سهار له کوره راوتم، مور د ګازو خالي ډبه د چوترې په ژۍ را ته ایښې وه. د کلي په منځ کې درې څلور دوکانه څنګ په څنګ جوړ شوي، ځوانان او بازار ته تلونکي موټر ټول همدلته درېږي.
د چا چې کاریګر پکار وي، یا یې موټر ته اړتیا وي، یا له دوکانه کوم ضرور شی غواړي، کلیوال همدې ځای ته راځي.
دوکاندار ته مې ګازډبه کېښوده، ورته وام ګاز ور واچوه. خو زما سترګې ټونس موټر ته له ولاړو هلکانو او ځوانانو نه ختې.
ګازډبه مې دوکاندار ته پرېښوه، ورغلم. یوه هم لونګۍ نه وه تړلې، فقط خولۍ یې پر سر وې. یو سپینږیري د جیب دسمال سترګو ته نیولی و، په زحمت یې دیواله ته تکیه کړې وه.
په دوی کې د درېیو پر مخ ږیرې وې، څلورو نورو ږیرې خرېیلي او تور نري بریت یې ښکارېدل. پاته پنځو، شپږو هلکانو هېڅ ږېره او بریت نه لرل. خندل یې، دسملونه یې په غاړو کې سمول، موټر ته وختل.
وړې نجلۍ د دسماله غوټه یوه هلک ته د موټر تر ښيښه ورکه، کور ته یې منډه که. مخامخ په دروازه کې ګڼو پېغلو د لرګینې دروازې تر چولو راکتل. موټر حرکت وکړ، لږ چې مخته ولاړی، د کنډواله کور له دروازې پرده پورته سوه، یوې ښځې چې سور کتان ټیکری یې پر سر و، په موټر پسې له سطله اوبه وشنېدلې، بیرته ته ننوته.
په ملا کړوپ کلیوال په ډکو سترګو موټر ته کتل. له پیدایښته یې ملا راختلې وه. وام کاکا ستا خو به زوی یا ورور نه وي تللی. د څادره پلو یې سترګو ته ونیو، ستونی یې را ډک شو، وې ویل:
ـ زوی مې ولاړی، خو تر اوسه یې د ولسوالۍ بازار لا نه دی لیدلی. له سهاره تر غرمې به مکتب ته تلی، پاته ورځ به له ما سره په باغ کې اخته و.
ـ نو ولې دې لېږی؟ باغ خو دې سږ شکر ښه دی.
ـ له کومه ښه سوو، وړم کال ږلۍ وواهو، تیر کال سوداګر نه راغی، چې وڅکي مې کړ چا مفتي لا نه کولې. نن لسمه ده، اوړه له یوه بله کوره راوړو، غوړي خو دا میاست لا مه رابښه. کاشکي مې توان وای، بیا زه پخپله تلم، ما ته د ایران غضب لارې ښې معلومې دي، زوی مې خدای که بیا روغ ولید. د هغه بل ځوانیمرګ لا کال نه دی پوره، اوس بیا دا بل روان سو.
ـ هو. هغه دې نو نادره زوی و، په کار کې یې وړې وه. خیر د خدای به دغسې رضا وه. له زوی سره دي، نور شناخته څوک و؟
ـ ټول کلیوال وو، ګوندي پام ورباندې وکړي. یو یې همصنفی و، څلور نور د مکتب هلکان ورسره وو.
ـ مکتب یې تر څویمه ویلی؟
ـ سږ یې لسم خلاصېدو. د مور یې نه وه خوښه. سهار یې ویل؛ وچه به وخورو خو دغه هلک مه لېږه. ماول هلک پخپله نه درېږي، وای چې ډوډۍ نه وي، مکتب به څه کوم.
ـ کاکا نه یې ملامت. کنه مکتب خو یې باید خلاص کړی وای. دوکاندار راغږ کړل، ویل ډبه دې ډکه ده. زه هغه ته ورغلم، سپینږیري لکړه لګوله، یوه پښه یې درنه پسې پورته کوله، کور ته روان سو.
په وطن د بېکارۍ له وجې نږدې ګاونډیو هېوادونو ته په مرګونو لارو هره ورځ زرګونه ځوانان په قاچاقي ځي، څو دومره وګټي چې په وطن کې پرې وږې خېټه مړه کړي. نه د نورو وطنونو غوندې اسانتیاوې غواړي، نه فرمایشونه لري، فقط لوږه ده او ځان مړوي.
هر انقلاب چې راغلی، چارواکي یې یوازې خپل نظام ساتي، ځانونو او اولادونو ته سهولتونه برابروي. نه د ملت له غمه مړه دي او نه په ولس خبر دي. که چا ځان وژنه کوله او که څوک له لوږي مړ کېدل، پروا یې نه لري.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ