لوبډله یوازې دفاع کوي.
په دې وخت کې توپ محب ته ورغی، هغه یو بل ته ملګري ته پاس کړ، چې د میدان تر نیمایي تیر شو، توپ یې بیرته محب ته ورکړ؛ که څه هم ګول ته لا ډېره فاصله وه، خو محب توپ د ګول په خوا شوټ کړ، توپ لوړ د ګولي تر لاسونو ووت او د پټان لوبډلې لخوا محب لومړنی ګول وواهه.
لوبغاړو محب په اوږو کېناوو، په ټول میدان یې وګرځاوو، بیرته لوبه پیل شوه. پنځه دقیقې پاته وې، خو لوبه مساوي وه. دواړو لوبډلو د ګول وهلو هڅه کوله. لوبه ډېره جدي او تیزه شوه. په دې وخت کې محب د یو بل لوبغاړي له لوري سخت ټیله شو او په ملا ولګیدی، مګر څو شېبې وروسته داسې راپورته شو لکه هېڅ چې غورځېدلی نه وي.
د لوبې په وروستۍ دقیقه کې محب په ډېرې چټکۍ په توپ پسې منډې وهلې، داسې ګول یې وواهه چې د میدان ټول لوبغاړي ورته حیران و. محب دا وار یوازې لوبغاړو نه، نندارچیانو هم په اوږو ګرځاوو، ځکه لوبه د پټان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
په مراسمو کې دواړو لوبډلو ته ډالۍ وویشل شوې، خو محب ته هر چا د خپل توان نغدي جایزې ډالۍ ورکولې. د لسوالۍ سوداګرو او شتمنو یوه هم هیر نه کړ. دومره پیسې ور برابرې شوې چې د کورنۍ د یوه کال خرڅه یې ورباندې برابرېدله. محب دې زحمت دومره پیاوړی کړ چې اوس د ولسوالي او حتی د ولایت په کچه په لوبو کې لوبېږي، ټولې لوبډلې یې له ځان سره په لوبه کې اخلي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ