کندهار ته نه وم تللی، سودا مې وه چې یوار به حتما ځم. لومړی مې د لېسانس دورې ټولګیوال عتیق الله ته زنګ وکړ؛ هغه ویل جمعې ته راشه، ځکه په جمعه دوی هر وخت په میلې وځي.
مازیګر په کابل کې د کندهار اډې ته ولاړم، ټکټ مې وکړ. ویل یو ساعت وروسته حرکت کوي. منتظر شوم، په اډه کې ګڼه ګوڼه وه. د احمدشاه ابدالي شرکت مخته په زینه کېناستم، یو ځوان چې خولۍ يې پر سر وه، تور جامپر یې اغوستی و، دیواله ته تکیه کړې وه.
ستړې مه شې مې ورسره وکړه، سیف الله نومیدی، زابل ته یې سفر درلود. څه وخت وروسته موټر راووت، هارنونه یې وکړل چې ور وختم، تصادفاً زما او سیف الله څوکۍ څنګ تر څنګ وې.
سیف الله پوهنتون په کندهار کې لوستی و، په کابل کې یې یوه بست ته نوملیکنه کړې وه، ازموینې ته راغلی و. خبرو ته مې بهانه جوړوله ځکه ما ته په موټر کې خوب نه راځي، ماول راځه په مجلس به لاره لنډه کړو. سیف الله ته مې وویل: ستاسې خوا ته وضعیت څنګه دی؛ اقتصاد، تعلیم او روغتیایي اسانتیاوې څه ډول دي؟
ـ څه به درته ووایم، زموږ ټوله ګټه وټه د انځرو، انګورو او بادامو له باغونو ده. هغه کال په کال بازارونه ښکته روان دي. له پاکستان سره چې دراوزې تړل شوې دي، بېخي په نه بیه خرڅېږي.
ـ ولا رښتیا هم، ځینې شیان چې له پاکستان څخه راتلل په کابل کې یې هم نرخونه لوړ دي او د اخیستو توان یې څوک نه لري. ښوونځي مو په څه حال دي!؟
ـ زموږ په ټوله ولسوالي کې دوه ښوونځي دي، هلکان له ډېرو ليرو ځایونه ورته راځي.
ـ ولې د نجونو ښوونځي څنګه دي؟
ـ د نجونو مکتبونه خو بېخي څوک یادوي لا نه، نه په ټوله ولسوالي کې تر اوسه یوه نجلۍ مکتب ته تللې ده. دا دوه کاله کېږي یوې موسیسې زموږ په کلي کې د نجونو یو صنف فعاله کړی و. ټولو ته داسې ښکارېده لکه یو لوی پوهنتون چې جوړ شوی وي. د کلي وړې نجونې هر سهار په ډېرې خوښۍ تلې، زما هم دوې خویندي ورتلې. اوس یې لیک او لوست هم زدهکړی و. کله کله به یې په کتاب کې ملي سرود په لوړ اواز را ته وایو.
باور وکه بېخي مې زړه ورباندې ښه و، متاسفانه د هغوی د زدهکړې دغه یوازینۍ هیله هم ودرېده.
ـ ولې اوس نشته؟
ـ نه، اوس بند شوي دي. زما اراده وه په خپله یې ورته ووایم، خو زه ډېر وخت په کور کې نه یم، یو بل ولایت ته په دنده پسې ځم.
ـ دا اوس یوازې ستاسې سیمه دغسې ده، که نورو سیمو کې هم داسې حال دی.
ـ اصلاً د پښتنو په اطرافي سیمو کې د نجونو مکتبونه نشته. د هلکانو هم په نشت حساب دي. د جمهوریت په شلو کلونو کې ډېر مکتبونه جوړ شول او د طالبانو له راتګ سره هم د مکتبونو لپاره زیاتې پروژې روانې دي او جوړېږي؛ مګر د نجونو مکتبونه تر اوسه نه دې جوړ شوي. ستا خویندي مکتب ته ځي؟
ـ هو، یوه ډاکټره ده. دوې په ښوونځي کې وې، خو چې طالبانو ښوونځي وتړل بیا نه دي تللې. هغوی به تل د ډاکټرۍ هیله لرله، مګر اوس یې ورځ تر بلې په ارمانونو خاورې اوړي. سیف الله ته غږېدم، خو څه یې نه ویل چې ور و مې کتل، خوب وړی و. د موټر تر ښيښه مې وکتل، تیاره وه، نه رامعلومېدل چې کوم ځای ته رسېدلي وو.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ