د پښتنو یوه بله بدبختي

سلېمان تیره اونۍ راته ویل، که په پنجشنبه کور ته تلې، له یاده دې و نه وځم، ما به هم درسره وړې.

پنجشنبه ادارې تر نورو ورځو درې ساعته وختي رخصتېږي، نو په دولس بجې مې مسیج ورته وکړ، ماول که پر ځای یې در و به ګرځم، راسره ولاړ به سې. نیم ساعت وروسته یې ځواب راغی.

ـ هو، حتما ځم.

د غزني ښار په زړه (پلان سه) کې زموږ ادراي دفتر دی، په یوه نیمه بجه ترې راووتم. بازار ته ولاړم، د کور لپاره مې چای و خوږه واخیسته. له مسعود څلورلارې چې مخ په قبله ولاړم د مېوو او سبزیو له ولاړو ریړیو مې ترکاري هم رانیوله. د شهباز له دوکانو تیر سوم، یوه پمپ ته ور ګرځېدم، د تیلو ټانکۍ مې ډکه کړه، بیا مې حرکت وکړ. نیم ساعت وروسته د قرباغ زاړه بازار ته ور وګرځېدم، دا ډېر وخت نه وم ورغلی، داسې ګڼه ګوڼه وه چې ما د نورو ولسوالیو په بازارونو کې نه وه لیدلې.

سلېمان ته مې زنګ وکړ، لس دقیقې وروسته راووت، په دسمال یې د تندي خولې پاکولې. وام ډاکټره لکه چې کار دې ډېر دی، ستړی معلومېږې.

ـ انجنیره له ناروغ سره بوخت سوم، چې څو مې بل نوکریوال ته سپاری، وخت ډېر ووت. یوه بدبخته ټولنه مو ده، طبیعي ناروغۍ خو خیر، انسانان ټول روغ نه وي، خو دغه لوی سړي چې له یو بل سره اخته سي، ځانو ته غم جوړ کړي.

ـ ولې، ولې بیا څه پېښه وه؟

ـ سهار په لس بجې یې څلور ځوانان راوړو، سخت زخمیان وو. د یوه سر مات و، د دوو لاسونه مات وو، د بل ګوتې پرې وې، چې پوښتنه مې وکه، یو هملته په جنګ کې مړ سوی و.

ـ دا ته څه وایي دا څه بدبختي ده؟ پاخه سړک ته چې راوختم، لمر لا هسک ولاړ و، د سړک تر غاړې مې له یوه دوکانه دوې انرژیانې راواخیستې، چې روان سوم، ډاکټر ته وام جنګ یې ولې سره کړی و؟

ـ جنجال خو یې په ځمکه سوی دی، مګر د ځمکو دې جنجالونو ته چې زه ګورم دا بدبختۍ له نیکه‌ګانو راپاتې دي.

ـ نو نیکه خو هغه دی، مزغنې ځمکې ورته ګټلې دي، یا یې په نغدو پیسو ورته رانیولې دي، دوی په تیارو ځمکو ولې جنجالونه سره کوي؟

ـ هغوی به زحمت ایستلی وي، اولادونو ته به یې یو څه په میراث پرې ایښي وي. خو دغه یې باید په هغه وخت کې ویشلې هم وای. پخوا ځمکه دومره نه وه خوږه، نه خلکو چندان اهمیت ورکاوو چې بیا به خلک سرونه ورباندې ماتوي. نو کله چې به دوی وېش کاوو، هېڅ اندازه یې نه ورته ټاکله. په یو ځای به یوه ورور ابادي جوړه که، بل ته به یې پلار بل ځای په نښه ورکړ. دغسې به هر څه پاته سول.

اوس چې دویم درېیم نسل ته پاته سوه، دوی دا نه مني چې د یوه دې ډېره وي، د بل دې کمه وي. دعوې یې وي، اخر چې په محکمه کې خلاصه نه شي، نو یو بل ته ټوپک یا لرګی ونیسي.

دا نن چې زخمیان وو، دا سره تربورونه وو، دوه درې کاله یې دعوه وه، خو دعوه یې نه فیصله کېده، بالاخره یې نن دغسې بدبختي ځنې جوړه که. دا ټوله ځمکه د یوه ځوان په مرګ نه ارزي.

ـ رښتیا دې وویل، دا کیسې نو اوس بېخي ډېرې دي، همیشه باید کوښښ وکړو چې وروڼو ته په وېش کې هر یوه ته په اندازه خپل حق ورکړل شي، چې بیا له دغسې بدبختي څخه خوندي وي. دا جنجال چې خلاصېږي، څو نور ځوانان به هم تر خاورو لاندې وي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000