هلک د مېلمنو کوټې ته په زینو کې وخوت، دروازه یې خلاصه که، سپینږیري لکړه لګوله، یوه بل ځوان تر وزر نیولی و. چاغ سړی په زحمت کېناست، کوچني هلک یې ملا ته بالښت کېښود.
د چایو پیالې ډکې شوې. سردارخان مجلس شروع کړ، هغه ته مخامخ یو مشر سړي سپینې لونګۍ ته دوې شملې ورکړې وې، ناست و. له هرې خبرې سره یې سر د “هو” په بڼه خوځاوه.
سردارخان وویل:
ـ ډېر وګرځېدو، جلیله یوه لمسۍ دې ناسته ده، نو که دوستي راسره وکړئ، بیا به مېلمانه نه یوو، خپل کورونه به مو وي.
جلیل غاړې تازه کړې، په ږیره یې لاس راتیر کړ، تسبې یې په ګوتو اړولې، ورو وویل:
ـ دا څه وایي، هر وخت به راځئ، خپل کور مو دی. بل دا نجلۍ په ما ډېره ګرانه ده، یتمه ده؛ مګر را ته و دې نه ویل چې چا ته یې غواړې؟
ـ سردارخان مخامخ چاغ سړي ته یې اشاره وکړه، د عبدالودود زوی ته یې غواړم.
ـ زوی یې چیرته دی، په څه کار اخته دی؟
ـ دوبی ته تللی دی، هلته خپله غریبي کاږي. عبدالودود نو په ټول کلي کې نوم لري، د پیسو حساب یې نه کېږي. ښه مېړه سړی دی، مېلمه دوسته دی.
ـ خدای به خیر کړي، نو بیا خو دوستي ورسره کړم، په ولور کې به لږ ښه راسره کړي.
ـ ولور چې په منطقه کې هر څومره و، تر هغه به یو لک اضافه درکړي.
ـ خیر یوسې، یا دغسې به هم نه کوو، خو چې د هلک اطمینان راکړئ، لمسۍ ډېره راباندې ګرانه ده.
ـ بېخي بې غمه اوسه، انشاالله ښه به یې نازوي. خو که یوار دې له لمسۍ سره هم خبرې وکړې، نو به لږ شرعي شي.
ـ زه چې څه وایم، بیا څوک څه نه شي، پکې ویلای.
هلک د چایو پیاله ور ډکه کړه، جلیل کرار ورته وویل: زویه ورشه، مالګه راوړه او مور ته دې ووایه چې څو دسملونه هم تیار که.
هلک ګړندي ګامونه واخیستل، له کوټې ووت.
یو کال وروسته یې نجلۍ داسې را واده کړه، چې میړه یې په دوبۍ کې و. دوه کاله تیر شول، خو میړه یې رانغی. د خسر په کور کې ورسره سخته ظلم کېدی، د ټول کور کارونه دې ته ور ترغاړې و. په یوازې ځان دې ټولو خبرو او کارونو ته اوږه ورکړې وه، خو تمه یې وه چې یوه ورځ به یې میړه له دوبۍ راشي او د خوښۍ ژوند به ورسره پیل کړي.
د واده هغه رنګینه ورځ او شپه چې میړه او ښځه یې په خپل ژوند کې لري، دوی نه ولیدل. څو واره یې ورور ته د خسرګنۍ د ظلمونو شکایت وکړ، خو هغه به ورته ویل چې صبر وکړه، میړه به دې راشي، هر څه به سم شي.
دوه کاله وروسته ناوې، د خپل پلار کور ته ولاړه، ډېرې ورځې تیرې شوې او د خسرګنۍ ټول کیسې یې ورور ته وکړې، چې څو یې میړه راغلی نه وي، هغه کور ته نه ځي. ورور یې خبرې ته غوږ کېنښود، ویل پښتني به نه خرابوې، بیرته به میړه کور ته ځې. په زور او وهلو یې بیا هغه کور ته ور وستله.
د دې له خسرګنۍ یې وغوښتل چې ظلمونه مو کم کړئ میړه باید ور ته راوغوښتل شي؛ خو هغوی د دې پر ځای چې د ورور خبرې ته یې غوږ ونیسي، هغه یې داسې وواهه چې په وهلو وهلو یې څو ورځې وروسته ژوند ختم شو او د هغې دنیا مېلمه شو.
خور یې تیزاب وڅښل او ځان یې له دې تکلیفونو او عذابونو خلاص کړ. دولت یې خسر او لېور د دوی د مرګ په تور بندیان کړل. د هغې نامدارې یتمې پېغلې په مرګ وطنونه خبر شول، ټولو ورباندې اوښکې توی کړې، له هغې سره د کړي ظلم په اړه یې له محکمو وغوښتل چې خسر او لېوره ته یې ښه درنه سزا ورکړي. یتمې د ګډ ژوند هېڅ خوند حس نه کړ، کوم چې یوه ځوانه پېغله یې احساس لري او خوند ترې اخلي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ