خان ګل ته چې پلار څنګه کوزده وکړه، ایران ته په قاچاقي لاره ولاړی، څو ولور وګټي او خپل عزت راخوندي کړي. هغه ستړی و، خو هیله یې درلوده چې ښه ژوند به ولري. څو کلونه یې په ایران کې سخت او درانه کارونه وکړل. یو ورځ ناڅاپه له لوړ منزله رالوېدلی، لاندې د لرګي په تخته په ملا نښتی دی. بس چې رب نه وي وژلي، ژوندي به پاته وي.
خان ګل خدای بیا هم ژوندی پاته کړ، خو نیم ژوندی و. له نامه پورته یې لاسونه، سر، مخ او هر څه روغ ول، مګر تر نامه لاندې یې وجود داسې و چې مړ دی. نه یې په درد پوهېدی او نه یې حرکت ورکولای شو. د ایران ډاکټران ورباندې تیر شول، ډېرو نورو ډاکټرانو ته هم ورغلی، بس همدغسې پاته شو.
خان ګل کور ته راغی، پلار یې د خان ګل د خسر کره ورغی، ویل زما زوی خو دغسې شو، چې څه ډول ستاسې خوښه وي. هغسې به وکړو. د خان ګل خسر ډېر نېک انسان و، ویل دا پرېکړه به مې لور وکړي، شکر چې ستاسې زوی خدای ژوندی پاته کړ.
نجلۍ پلار ته وویل چې دا هر څه د الله له لوري شوي او زه مې خپلې پرېکړې ته تل په لوړ سر درېږم، څنګه چې یې مخکې مېرمن وم، اوس به یې هم یم او د ژوند تر پایه یې پالنه کوم.
د ناوې خبرو ته یې د پلار او خسر په سترګو کې د خوښۍ اوښکې راغلې. ناوې له کوټې ووتله، دواړو مشرانو تر ډېره مجلس درلود.
یو کال وروسته چې خان ګل لږ راروغ شو، له دود سره سم یې واده وشو، خلک د ناوې دې سرښندنې ته حیران و چې د خپل خاوند پالنې لپاره یې د ژوند دې اوږده بار ته اوږه ورکوله.
خان ګل نور رک روغ و، خو تر نامه لاندې یې بدن هېڅ فعالیت نه شو کولای. څو کلونو وروسته د خان ګل پلار هم مړ شو، خو تر مرګ مخته یې پلار خپله او د خان ګل برخه له نورو زامنو راجلا که. ځکه چې هغه د خوارۍ او کار څوک نه درلودل. بس کښت او کروندې ته سره کېناستل.
خان ګل په ځان او مېرمنې ښه خوړل، ښه جامه یې اغوسته، ښه ژوند یې درلود. یوازې د اولاد کمی و، چې د عمر تر پایه یې دا هیله پوره نه شوه. شینخالۍ یې په مېړانه پالنه وکړه، تور ویښته یې ورسره سپین کړل. دنګه او ښایسته ځواني یې د یو بل په پښو شل انسان له نومه ځار کړه.
خان ګل د عمر په اخیر کې څو کاله په ځای کې پرېوت، وجود یې داسې ولګید چې یوه میاشت به په یوه اړخ پروت و، غوښې یې له وجوده پخپله جلا کېدې، پوست یې خوړین شوی و، مګر بیا هم شینخالۍ صبر وکړ او ځان یې د هغه لپاره د مزدورې غوندې ستړی کړ او هغه ته یې ډاډ ورکاوو چې هر څه ته دې لکه یو نارینه سرتېری چې له سنګر ساتنه کوي، زه به ستا د وجود هغسې پالنه کوم، چې ته هېڅ داسې احساس نه کړې چې یوازې یې.
له شینخالۍ سره تر څلوېښت کاله ګډ ژوند وروسته، د جمعې په ورځ سهار وختي په کلي کې اعلان وشو، چې خان ګل مړ شوی، ځوانان دې هدیرې ته او سپینږیري دې د لمانځه ځای ته ځانونه راورسوي. له دفن کېدو وروسته یې پوخ خیرات هم شته.
مور ته مې مخ راواړوه وام هغه دوا نه درلوده دوی خیراتونه پسې کوي، ویل هغه خان ګل خپل ټول جایداد، باغ او کرونده د شینخالۍ په نوم کړل، هغې څه برخه خرڅه کړې، اوس یې پسې خیراتوي. دعا مې وکړه، ماول ربه ټولو انسانانو ته دغسې مېړانه او شفقت ور زدهکړې چې خلک یې ښه یاد کړي او تل دعا ورته وکړي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ