ژمی مې لسو ښوونځیو ته “سي وي” ولېږله، ماول هسې هم کارونه ټپ ولاړ دي، که قسمت و، یو ځای معلیمي پیدا شوه، حداقل جیب خرڅ خو به شي. حمل کې پنځو ښوونځیو زنګ را ته وکړ، چې ازموینې ته راشه. دوو درو کې مې ازموینه ورکړه، په یوه کې هم نه یم ناکام شوی، دوو نورو ښوونځیو پرته له ازموینې ومنلم. خو شرایط یې سخت و، په هغو کې یو ښوونځی لږ اسانه راښکاره شو، نږدې هم و، خبره مې ورسره وکړله.
اداري مدیر ته مې وویل، چې انشاالله درسره موافق یم. هغه ویل درې ورځې درس ته راشه، له هغه وروسته که د دواړو لوریو خوښه راغله، قرارداد به وکړو. دا نیکي درسره کوم، معاش به دې له لومړۍ ورځي حساب کړم. ماول دغسې مهربانه به څوک نه وي، لهجه یې نرمه، سیرت او صورت یې بېخي برابر و.
ټولګي ته ولاړم، دوې ورځي خو په ټولو ټولګیو کې نیم تدریس ساعت په معرفت مصروفه وو، ولایتونه او نومونه مو سر شریکول. زما نو د سر او وضعې خونده نه وه، ټول ژمي کې یوار سلماني ته تللی وم. ویښتان او ږیره مې ګډوډه وه، بریتونه غټ شوي و. لسم ټولګي کې مې لږ جنجال له زدهکوونکي سره راغی، ځکه مزاحمت یې کاوو.
درېیمه ورځ ادارې ته ورغلم، معاش یې اته زره وویل، په زاریو مې ورباندې پنځه سوه نورې هم اضافه کړې.
مدیر صاحب ویل دا استعلامونه او ضمانت خطونه راخلاص کړه، بیا به قرارداد سره لاسلیک کړو. په یوه اوونۍ کې مې هغه راخلاص کړل، ښه ډېر یې ستړی کړم.
له اطاق والا مې پنځه سوه افغانۍ په پور واخیستې، کرایه نه وه، په پښو تګ راتګ نه کېدی. لس ورځي وروسته مې خطونه ور وړل، مدیر قرارداد پرینټ کړ، ویل ښه یې له ځان سره ولوله فکر ورباندې وکړه، بیا یې لاسلیک کړه. قرارداد:
لومړۍ ماده: هر ښوونکی لومړۍ درې میاشتې امتحاني دوره وي، وروسته بیا ورسره کلنی قرارداد کېږي.
دویمه ماده: د لومړۍ میاشتې معاش په ضمانت کې ترې ګرځول کېږي، بیا په اخر کې ورکول کېږي.
درېیمه ماده: که ښوونکی دندې پرېږدي، اداره باید یوه میاشت مخکې په جریان کې کړي، که نه د ضمانت پیسې ترې ګرځي.
څلورمه ماده: په لومړیو درې میاشتو کې څوک د دندې د پرېښولو او استعفا کولو حق نه لري.
پنځمه ماده: په ټول کال کې یوازې لس ورځي رخصتي لري.
شپږمه ماده: که یې د قرارداد یوه ماده هم عملي نه کړه، ځواب دی.
اوومه ماده: معاش تر میاشت پوره کېدو، لس ورځي وروسته ورکوي.
اتمه ماده: تدریسي پلان باید له ځان سره ولري، تدریس باید د مهالوېش له مخې وکړي.
نهمه ماده: د زدهکوونکو فعالیت او کورنی کار باید په هېڅ صورت قضا نه شي.
لسمه ماده: که پنځه دقیقې ناوخته راشي یا وختي ولاړ شي، د ټولې ورځي معاش ترې ګرځي.
یوولسمه ماده: زدهکوونکو سره به ډېر صمیمانه چلند کوي، د زدهکوونکو له شکایت سره به ښوونکی له دندې ګوښه شي.
دولسمه ماده: که د کوم ټولګي نګراني ولري، له زدهکوونکو او د هغوی له والدینو سره به تل په اړیکه کې وي.
دیارلسمه ماده: د ښوونځي په کمېټو او جلسو کې به تل بشپړ فعالیت کوي.
څوارلسمه ماده: په یوه اونۍ کې دوه څلویښت تدریسي ساعتونه دي، ټول ډک دي.
د قرارداد څو مادې لا پاته وې، د یخو اوبو پیاله مې راپورته که، مدیر صاحب را غږ کړل؛ که دې لوستی وي، لاسلیک ورباندې وکړه.
دسمال مې په تندي تیر کړ، خولې مې پاکې کړې، قرارداد او مجبوریت دواړو په دغسې حال کړم، چې تر خوله مې توری هم نه وت. پاڼه مې لاسلیک کړه، نورې مادې مې هېڅ نه وویلې.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ