په کابل کې وزیر اکبرخان روغتون د عامو خلکو لپاره د اورتوپیدي په برخه کې تر ټولو ښه روغتون دی، البته نورې برخې هم لري، خو د هډوکي په برخه کې ښه جراحي ډاکټران لري.
زه د ټولګیوال پوښتنې ته ورغلی وم، هغه ټکر کړی و، د ورانه او ځنګانه ترمنځ هډوکی یې داسې قلم مات و. پایواز یې کشری ورور و، هغه مې کور ته ولېږی. ورور یې نه پرېښو، خو ما ټینګار وکړ چې زه دلته یم، ورور به دې دوې درې ورځي ارام وکړي، بیرته به یې راوغواړو. ویل سمه ده.
په واټ کې پنځه نور ناروغان هم وو، پایوازان یې ټول نه پرېښول، ما په څه زاریو د شپې لپاره د روغتون دننه ځان پاته کړ. ډاکټرانو سره بلد شوم، د دروازې وال مې په یوه جوس راضي کړی و. کله ناکله به مې نوکریوال ډاکټر ته یو خوراک کباب هم راوړ، تر نورو ناروغانو یې زما د ناروغ ډېر خیال ساته.
یوه شپه د ناروغ دردونه ډېر و، ډاکټر ته ورغلم، ډاکټر راغی د درد پېچکاري یې ورته ولګوله، ویل درد یې ارامېږي، تشویش مه ورته کوه. یو څو دقیقې دالته په کټ راسره کېناست. وروسته یې را ته وویل څه کار کوې؟
ـ پوهنتون چې مې خلاص کړ، له یو شرکت سره دوه کاله اداري کارکوونکی وم، هلته مې په کار کې ډېر څه زدهکړل، یو شخصي کاروبار لرم، یو کال یې هېڅ ګټه نه وه، سږ دومره دی، چې جیب خرڅ پکې برابرېږي.
ـ یاره ډېر نر کار دې کړی، ما طب په داسې یوه علاقه ووایو چې خدمت به کوم، عزت به مې کېږي، امتیاز به لرم، ژوند به مې هوسا وي. خو ټول شیان برعکس شو. ځنې ډېر ښه وای “چې خدایه یا مې پلار ډاکټر وای، یا زوی خو چې زه نه وای ډاکټر”. کورنۍ که مې لږ هوسا وه یا ډېره، ما یوه شپه هم خوب نه دی کړی.
خبره داده چې ستړیا زه تیروم باید زه هوسا وای، خوشحاله وای، میله مې درلودای، له ملګرو سره وتلای، مګر له دې ټولو یوه خوښي هم نه لرم.
له سهاره تر مازیګره دلته یم، بیا تر لسو بجو په شخصي ځای کې کېنم. یوه نه بله شپه بیرته دلته نوکري لرم. عمر مې په همدې سرګردانۍ کې تیر کړ. دولس کاله ښوونځی، اووه کاله پوهنتون، پنځه کاله تخصص؛ اوس لا نوی فرمان دادی چې له ایګزیټ وروسته به دوه کاله په ولسوالیو کې مفت کار کوو. د دولت معاش خو بېخي په نشت حساب دی، که شخصي ځای و نه لرم، هغه مې د کور کرایه لا نه کېږي.
د امتیاز او کار به لا یوه لاره وسي، روزي ورکوونکی الله(ج) دی، چې څوک معاش نه لري، هغه تر ټولو ښه ژوند لري، خوشحاله دي. زموږ څلورویشت ساعته توبیت خراب وي. رواني په تکلیف یوو، تازه هوا، مجلس او میلې ته هېڅ خلاص نه یوو. رکم رکم ناروغان وي، غریبان راځي، نیم انسانان یې را ته راوړي دي، د چا پښې نه وي، د چا لاسونه پرې شوې وي. څوک فقط تر دې ځایه راورسوي، زنې یې موږ ور وتړو؛ نو په دغسې حالت کې ته بیا خوشحالي چېرته وینې، د پایواز له مخې خندا نه شو کولای، ځکه هغه خپل ناروغ ته ځورېږي، که موږ په دغسې حالت کې ووینې، خپه کېږي.
ـ ډاکټره دا دې اصل خبره وکه، چې روغتون او ناروغان انسان خپه کوي، ستړی کوي یې، مګر الله تعالی به یې تاسې ته ډېر اجرونه درکړي. ته هېڅکله مه خپه کېږه، د پیسو خونده خو اوس ولاکه د هېچا وي. ځکه یو ملک چې اقتصادي ثبات و نه لري، ټول ملت به یې فقیر کېږي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ