پرون جومات ته ورغلم، مازیګر له لمانځه وروسته خیال محمد کاکا د لاس په اشاره ورغوښتم، ویل زویه چې تا وینم، میوند زوی مې سترګو ته ودرېږي، اوس به چیرته ستړی په کار بوخت وي.
ـ غم یې مه کوه کاکا، میوند خو اوس ځوان دی، اندېښنه به نه ورته کوې.
ـ یا زویه خو چې د امریکا او ایران جنګ شروع شوی، بیا یې د ښه او بد درک نه دی معلوم.
ـ و ولا. هلته انټرنیټ قطع شوی، وضعیت ښه نه دی، امریکا او ایران اوس هم یو بل ته اخطارونه سره ورکوي.
ـ زویه میوند جان مې په داسې خواریو راغټ کړی، چې مه کوه خبرې. مور یې بې شیدو وه، په بازارۍ شیدو مې رالوی کوو. په مکتب کې مې شامل کړ، په ښه نمره فارغ شو، پوهنتون ته هم کامیاب شو.
څلور کاله پوهنتون یې ووایو، په دا څلورو کلونو کې چې به هر وار له کوره تلی، پیسې مې ورته پورولې.
په کور کې مې یوه افغانۍ نه وه، قریبان او ملګري دې خدای نه خواروي، تر اوسه یې نه دي را ته ویلي چې پیسې نشته، همیشه یې زما لاسنیوی کړی.
ـ د هر چا دې کورودان وي، ستا همت ته سلام دی چې په دا ډول شرایطو کې دې په زوی تعلیم کړی دی. ته باشجاعته او غیرتي پلار یې. ټول عمر مو د کليوالو؛ لورونه، تبرونه، چاړې او تېشې تیرولې او د لاس په خوارۍ دې دغه یوازینی زوی په تعلیم سمبال کړی دی. دا له زدهکړو سره د خلکو د مینې ښکاره ثبوت دی او اوس ورته څرګنده شوې چې تر هر څه وړاندې باید په اولاد زدهکړې وکړي. کاکا نو ولې دې لېږلی دی؟
ـ کله چې میوند جان رافارغ شو، زه لږ ارام شوم خو چې ایران ته تللی بیا مې له اندېښنې خوب نه دی کړی. میوند لایقه و، خو په وطن کې کار په اسانۍ نه پیدا کېږي. یو کال دروازه په دروازه وګرځېد، داسې خاص ځای یې پیدا نکړ. وضعیت مو بېخي خراب و، کنه ولاکه مې د کور تر دروازه دباندې پرېښی وای.
ـ نو تا ولېږی!؟
ـ ما نه دي ورته ویلي، خو مجبوره و، ډوډۍ به نه وه. بله ورځ چې خبرېدم له نورو کلیوالو سره په قاچاقي ایران ته تللی دی. تر جنګ له مخه به یې زنګ واهو، دا ډېر وخت کېږي حال نه ورسره لرم.
ـ اوس یې ژوند څنګه دی، کار یې شته، پیسې رالېږي، که یا؟
ـ هو ښه دی، ګذاره یې کېږي. نیګوان”نګهبان”(چوکیدار) دی. کار یې اسانه دی. په څه خواریو مې تعلیم ورباندې وکړ، فکر مې کاوو، چې زوی به مې په تعلیم له ستړیاوو بې غمه شي، هغه لا پسې ستړی سو.
ـ خدای دې روغ لري، کاکا ته مه خپه کېږه، د وطن ډېر لوستي او پوه خلک اوس په نورو هېوادونو کې مزدورۍ کوي.
ـ ولا زوی مې ډېر راباندې ګران دی، د ایران او امریکا له جنګ سره مې له زوی سره بېخي حال نشته او نه یې زنګ راوهلی دی. ته خو دا لوی تیلفون لرې؛ حتما یې درک رامعلوم که. که کېدو ورسره و مې غږوه.
ـ سمه ده حتما. دا زموږ د وطن د پلرونو او اولادونو واقعي کیسې دي، نیم ملت په نورو وطنونو ورک دی او نیم دلته ورته ځورېږي چې خدای مه کړه، مړه به وي، که ژوندي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ