یوه ورځ تر ناوخته په کتابتون کې وم. رسیماتو ته لا یو ساعت پاته و، ډله محصلین کتابتون ته راننوتل، ځوږه یې وه، د کتابتون له اداري کارکوونکو سره یې خبرې وکړې، هغوی په نوبت کښېنول، کارتونه یې ورته جوړول چې هر وخت یې د راتګ پر مهال له ځان سره ولري. کېناستل، له ځنډ وروسته یوه ځوان، چې لوړ قد یې و، تور غټ ویښتان یې ګرد جوړ کړي وو، دواړې پښې یې په سختۍ ورسره اخیستې، راغی.
تر پایڅو لاندې پونډۍ او پښې مصنوعي ښکارېدې، نری لینګی یې په کلکه زیړه مساله کې تاو و. ټولګیوالو سره د کارت جوړولو ته انتظار شو، اشاره مې ورته وکړه، راغی زما مېز ته مخامخ په لرګینه چوکۍ کېناست.
ـ تازه را کامیاب شوی یې!؟
ـ هو، یوه اوونۍ کېږي چې درسونه شروع شوي دي، تدریسي مدیر ویل ولاړ شئ، د کتابتون کارتونه جوړ کړئ.
ـ ښه ډېر ښه، خو ته ناوخته راغلې!
ـ هو، یو ځای را روان شو، خو زما پښې…
خبره یې ودروله، سر یې ښکته کړ، له تندي یې ویښتان واړول، بیرته یې خبرې شروع کړې.
ـ نه شم تلای، په دوی پسې ورو را روان وم. زموږ پوهنځی له عمومي دروازې ډېره لیري ده، بېخي ورسره په تکلیف یم.
ـ پښې ولې داسې شوې؟
ـ پنځه کاله تر مخه، یوه شپه زما مور ډېره ناروغه وه. پلار کلي ته په ټکسي پسې ولاړی، دوه ساعته وروسته د کور دروازې ته موټر هارنونه ووهل. پلار د سرای منځته راغی؛ موټروان د موټر د منځ څوکۍ هواره کړه، مور یې اوږده ورباندې پرې ایستله. پلار او کاکا مې له مور سره او زه مخته له موټروان سره په څوکۍ کېناستم.
نرم باران اورېده، برف پاک د اینې یو خوا بل خوا تاویدی. له کلي وواتو، د موټر څراغونو ته لرې، سوی په کرونده کې منډې وهلې، پاخه سړک ته کمه لاره پاته وه، چې موټر په ماین برابر شو.
محصل ته مې روڼې نیولې وې، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، د غاړې دسمال یې سترګو ته ونیو، دوې دقیقې دغسې کېناست هېڅ خبره یې نه وکړه، وروسته یې وویل:
ـ پنځه ورځې وروسته زه په حال راغلم، څو ډاکټران مې سر ته ولاړ و. کاکا ښکته دیواله ته ځان تکیه کړی و. ډاکټر ویل وضعیت یې اوس ډېر ښه شوی، د پښو غم یې تاسې مه کوئ. کاکا راکتل، خو هېڅ یې هم نه ویل. لاس مې ورته وښوراوه، مګر داسې و لکه را نه خپه چې وي. لنډه به یې کړم پنځلس ورځې نور هم په روغتون کې وم. په دې ورځو کې مې پلار یوار پوښتنې ته راغی، ویل مور دې اوس تر پخوا ډېره ښه ده، موټروان شهید شو او ته په دغه حال یې. د موټروان کورنۍ مې تر سترګو تیره کړه، واړه اولادونه یې زما تر مخ ګرځېدل، بیرته به مور رایاده شوه، چې اوس به له ناروغۍ سره څنګه شوې وي.
چې رخصت شوم، دوې لکړې یې راکړې، ورباندې تلم، خو پښې یې راڅخه پرې کړې وې، دا مصنوعي پښې دوه کاله کېږي، ماما له پاکستانه را ته راوړې دي، لکړې مې بیا نه دي کارولې.
شکر مور مې ښه وه، خو زما حالت ته مور و پلار دواړه ځورېږي. زه یې بیرته ښوونځي ته بوتلم، ډاډ یې راکړ او تر اوسه راسره دي، پوهنتون هم د دوی لپاره وایم.
ـ بې مور و پلاره ژوند نیمګړی دی، شکر چې دواړه لرې. ته هم درسونه ووایه، که په هر قیمت وي، د هغوی هیلې پوره کړه.
ـ انشاالله، کوښښ خو کوم.
ما به نور مجلس ورسره کاوو، هغه د کتابتون مدیر ورته راغږ کړل، چې د کارت کارونه یې نور خلاص دي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ