په دنده کې مهارت نه، ږیره غواړي

وظیفه یو ګام له نیستۍ لرېوالی دی، نور وضعیت داسې وي چې دنده ختمه شي، بل ته به احتیاج یې. اوس بازار داسې ولاړ دی، چې د لوستو وظیفې ته نفس وخوت. په بازارونو کې خلکو د ګټې پر ځای خپلې سرمایې لا وبایللې. کوم چا چې مکتب او پوهنتون لوستی وي، بیا تر هر کار دندې ته اولیت ورکوي، په دې چې له خپل سند او زحمته خو حداقل یو څه ثمره وګوري.

ما چې هر ځای دنده کړې، د روابطو په اساس مې پیدا کړې. له اتو دفترونو سره مې کار کړی، یو دوو ازموینو کې په خپله کامیاب سوی یم، ځکه هلته شفافیت و، باوري وم چې حق مې نه ضایع کېږي. یو کال کېږي چې له بې‌کارۍ کړېږم، ښه پوهېږم چې بې واسطې نه سم تلای، خو بیا هم ازموینې ورکوم. د ځینو پایلې ورکې سي، په ځینو کې ناکام یم، بالاخره مې بست او واسطه دواړه پیدا کړل.

واسطې وال ته مسیج مې وکړ، ویل سبا راشه، له نږدې به خبرې وکړو. سبا اول سلماني ته ولاړم، لږ مې د سر او ږیرې ویښتان سم کړل، پاکې جامې مې واغوستې، له اطاقه چې راوتم، اینې ته مې وکتل، ځان مدیر را ته ښکارېدی.

ورغلم. ویل امر صاحب مجلس لري، لږ منتظر سئ. انټرنیټ مې وکوت. په فېسبوک پاڼه اوس یوازې د دندو خبرتیاوې راځي، ځکه ما ټولې هغه پاڼې پالو کړې وې چې دندې اعلانوي.

له مجلس وروسته ادارې ته ورننوتم، ښه ټینګه غیږه یې راکړه، لکه ډېر ملګری چې مې وي؛ خو مینه، اخلاص او خاکساري یې زه هملته لا وګټلم. ځان سره مې ویل امر صاحب اول وار دی چې د موقف والا، دومره مینه راکوي. ویل دا ستا خپل ځای دی هر کله راشې. خدمتګار سپین ایراني قند او د چایو پیاله د کوچ مخته په واړه مېز را ته کېښودل. امر ځینې مکتوبونه لاسلیک کړل، له خپلې چوکۍ راغی، زما سره ترڅنګ په کوچ کې کېناست.

امر صاحب وویل: غرمه ده، بیا د کارکوونکو چارو امر ځي، ښه دی چې ته ما ته ستا د بست او تجربې په اړه ووایي، نو به هغه را وغواړم.

داسې مې احساسوله لکه مقرر چې وم. کیسه مې له سره تر پایه ورته وکړه. ویل ستا دومره زده‌کړې او تجربې خو د سم بست دي، ولې دې دومره ټیټ بست ته نوملیکنه کړې ده؟

ما هغه ورته وکړه چې تر نه کار، د دوښمن کار هم ښه دی. ستونزې، نیستۍ او مایوسۍ مې ټولې ورته بیان کړې. د کارکوونکو چارو له امریت څخه د استخدام مدیر راغی.

ـ امر صاحب نن نه و راغلی. زه راغلم.

هغه کېناست، دوی زما په اړه مجلس سره وکړ، مدیر ول دی خو یې وړ دی، موږ حتما همکاري ورسره کوو. ازموینه اسانه ده، خو ته که ناکام وې، نو ستا د صورت له خاطره به وي. ذهن کې مې سل خبرې راغلې، وام څنګه صورت، کوم ځای مې خراب دی، نه معیوب یم، نه مې ژبه بندېږي، نه کوڼ او ړوند یم، په صورت مې څه شوي دي؟

ـ وروره یوه تحریري ازموینه وي، بله تقریري. د تحریري شپیته نومرې دي او د تقریري څلوېښت. تحریري کې خو به یوه چاره وکړو، مګر په تحریري کې نور هېڅ پوښتنه نسته، یوازې ستا صورت او سیرت ته کتل کېږي، هیله ده تر ازموینې پورې دې په ږیره لاس مه وهه، نور ووت.

امر صاحب ته وام، دا به اوس څه کوم. ویل مدیر بېخي ښه وايي، دا اصول دي، همدا کړنلاره ده. وې خندل را ته وې کتل. ږیره ښه درسره ښکارېږي، مې وهه، کار هغومره نه دی مهم، لکه ږیره.

راووتم. د مقررۍ قسمت خدای ته معلوم دی، ږیرې ته به انشالله لاس هم نه ور وړم؛ مګر د امر صاحب نېک چلند به هېڅکله هیر نه کړم.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000