د روضې کوتل ته چې ورسېدم، د ځمکې مخ سپین و. عسکر د درېدو اشاره وکړه، موټر مې څنګ ته کړ. ښيښه مې ټیټه که، یوازې سترګې یې ښکارېدې.
ـ له کومه راغلې، چېرته ځې؟
ـ له غزني ځم کابل ته!
ـ تذکره لرې!؟
ـ هو!
ـ وبښه، پخیر ولاړ سئ.
تر ششګاو سي لېږ تیر سوم، یو هلک لاس راکړ، موټر مې بغل ته کړ، راوخوت. له روغبړ وروسته مې ور غبرګه که، په دې یخ او واوره کې له کومه سوې، چیرته ځې؟
ـ پرون له قرهباغ راغلم، شپه مې دلته دې عمه کره وه، نن ځم کابل ته، هلته درسونه وایم.
ـ ښا ډېر ښه. بس چې درس وایي راباندې ګران سوې. ولا عمه خو دې لږ لیري واده ده.
ـ په دې غضب مې نیکه اخته کړې، ژوند یې نسته.
ـ خدای دې نه کړي، غضب بیا ولې ده؟ لیري ځای خو فرق نه لري، زموږ یوه ترور په کوټه کې واده ده، نو څه فرق لري، ژوند یې سم دی.
ـ د لري کېدو په خاطر نه وایم، ځواني یې وخوړل سوه، بې اولادي او ناروغ خاوند پالنې په څلوېښت کلنۍ کې لکړې ته اړه کړې ده.
ـ خپه دې کړم، نو اولاد یې نه کېږي، که څنګه؟
ـ د عمه مې کېږي، خو خاوند یې…
د موټر ښیښې یو مخ خپې سوې، بخارۍ مې لږ کراره که، لارې ته ځیر سوم، تر سیداباد تیر سوی وم. ځوان ته مې وکتل، ماول نوم دې نه راوښو.
ـ جمشید.
ـ جمشیده نو خاوند یې معاینات کړي چې نه کېږي!؟
ـ زما د عمه شل کاله کېږي ورته ناسته ده. زما نیکه او د عمه خسر مې په یوه لین موټر چلول، په اډه کې سره شناخته سوي وو. چې دوستي یې سره کوله، دا زما د عمه مېړه په ایران کې و. څو کاله یې واده پاته و، بل وخت په ایران کې له پنځم منزله راولوېد. تر نامه لاندې فلج سو.
ـ نو تاسې یې په فلج کېدو نه سواست خبر چې ورته واده مو کړه.
ـ خبر و، ټول خبر و. چا به ویل چې نه یې ورکوو!؟
ـ ولې؟ د دې بېوزلې خو مو ټول عمر ور تباه کړی دی. د هغه پالنه خو باید مور او پلار کړې وای، په دې خو یې حق نه و. ځکه هغه یې حقوق نه شي پوره کولای نو بیا خو…
ـ ولا استاذه دغسې خو ده. عمه مې ځورېږي، خو د کورنۍ او پلارګنۍ نوم نه بدوي.
ـ جمشید ګله په دې کې د نوم بدېدو څه خبره ده!؟
ـ نو ته وا باید طلاق یې ترې اخیستی وای، دا خو دغسې پېښه سوه، نیکه مې دغسې نه بلل.
ـ یا وام څوک چې لور یا خور ورکوي، حداقل دا ځوان خو باید وویني، هغه کار خو نه دی شوی. بیا یې په فلج کېدو، ټول خبر و، نو ورته واده کوله یې ولې؟
ـ دا خبره خو ده. عمه مې اوس سخته ستړې ده؛ د کور کارونه ټول دا کوي، د غواوو لوشل او موټی یې تر غاړې و. خاوند یې هر څه په ځای کې کول، ټول بدن یې خوړین سوی و. د ورځي یې لس دولس واره په یو او بل اړخ اړاوه. پلار مې په یو او بل اختر ورته راځي، زما زړه ورته بدېږي، ډېر وخت ور ګرځم، دا هم دوعاوې را ته کوي.
ـ بېخي مې سوچ پکې بند سو، عمه دې بېخي په بېوزلۍ کې ده.
ـ سي رښتیا سي حق یې خوړل کېږي، په کور او کاله کې یې فقط ښه نوم یادېږي چې غیرتي ښځه ده، غږ نه لري او د فلج خاوند پالنه کوي، نور د کومک او همکاري خبره تر اوسه چا نه کړه یاده.
ـ یاره په دې نوم به سړی څه وکړي چې نه یې حق معلوم سو او نه ښه ژوند وکړ. جمشید مې ښکته کړ، دفتر ته ولاړم، کمپیوټر ته کېناستم، یوه لوستي ملګري مې لیکلي و، “پښتانه ډېر فرهنګپاله، مېلمهپاله او ناموسپاله خلک دي.”
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ