د والدینو ډېر درناوی پکار دی

محمود زما نوی اطاقي دی. ښه مطالعه لري، په ټولنیزو لارښوونو او نزاکتونو ډېر ښه پوهېږي. مجلس ته نور وخت نه

خلاصېږو، خو په جمعه حتما له اطاقه دباندې وځو. یوه ورځ په پارک کې سره ناست یوو، نو ده د والدینو حقوق بیانول، په دې یې ټینګار و، چې له والدینو سره ښه کول، اصلاً د جنت ګټل دي. د هغوی خبرې ته غوږ نیول، خبره یې منل، نرمي ورسره کول، د ژوند ډېر لوړې ژورې اسانوي. دا یې هم وویل چې څه ډول کړه‌وړه له خپل مور و پلار سره کوو، هماغسې چلند به زموږ اولادونو له موږ سره کوي.

یوه ځوان په ماجومه(ګرد اوار لوښی) کې ګیلاسونه ګرځول، راومې غوښت، نیمه کیلو مې ځنې راواخیستل، مالګه یې هم ورسره راکړه. محمود ته وام ستا له دې نصحتونو خو ګیلاسونه ډېر خواږه دي. وې خندل، په مسخره یې را ته وویل:

– له ګیلاسونو به خوند واخلې، خو سمې لارې نه در زده‌ کوي. خبره مې ور غبرګه که، هلکه محموده اوس دې د کار خبره وکه. نو را غږېږه.

ـ یاره نن نصحتونه درباندې وغمېدل، اوس ته یو څه را ته ووایه.

ـ دا څه وایي، هسې ټوکه مې درسره وکه، ته یوازې زما ملګری او همزولی نه یې، یو ښه لارښوونکی هم یې.

ـ بس دی، دومره مبالغه مه کوه.

ـ رښتیا وایم. ستا تر نصحت پورې را په یاد سو. یوه ورځ د مازیګر تر لمانځه وروسته د جومات مخته په چوتره ناست وم. لس کلن ماشوم، چې سر یې خرییلی و، له شنو سترګو یې روانو اوښکو په سپېره مخ لیکې جوړې کړې وې، راغی. هلئ راسئ، بابا یې مړ کوو! زه او څو نور ځوانان تر دوو کوڅو په منډه وواتو، د باغچې پر دیواله ور واوښتو، د بادامو تر ونو لاندې په کړوپه ملا چابک ورغلو. د یوې پولې ورخ اوبه وړی و، دغسې په لاره کې اوبه تلې. څوک نه ښکارېدو.

تر ویاله ور ټوپ سوم، له اوږې مې څادر ولوېد، د باغچې په اخر کې سلطان خپل سپین‌ږيری پلار په بېلچه واهو. ور اوچته سوم، زه یې په پلار پرېوتم، هغه نورو دوو سلطان کلک ونیو، بېلچه یې ترې واخیسته. سپین‌ږیري زیګروی خوت، ږیره یې په اوښکو لمده وه. را پورته مې کړ. هغه نورو ته ماول عجب ښه څوک نسته، تاسې دی ونیسئ، زه درځم. لږ درس به ورکړو چې بیا بل وخت پلار وهي، که یا. زه ور ولاړېدم، پلار یې ټینګ ونیولم. خو ښه و، دوی سلطان ځمکې ته کړی و.

پلار یې سترګې پاکې کړې، په ملا یې لاس ونیو، لږ سره وښورېدی، اشاره یې را ته وکه، لکه یو څه چې را ته وایي. غوږ مې ور نږدې کړ.

ـ په هلک کار مه لرئ، ګورئ څه مه ور ته وایاست. دا هر څه ما له ځان سره پخپله کړي دي. زویه که رښتیا راباندې وایي، پنځه دیرش کاله تر مخه، په دې ځمکه کې هېڅ ونې وې لا نه، دلته یوازې غنم و. ما خپل پلار دلته وهلی و. نن دادی پنځه دیرش کاله وروسته زه خپل زوی تر هغه ډېر ووهلم. څه چې ما کړي، هغه راسره سوي دي. نو زما زوی ته کار مه ور لرئ، دا زه د خپل عمل نتیجه ګورم.

حیران ورته ولاړم، بد مې ځنې وسو، ترې ولاړ سوم. سلطان ته مې درې څلور لغتې ورکړې، وروسته مې د پلار خبره ورته وکړه، چې ورشه د پلار لاسونه او پښې مچ که، کنه بیا به دې اولادونه وهي، ستا به نننی توان او طاقت نه وي، خپلې کمزورۍ او بېوسۍ ته به ژاړې.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000