هر وخت د کليوالو د مجلس ډېر تږی یم، د هغه چا خبرې بیا الایده خوند راکوي چې عمر یې زیات وي او ډېر پخوا د کلتور او ژوند کیسې را ته وکړي. مازیګر له جومات وروسته مې موټر راویست، زموږ مشر تربور دی، هغه په مجلس کې نوم لري. ورغلم، هغه مې راسره ملګری کړ، له کلي ښه لري ولاړو.
د کلي په سر کې د غره تر شاه لوی د اوبو مانده تیر شوی دی. دا ډېر وخت وچ وي، خو کله چې بې موسمه اورښتونه وي، ډېر باران یا ږلۍ وشي؛ بیا یې نو خلک سیل/کتلو ته راځي. زه او مشر کاکا په پاخه دیوال کېناستو. تربور جمالدین نومیدی، په کلي کې په جمالو مشهور و، خو موږ مشر کاکا باله.
مشر کاکا کیسه کوله چې دا ډېر خونکار مانده دی، ډېر خلک یې وړي دي. پخوا به هر وخت له اوبو ډک راتلی، دا څو کلونه چې کاریزونه وچ شوي او وچکالي شروع شوې بیا د مانده هغه پخوانی شور چا نه دی لیدلی.
ـ نو خونکار ولې دی؟
ـ دا چې په هر ځای ور برابر شوی، کورونه او خلک یې له ځان سره وړي دي. زموږ د کوچنیوالي انډیوال؛ که مړ وي خدای دې وبښي، که ژوندی وي رب دې را پیدا کړي.
بارانونه شروع و، هره ورځ به خلک له کورونو وتل، داسې ځای ته به تلل چې ځان خوندي کړي. په دې ورځو کې اشرف خان کور څه جنجال کړی و، له کوره وتلی، بیا چې تا نه دی لیدلی ما هم نه دی لیدلی.
ټول کلی ورپسې راووت، څو ورځې په دې نږدې ولسوالیو کې پسې وګرځېدو، ډېرو ځایونو ته مو خلک پسې ولېږل. پاکستان او ایران کې چې کلیوال کار ته تللي، هغوی ته مو هم حال ورکړ، خو دا ځوانیمرګ بیا نه دی راغلی. بله به درته وکړم.
څلور کاله یې د واده تیر شوي و، اوس یې لمسیان ګرځي. ښځې یې تور ویښته له یوه کوچني زوی سره سپین کړل. ډېر کلونه تیر شول، خو هغه نه راغی. بیا مو له ملایانو پوښتنه وکړه، هغوی هم ویل چې ډېر وخت وتلی دی، کولای شي، ښځه یې بل مېړه وکړي. د اشرف خان مېرمنې ته به کوم نر دا خبره کوله، ځکه هغې څو واره ویلي و چې د اشرف خان په نوم به تر مرګه کېني. یو خو دا ډېره بې وجداني ده، بل که هغه راشي او بل ته واده شوې یم؛ نو په هغه ورځ خو باید مرګ له خدایه وغواړم. دادی زه اوس په لاره نه شم، تلای. اشرف هم زموږ همزولی و.
کاکا ته مې په ځیر وکتل، بیا د اشرف خان او مېرمنې داستان ته فکر یووړم؛ د لمر سترګه له غره پناه شوې وه، له کلي د اذان غږ راتلی. د چایو ترموز او پیالې مې را واخیستل، د ګڼو باغونو په منځ کې کلي ته روان شوو. کاکا ته ماول دا مېړنۍ به حتما یوه ورځ وینو، دغسې مېرمنې د مېړانې او مینې نښې دي.
د دوی ډېر قدر پکار دی، هغې خپل ژوند او زړه یوازې د هماغه لپاره ساتلی و، ناسته ده چې یوه ورځ یې په دروازه ورک لالی را ننوځي او په مینه ترې غېږ وګرځوي. تر اوسه یې لارې څاري، د کلا په منځ کې اوس د اشرف خان لمسیان سات تیروي، خو د هغه ژوند او مرګ درک نشته.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ