زه چې کله هم بهر ته له تللو ملګرو سره خواله کوم، دوی خواران خپلې ستړیاوې یادوي. ناارامه دي. وای ستړي او یوازې یوو. ټوله ورځ کار دی، د ژوند مزه نشته. ماول موږ دلته له بېکاري کړېږو او تاسې له ډېره مصروفیته.
ماښام له فرید سره غږېدم وای چې سقوط راغلی افغانانو بیا خوشحالي نه ده، لیدلې.
ـ وام دا اوس ته څه سره وايي؛ پخوا ناامني وه، وژنې، قتلونه او جګړې ټول ملت د غم په ټغر کېنولی وو، ته وا اوس خوشحالي نشته.
ـ دغسې نه وایم چې امن به نه وي راغلی، خو تر پخوا اوس ډېر ستړي دي. لومړی به یې له کډوالو شروع کړو. پاکستان په کومه سترګه ورته وکتل؛ له چا جایداد او سرمایې پاته شوې، له چا جوړ کاروبارونه. په دراوزو کې یې بېعزته کړل؛ ځینې اوښتي، خپل خپلوان یې پاته دي او ځینو بیا خپلوان راغلي، دوی پاته دي. له ځینو خو ښځې په دروازه کې وګرځول شوې، دوی یې پسې را اخیستې بیا یې وروسته پسې راخوشي کړې، نور چې به پنجابي عسکرو هر څه ورسره کړي، هغه یې کړي دي. ایران هم دغسې درواخله.
په میلیونونو افغانان ځوانان بهر ته راغلل، د نجونو ښوونځي بند دي. پخوا نظام یو حیثیت درلود، نړۍ به ورباندې غږېده، په هر سټیج به یې استازی درلود، غږ یې اورېدل کېدی. نړیوالې مرستې به وې، تجارت به و، خو چې هر څه و، وطن ته به یو څه راتلل او د نړۍ په دې لوی کور کې مو نوم درلود، دنیا پېژندلو. پنځه کاله کېږي، چا د رسمیت غږ نه دی کړی، چې وطن ته زنګ وکړو، هر یو وای له لوږې مرو.
خپله مې له وطنه ولاکه یوه زره زړه راتلی، خو چې د لومړۍ ورځي له تهدیدونو او بد حالته خبر شوم، پښې مې راسپکې کړې.
ـ تاسې چې ستړي یاست خو ښه راتلونکی لرئ، پیسې به وګټئ، ژوند به مو ورباندې جوړ شي. بل ځینې خبرې دې پر ځای دي، خو ځینې نه درسره منم.
پاکستان هېڅکله په افغانستان کې امن او پرمختګ نه غواړي. اوس امن راغلی، پرمختیايي پروژې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې شروع شوې دي، دغه پرمختګونه او بیارغونه پاکستان هېڅ وخت نه شي زغملی.
ځینو شیانو ته دولت باید لومړیتوب ورکړي؛ د نجونو ښوونځي باید خلاص شي، چې دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده. افغانستان باید نړۍ په رسمیت وپېژني، څو له نړۍ سره راکړهورکړه او تجارت شروع شي، نو به دغه بد اقتصادي وضعیت را ښه شي. نه یوازې نالوستي او کاریګر خلک بې کاره او سرګردانه دي، ډېر لېسانس او ماسټران په کورونو ناست دي، یا یې داسې دندې دي چې بېکاري ډېره ورباندې ښه ده.
کانکور کې زدهکوونکي کم شوي، په پوهنتونونو کې د دې پر ځای چې پوهنځی او څانګې اضافه شي، ډېرې داسې څانګې دي چې محصلین نه لري او کال وروسته به سقوط وي. ګرانې ډېره شوې، په ځانګړې توګه خوراکي توکي چې د ژوند ورځنۍ اړتیاوې ورسره تړلې دي. اوړه ګرانه دي، غوړي او بوره اسمان ته ختلي دي.
ګوره! پخوا چې نړۍ له موږ سره څومره ښه کول، هغومره یې ځورولو هم. زموږ تاریخ، کلتور او سیمې ته یې ډېر نور فرهنګونه راوړل چې دا زموږ له اسلامي دود او فرهنګ سره هېڅ نه جوړېږي. همدارنګه دوی چې څومره موږ ته ګټه رسوله، څو چنده یې تاوان رااړولی دی. جنګ و، افغانان د ویر په ټغر ناست و. هره ورځ په سلګونو جنازې وې، د باروتو دې باران ګڼ شمېر افغانان په سرطاني او نورو بېلابېلو ناروغیو اخته کړل.
ـ بحث به په دې کوو چې د اوسني حالت غم وخوړل شي، تیر خو هسې هم تیر شوي دي. پخوا که ځینې تاوانونه و، پرمختګونه هم و. یو بشپړ روزل شوی نظامي پوځ موجود و، هوايي ځواک مو درلود، ګاونډي برګ نه شو، راکتلای. مګر اوس دې د وطن په زړه باندې په ښکاره تیری کوي. د فضا کنټرول مو له لاسه ورکړی دی، کونړ سهار او ماښام په راکټونو ولي.
ـ فریده ما خو دومره خبرې نه اوږدولې، ټول ملامت یوو. په دې هم قناعت درسره کړم چې خوشحالي کمه شوې، مګر نور بحث نه کوم، کنه دلایل بېخي ډېر دي. وطن ته به دعا کوو چې خدای هر څه ښه کړي او افغانان د سولې، ښه اقتصاد او د ګاونډویو له بد نظره وساتل شي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ