د لېوره له ظلمه دوه واره طلاقه شوه

ماښام له کلي راغلم. په چوتره زوی او لور تر څنګ راسره کېناستل، د موبایل سکرین ته یې روڼې نیولې وې، وای لالا بازي راوله. ماول له ډوډۍ وروسته، ډوډۍ یې وخوړه، یو ساعت وروسته دواړه زما تر څنګ ویده شوي وو، مور یې په غېږ کې خپلې کوټې ته یووړل، زه له مور سره پاته شوم، هغې ورو وویل؛ هلکه هغه دې ډاکټر لور یې بیا طلاقه کړې ده!؟

ـ حال نه ورباندې لرم، ګیله نشته، ملا دی، درېیمه به یې کړې وي. مورې څه به یې کوم، ولاکه یې په اول طلاق لا حال لرم، چې اسماعیل ولې طلاقه کړه؟

ـ زویه اسماعیل په مسافري کې وي، مګر شبنم خو د پلار په کور ناز لیدلی، پردي کورونو سختۍ لري.

ـ دا خو ښکاره خبره ده، هسې به هم د بل کور ته ځي، دومره تکلیف به خود کاږي.

ـ د هغې مشر لېور ډېر ظالم دی، هره ورځ به یې وهله ډبوله، منت یې ورباندې کاوو، ځکه یې جنجال را پیدا شو.

ـ په لېوره یې د وریندارې څه؟ په ښځو له میړه پرته هېڅوک حق نه لري، چې لاس ورباندې پورته کړي، حتی میړه هم د ظلم حق نه لري.

ـ د کور واک او هر څه د شبنم د مشر لېوره په لاس کې دي. که یې هره خبره وکړه، هغه به په ټول کور کې منل کېږي. یوه ورځ شبنم کار ته ناوخته ور وتلې وه، که یې خدای خبر دیګ یې خراب کړی و؛ لېوره داسې وهلې وه، چې سر یې ورباندې مات کړی و.

پیاله مې را پورته کړه، د چوترې په ژۍ د څراغ رڼا ته د پیشۍ شنې سترګې وځلېدې، د سترخوان تر څنګ په کاسه کې پرتو هډوکو ته ورغله، اسمان ته مې وکتل، ډېر ستوري ځلېدل، یو ستوری د قبلې خوا ته تیز روان و.

مور بیا خبرې پیل کړې؛

ـ شبنم له هغه سره سپین سترګې شوه، نور یې د لېوره خبرو ته غوږ نه نیوی، هر وخت چې به یې مېړه راغی، ټوله کیسه به یې ورته وکړه. هغه به ورور ته هېڅ نه ویل په دې چې مشر دی، بیا به ترې خپه شي. ګذاره کال په کال سختېده. هغې به هره شېبه وهل خوړل، دې وهلو هغه د اعصابو په ناروغۍ اخته کړه، همیشه به یې په سر درد و. په ډاکټرانو یې وګرځوله، خو جوړه نه شوه. مېړه یې له مشر ورور څخه خپه شو، چې له خپګان وروسته یې خپل ګډ ژوند هم سره بېل کړ، ځانته یې خپل کور او ژوند پیل کړ.

شبنم تر یو څه وخته ښه وه، خو وروسته به دومره ناروغه وه، چې مېړه یې هم ترې کرکه کوله او ورباندې ویرېدی چې یوه ورځ ځان وژنه و نه کړي. دوه کاله یې نور له هغه سره ژوند وکړ، خو مېړه یې ورسره ستړی شو، طلاقه یې کړه.

څو میاشتې مخکې یې پلار خپل ملګري ته چې پخوا دلته په کلي کې ملا و، اوس په کابل کې وظیفه لري، په دویمه ښځه ورکړه. نن یې د طلاق اوازه وه، وای ملا طلاقه کړې چې شبنم د اعصابو او ژور خپګان ناروغي لري، شپه نه ورسره تیرېږي.

زویه داسې نجلۍ وه چې په دا نږدې کورو کې یې سیاله نه وه. رنګ، خوی او زحمت یې ټولو لیدلی و.

ـ څه ووایم مورې، خدای به یې په برخلیک کې دغسې لیکلي و، دا هر څه د ظالم لېوره له لاسه، که هغه نه وای، داسې کېدل.

مور له بالښته راپورته شوه، جای نماز یې ورسره واخیست، ولاړه شوه، د پلو پیڅکه یې سترګو ته ونیوله، وې وویل:

ـ زویه! نارینه ډېر ظالمان دي.

ذهن ته راغلل، ماول که مور سره ظلم نه وای شوی، بیا یې داسې نه ویل، هغې ته ملامت وم، پټه خوله کېناستم.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000