د خان زوی دویم دسمال هم راوړ

سلطان بېلچه کېښوده، له ملا یې څادر خلاص کړ، پر مخ پراته ویښته یې پورته په خولۍ کې بند کړل، مخامخ را ته کېناست، وې ویل:

ـ قدیره دا اوبه لګول ډېره سخته ستړیا لري؟

ـ یاره ته به هم لکه پلار دي، په پردۍ بزګرۍ کې به سپین‌ږیری شې!

ـ چې خدای یې نه سره سموي، څنګه به یې کوو، یوه مې نه دوې کېږي. ماښام یې هغه تور مخي شمس الله ته د دویمې دسمال راوړ، مګر زما ولاکه څو کاله نور هم زړه ته لوېږي، چې و دې شي.

ـ غم مه کوه، خدای هر څه په خپل وخت کوي، نو بله یې ولې وکړه، خو میاشت مخکې یې واده تیر شو!

ـ ماښام مې مور کیسه کوله چې عاقلې غوندې نجلۍ په دې ټول کلي کې نه وه. تورو سترګو او جګې پزې يې په ګرد سپین مخ کې نادره ښکلا کوله؛ په نریو ګوتو یې سپین مړوندونه ښکلي وو؛ اوږدو تورو وېښتو یې ښایست یو په دوه کړی و؛ خبرې خو یې ټولو نجونو ته ور معلومې وې  چې څومره خوږې او پستې وې. اننګي یې لکه سرې کاغذي مڼې، سره او پاسته و. نرۍ ملا یې بدن داسې جوړ کړی و، چې تا به ویل سروې ته ګورم. نو هغې به دغه تورمخی څه کاوو؟

ـ نو بیا ولې داسې وشول، ولې یې ورکړه؟

ـ دا خو یې پلار په دې افت اخته کړه. پلار یې پیسو او نوم ته وکتل، رنګ او اخلاقو ته نه. چې واده یې و، هم ټولو ویل که عاقله دغه بدمخی انسان وویني، ځان به زندۍ کړي. هغه ده بلاوهلي ماښام د بلې یوې دسمال ورباندې راوړ.

سهار زما خویندې ورغلې وې، هغوی ویل چې عاقله په ډکو سترګو ګرځيده، یوه خبره یې تر خولې نه وتله. نه یې ښه ویل، نه بد. د هلک مور مبارکي اخیسته، ویل د زوی مې خوښه وه، ورپسې ولاړم، د هغوی هم خوښه راغله ورته و مو کړله. مګر مور مې بل څه ویل، هغه لکه چې ترې خبره وه. هغې ویل چې هلک دا څو ورځې بد حال ایښی و، چې عاقله نه ورسره خبرې کوي، نه ورته ښه وایي، نه بد. په کوټه کې یوازې وي، د هغه خوا ته نه ورځي. د عاقلې خواښې خوابدې شوې وه چې سمه شه کنه بله ورځ بن درباندې راوړم.

د پلار یې نه وه خوښه، خو مور یې نه درېده. هلک دا ګیله کوله چې عاقله هېڅ د مېړه په سترګه نه ورته ګوري. مور یې ویلي چې هغه کبرجنه دې دغسې ناسته وي، بله به تر دې ښه درته راوړم.

پلار یې نه ورسره تلی، بیا یې مشر ورور ورسره بیولی و. عاقله خو نه ده، ملامته. ښه یې کړي دي، دغه لیونی څه کوي چې ژوند ورسره خرابوي، یو څه وخت به کېني، بله ورځ مجبوره دی چې طلاقه یې کړي. څه به ورباندې وکړي، څو ورځي به یې ووهي، وډبوي، خو له دغسې بدخویه او بدرنګه خو به د ټول عمر لپاره ځان خلاص کړي.

ـ ولا سم وایي. خو فکر نه کوم، چې داسې په اسانۍ دې پرېږدي. سخته ظلم دی، که د هلک هر ډول طبعه برابره شوه، هماغسې به کېږي. مګر که نجلۍ په هر ډول ستونزو کې وه، نه غږ کولای شي، نه یې څوک خبرې ته غوږ نیسي.

په دې وخت کې له ښکته باغ څخه د دوی نږدې قریب راغی، ویل نور دې وخت پوره دی، له سلطان څخه یې اوبه خپلې خوا ته وتړلې. سلطان بېلچه او څراغ راواخیستل، دواړه د کور خوا ته روان شوو.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000