په سنتو برابر دوکاندار، غل وخوت

په کلي کې یو ښه عادت دادی که پیسې وي، که نه وي تر یو څه وخته ګذاره کېږي. داسې کلک هر څه نه درېږي، لکه د ښار چې سهار پیسې نه وي، ماښام ټول کور دغسې سره ناست وي. په کومه ورځ چې کار وشي، په همغه ورځ کور یو څه وي، کنه کار ولاړ وبوله.

له دوکاندار سره مې خبره کړې، تر اوسه مې باور نه دی بایللی. زه ډېر وخت په مسافري تیروم بیا چې یې کور هر څه پکار شي، هلکان ورځي ترې راوړي یې. کله چې ورسم حساب ورسره کوم، که پیسې راسره وې، حساب یې خلاصوم کنه بیا پاته وي.

اولادونه شکر کنټرول دي، د کور له سودا ماسېوا ما تر اوسه د دوکاندار په کتابچه کې داسې څه نه دي لیدلي چې دوی دې ځانته را اخیستي وي. فقط د کور لپاره چای و خوږه، غوړي او ترخه ترې راوړي.

هغه ورځ د کلي په دوکان کې ناست وم، یو هلک راغی سودا یې کوله، شیان یې ډېر واخیستل. دوکاندار کتابچه راواخیسته، پسې وې لیکل. وام خیر یوسې ډېرو ته چلاو ورکوې، هر وخت پیسې نه وي، ښه دی چې ته خدای په دې خلکو مهربانه کړی یې.

ـ ولا سخته وي، اوس موږ ته په بازار کې په هغه رکم ډېر قرض نه راکوي. زه ډېر خلک نه سم چلولای، چې لس نفره پرله پسې قرض یووسي، دوکان مې خالي وي. کورونه غټ دي، سودا یې ډېره وي، حسابونه د باغ تر حاصلاتو معطل وي. چې خرڅ یې کړي بیا پیسې راوړي.

یو بل کلیوال راغی، ویل د تیر کال لوبیا مې خرڅه که، ارازنه مې هم ورکه، راسه چې دا حساب سره وکړو. دوکاندار کتابچه راواخیسته. ویل کورودان لاس مې بېخي بند و، ښه دی چې راوړې دې دي. دوکان خالي دی، که دې پیسې راکړې، سودا به هم راوړم.

ما تسبیح اړولې، وروسته یې سره نارې سوې، کلیوال ویل په کور کې ټول پنځه تنه یم، دومره پیسې له کومه سوې؟ دوکاندار قسمونه خوړل چې دا هر څه دې وړي دي، ډېر وخت وسو، تاسې چې شیان وړئ، نه یې نرخ ته ګورئ نه یې اندازې ته، تمامه ورځ کوچنیان رالېږئ، خالي لاس مې نه دې درلېږلي.

کلیوال بدي ورځي کولې، چې دوې میاستې مخکې مو حساب سره کړی، غنم خپل لرم له چای او خوږې پرته یې بل شی نه دي وړي، خو حساب تر دیرش زره اوښتی دی.

ور ګډ سوم، ارام مې کړل. ماول حساب به بیرته له سره وکړو، لږ یې ساړه خورئ، دا خو دومره خبره نه ده، خامخا به خطا وتلي یاست. کتابچه او حساب ماشین مې راواخیستل چې سره جمع مې کړلې، پنځوس افغانۍ یې فرق و. کلیوال ته وام تا باید له ځان سره هر څه لیکلي وای، نن به دې شک نه و. دوکاندار ته وام ته لږ فکر وکه، دا سړی خو سم وایي چې کور کې کم دي، دا خو ډېرې پیسې دي، دومره سودا به یې نه وي وړې.

دوکاندار قسمونه خوړل چې زه خو یې له ځانه نه پسې لیکم، دا شیان یې وړي دي. کلیوال نیمایي پیسې ورکړې، ووت ویل نور به بد وکړم چې سودا به یووسم. ما څادر راواخیست، راووتم.

مازیګر مې د جومات تر مخ کلیوالو ته جنجال بیان کړ؛ ډېرو دوکاندار ملامت باله. ویل دا پنځم کس دی چې دغسې شک یې ورباندې راغلی، د نغدو پیسو او قرضو والاوو ته یې نرخ هم جلا دی، څوک چې قرض ترې وړي، شل و دیرش یې ګرانه ورکوي. خو خدای یې ترې باسي، پرون یې لنګه غوا مرداره سوه.

ما په دوکاندار ډېر ښه ګومان کړی و، ځکه تل مې په جومات کې لید، د کلي په هر خیر کې به شریک و، ږیره او سپین کالي یې بېخي په سنتو برابر وه.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000