د اکسوس نوې ورځ

په اکسوس کتابپلورنځي کې نن د کتاب نړیواله ورځ او د اکسوس کلیزه لمانځل کېده. د اکسوس مسوولینو په دغه ورځ د کتاب مینه‌والو ته ځانګړی تخفیف درلود او د خپل دولس کلن مزل کلیزه یې لمانځله.

اکسوس په کابل کې یو له معتبرو او مشهورو شخصي کتابپلورنځیو څخه دی. دې کتابپلورنځي له نن څخه دولس کاله وړاندې په کار پیل وکړ چې نن یې د ځای په بدلون سره، په نوې بڼه بیا پرانیسته وشوه.

اکسوس پخوانی ځای یوازې بدل کړی نه دی، بلکې نوښتونه یې هم کړي دي. لوستونکي به اوس یوازې د کتاب رانیولو لپاره نه ورته راځي؛ بلکې هلته به مطالعه کوي، قهوه به څښي او په ارامه فضا کې به ځان هم هوسا کوي. اکسوس په داسې نوې او ښکلې بڼه جوړ شوی و، چې ټولو لیدونکو یې ستاینه کوله.

اکسوس ته نن ګڼ شمېر خبریالان، لیکوالان، د ښوونځيو زده‌کوونکي، محصلین او ځوانان راغلي وو. په دې ګڼه ګوڼه کې مې په مسلم سترګې ولګېدې. مسلم زما ټولګیوال دی، غېږه مې ترې وګرځوله، ورته وام څنګه دې راپېښه کړې ده؟

ـ ولا خو پرون مې لا په فېسوک کې اعلان ولیدی، نو اراده مې وکړه چې حتما به ورځم.

ـ رښتیا هم په راتګ ارزي، څنګه ستا خوښ شو، که یا؟

ـ بالکل. وروره دغسې ځایونه به د چا نه خوښېږي. اوس که څه هم له کتاب سره د خلکو مینه کمه شوې، خو داسې ځایونه جوړول او دومره ګڼه ګوڼه د خوب لیدل دي. واقعا زه نن ډېر د خوښۍ احساس کوم چې ځوانان په بې خرڅي او ناهیلي کې کتاب اخلي او لولي. د زده‌کړو په دې ناهیلي چاپیریال کې، د لوستونکو لپاره دغسې پرانیسته بېخي لویه خبره ده. دا ډول کلیزې دې ډېرې شي. مګر ناصري صاحب خبرې ته هم کوه، ته خو فقط راګورې او غوږ دې نیولی دی، ته د کتاب او دغه نوي ځای په اړه یوه څه راته ووایه.

ـ مسلم ګله کتاب داسې ډالۍ ده، چې د ژوند رنګینۍ درباندې ویني، یوه ذهني غذا یې بللی شو، د فکري تومنې زیاتېدنه او د وینا ښکلا ده. کتاب داسې یو ملګری دی چې د ژوند ارزښتونه مو یو یو را په ګوته کوي. دا درښيي چې په کوم لوري ولاړ شو او له څه شي څخه لیري واوسو.

د ځای روښنایي یې ځانته ښکلا لري، ډیزاین او مزاج یې عالي دی. کامرې، سیستم او پراخ ځای یې بله ښه ځانګړنه ده. که دې زړه و، قهوه هم څښلای شو. یو بل شی چې سهار مې ولید، د ښوونځي ماشومانو ته یې ځینې کتابونه وړیا ورکول. دا ډېر ښه ذهنیت دی، په دې ډالۍ ماشومان هڅول کېږي او له کتابونه به نوې خبرې زده‌کړې.

دا په داسې حال کې ده چې لس ورځې مخکې د کتاب نړیواله ورځ وه، دا ورځ په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي او د کتاب مینه‌وال یو بل ته کتابونه ډالۍ کوي. اکسوس کتابپلورنځي دا ورځ د خپلې دولس کلنې کلیزې په ورځ ولمانځله. که څه هم په افغانستان کې له کتاب لوستو سره اوس د پخوا په رقم مینه او لېوالتیا نه ده پاتې، خو دغسې بدلونونه او نوښتونه خلک هڅوي چې کتاب واخلي او وې لولي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000