“پلار مې وای، طب به لولې”

تیره ورځ د کلي په ښوونځي کې هغو زده‌کوونکو ته د ستاینې غونډه جوړه شوې وه، چې تازه په کانکور کې بریالي شوي و. غونډه کې زده‌کوونکي زده‌کړو ته وهڅېدل او د دوی والدین یې هم تشویق کړل چې له خپلو اولادونو سره زحمت باسي او درسونه ورباندې وایي.

مازیګر چې دوکان ته ورغلم، له کامیابو زده‌کوونکو مې محمد ولید، هغه د کابل عالي نرسینګ ته بریالی شوی و. ګیلمن و، ویل دا مې دویم کال دی چې ازموینه ورکوم، خو طب ته نه سم تلای؛ تیر کال مې دوه سوه اتیا نومرې یووړې، انجنیري ته کامیاب شوم، سږ مې درې سوه شل نومرې یووړې، خو نرسینګ مې څلورم انتخاب و، هغه ته یې ورکړی یم.

ـ طب خو فرض نه دی. که علاقه یې لرې، سږ بیا ازموینه ورکه، کنه هغه د اول کال پوهنځی دې تر طب هم ښه وه. اوس به دې پوهنتون نیم خلاص کړی و.

ـ طب خوند نه راکوي، اووه کاله دی. خو کورنۍ مې مجبور کړی یم،چې زه باید داکټر شم.

ـ له کورنۍ خو دې زه حال لرم، تر اوسه په دې ولاکه خبر وي، چې ډاکټري دوه کاله ویله کېږي، که اووه کاله. ډاکټر څه مسولیت لري، پوهنتون کې یوازې ډاکټري ده او که دا ټولنه یوازې په ډاکټر جوړېږي. دا مسوولیت خو ستا دی. تا ته اوس خپله علاقه نه در معلومېږي، چې ته باید څه شی ووایي؟

ـ که رښتیا درته ووایم، د پوهنتون په اړه موږ ته په ښوونځي کې هېڅ هم نه دي ویل شوي، نه دا څانګې داسې خاص رامعلومېږي. که درته ووایم، میخانیک مې شی نه یادېږي او نه مې حافظه د یادولو خاص وړتیا لري، خو که یو کار عملي وکړم، زده‌کېږي مې. ډيزاین، رسم او ریاضیاتو کې بد نه یم.

ـ نو ته خو انجنیري ته جوړ یې!

ـ ما ته هم خوند راکوي، خو تیره ورځ چې زما نومرې اعلان شوې. نو لومړی پلار وپوښتلم چې زوی که ډاکټر نه وې، یو وار بیا امادګي ونیسه. ما ورته ویل چې نور خاص حوصله نه لرم، نرسینګ هم ښه دی، ول اوس مې درته وویل چې طب به وايي.

ـ د پلار خبره دې پر ځای ده، هغه له تا ډېر لوی شخص جوړوي، ته هغه ته قناعت ورکه، هغوی فکر کوي، چې علم یوازې همدا طب دی او په همدې څوک لویېږي.

ـ که رښتیا درته ووایم، یوه ورځ مې بېخي ډېر بحث وکړ. د مور تر مخ مې ورته وویل چې اغا زه انجنیري ووایم، ما ته خوند راکوي. ډېره ښه پوهنځی ده، څو نور انجنیران مې ور وښوول، د پيسو او کار په اړه مې هم پوه کړه. وروسته مې د طب په اړه وویل چې دا لوی مسوولیت دی، تر توان مې لوړ کار دی. هغه نور هېڅ نه ویل، خو چې ولاړ شو. مور کرار را ته وویل؛ زویه پلار ته دې ما هم وویل، خو هغه ویل له خلکو شرم دی، په کلي کې د سیدخان او سرتور زامن ډاکټران دي، خو د ده زوی به نه وي. بیا مې پلار ته نه دي ویلي، خوابدی کېږي.

ـ نه یې ملامت. موږ کلتور او بدو دودونو دې ځای ته رارسولي یوو. هېچا د وړتیا او خوښۍ په اساس علم نه دی حاصل کړی، بس یا د نورو فرمایش وي، یا وچ مجبوریت. هغه نو داسې فارغ شي، چې فقط چیپتر یې زده وي، پخپله برخه کې اضافه دوې خبرې هم نه شي کولای.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000