د افغانستان بانک نهه غرفې خالي وې

د واده په سرګردانۍ اخته وم، څو ورځي مې کوچنی ورور یوازې دوکان ته لېږی. ښاروالي د جواز اخیستلو لپاره یوه تعرفه هم ورکړې وه، چې باید ژر په افغانستان بانک کې تحویل شي. د واده د بلنې کارتونه مې راوړي وو، دا چې چا ته یې ولېږم په موبایل کې مې مخکې له مخکې  لېست لیکلی وو. یو بل ملګری مې راوغوښت ماول تر هغو چې زه پیسې په بانک کې تسلیموم، تاسې د دې لېست له مخې په کارتونو کې نومونه ولیکئ، زما کوچنی ورور په موټر کې درسره واخله او د واده کارتونه ووېشئ.

د ګلبهار سنټر په څلورم منزل کې د افغانستان بانک څانګه وه، هلته ورغلم. لسګونه مراجعین د بانک مخته په سپینو پاکو کاشیو ناست دي، دننه د انتظار چوکۍ ټولې ډکې دي. یو نفر د نظم او نوبت مراعاتولو لپاره ولاړ دی او مراجعینو ته لارښوونې کوي. زه دننه ولاړم، چې و مې کتل دولس غرفې وې، یوه ښځینه او دوه نارینه کارکوونکي په کار بوخت وو، په دې دوو کې یوه نارینه ته د یوه شرکت والا په میلیونو افغانۍ راوړې وې، خدای سته د څه شي وې، هغه کس همغه یو مصروفه کړی و، نور ټول خلک همدغه یوه نفر ته په تمه و.

نهه غرفې چې باید کارکوونکي پکښې وای، یو هم نه و. معاونیت ته مې تر ښیښه ور وکتل، یو ځوان په کوچ کې ویده و، مسوول نه و. یو بل سپین‌ږیری نه پوهېږم دنده یې څه وه، په څوکۍ کې خوب په مخه کړی و. یوه دفتر ته چې ډېر خلک ولاړ وو، مدیر کار کاوو. لوړ یې پر دروازه عمومي مدیر لیکلی. د جون میاشتې په دې ګرمۍ کې له ډېر انتظار وروسته په تکلیف نوبت راغی.

کارکوونکي ته وام، خیرت دی دا نورې غرفې ولې خالي دي؟ د اختر له رخصتۍ لا نه دي راغلي که څه خبره ده. هېڅ یې ځان پوه لا نه کړ، داسې یې ښووله چې مصروف دی او زما د پوښتنو لپاره ځواب نه شي راکولای. پیسې مې تحویل کړې، د بانک اویز یې لاسلیک کړ، د چک او کنټرول لپاره مې عمومي مدیر ته راوړ، هلته هم دغسې رش و. په دې وخت کې شاوخوا دوه ساعته وخت تیر شو.

وروسته غرفو ته یو یو کس را روان، کمپیوټر یې چلانوی او د وقفې لوحه یې ترې لیري کوله. په لاس کې یې د تحفې په رکم ډکې خلتې وې، نیم ساعت کې ټول کارکوونکي راپوره شول. د خلکو ګڼه ګوڼه ورو ورو په کمېدو وه. ډېر خپه شوم چې دا خلک ولې دومره بې غوره دي، دا وخت خو د راتګ نه دی. هسې ماول اداره ده، ممکن کوم خاص مجلس به یې درلود، خو چې ډالۍ مې ولیدې، بیرته مې مجلس له ذهنه و ایست. صبر مې  و نه کړ، ورغلم. کرار مې یوه کاروکوونکي ته وویل چې خیرت و، څنګه ټول ناوخته راغلاست. ویل زموږ یو مشر ملګری له حج څخه راغلی و، د هغه مبارکۍ ته تللي و. سخته ارمان مې وکړ، ماول دا مشر ملګری به حتما د دې څانګې مرستیال یا امر وي، خو مبارکي د دومره خلکو په انتظار هېڅکله نه ارزي، مبارکي له رسمیاتو وروسته هم کېده او په رسمي وخت کې هېڅوک حق نه لري چې مراجعین پرېږدي او تشریفاتي پروګرامونو ته ولاړ شي. اوس نو د تحفو په خلتو بېخي ښه باوري سوم، چې حتما به یا جای‌نمازونه وي، چوپانې یا نورې ورته د حاجیانو ډالۍ چې عامو خلکو ته یې دلې په کابل کې اخلي او بیا یې ورته ډالۍ کوي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000