ناچاري او د ښاروالۍ مزاحمتونه

ذهن ته مې راغلل چې خور دې له ډېره وخته وروسته راغلې، باید ورسم. ساعت ته مې وکتل، د غرمې یوولس بجې وې. ستړی وم، مازي مې بهانه جوړوله چې نور باید کار بس کړم. ماسپښین ناوخته چې ګرمي لږ کمه سي را به سم.

له ملا مې څادر خلاص کړ، بېلچه مې په اوږه کړه، را روان شوم. په چوتره سیوري ته یخ منګی پروت و، ورته کېناستم، څو پیالې اوبه مې وڅښلې. تبسم لورکۍ په نیمه ژبه پوه کړم چې عمه ورته د ساتیرۍ شیان راوړي دي.

کوټې ته ننوتم، مور مې مخامخ بالښته ته ناسته وه، زما مشري خور زرلښتې د کړکۍ ژۍ ته تکیه کړې وه. کېناستم زرلښتې د خپلې مجبورۍ کیسې کولې، مور د خپل کور هستۍ او نیستۍ ورته ویلي.

مور ولاړه شوه، وای زه به وګورم چې اینګور مې څه شی پاخه کړي دي، تاسې تر هغو خپل بانډار وکړئ. تبسم مې له غیږې لیري کړه، زرلښتې ته وام خورې څه حال مو دی!؟

زرلښتې د ټيکري پيڅکه په سر سمه کړه، وې ویل:

ـ شکر خیرت دی، که رښتیا ووایم مازي ساه تر سپږمو باسو. شیان ګرانه دي، پخوا به چې هلکانو هر څومره لږ کار کړی و، کور ته به یې مزغنه سودا راوړه. اوس تمامه ورځ دا سرې ټکنۍ ته ولاړ وي، ماښام له وچې ډوډۍ او ترکاري ماسېوا په سترخوان شی لا نه وي.

ـ خورییونه په څه اخته دي؟

ـ هغه مشر د میوې جوس جوړوي او دا بل بیا له مارکیټه مېوي راوړي، هغه خرڅوي.

ـ نو بیا خو شکر ښه یاست، دا خو ښه کار دی، سودا یې هم کېږي او ګټه هم لري.

ـ ښه دی، خو اوس یې د پخوا په رکم خونده نشته.

ـ نو څه فرق راغلی دی، د دوی ګاډۍ خو نه کرایه لري او نه نور مصارف، ګټه څنګه نه شي ترې ایستلای.

ـ وروره یو خو میوې ګرانه سوې دي، چې میوې ګرانه سي بیا خو نه ور خرڅېږي. که له چا سره پیسې وي، خو اخلي یې کنه دا خو اوړه او غوړي نه دي چې مجبوریت ورته لري. بل ښاروالي وال یې هم نه پرېږدي.

ـ نو هغه یې څه کوي؟

ـ د دوکانو کرایې پورته دي، ټول خلک د سړک په سر شیان خرڅوي. ښاروالي والو ته روپۍ هم ورکوي، خو هغوی بیا خپل وخت ورته ټاکلی دی چې ماسپښین ناوخته به راځئ. څوک چې بې وخته راغلي وي او ورباندې راسي، ټول شیان ځنې وړي.

ـ بیا خو ولا تکلیف دی، چې سودا نه وي، نو ګټه به له کومه سي!؟ په ښار کې چې کار نه وي، ژوند سخت دی، ځکه چې هر څه په پیسو دي: کور کرایه، برق، اوبه… پلار یې کانه کار ته نه سي تلای!؟

ـ ایران دې خدای غرق کړي، پلار یې په څاګانو کې ځان د ټول وخت لپاره شلی کړ، اوس په جی(ځای) کې را ته پروت دی. ابله ورځ یې له هغه غټه هلکه ګاډۍ دې ښاروالۍ والو وړې وه، دونه(دومره) څوک نه و چې تر حوزې ورسره تللی وای.

ـ نو بیا یې ګاډۍ ځنې راوسته!؟

ـ ډېر پسې ستړي سو، ټولې دروازې مو وټکولې، هېچا ته یې نه ورکوي، اوس مې هلک د بل چا ګاډۍ په کرایه راوستلې ده.

د خلکو غریبي او د دولت نازونو په زړه کې وځورولم، خو د هغې له مخې مې څه نه ویل، فقط یو د درواغو ډاډ مې ورکړ چې هر څه به خدای سم کړي. هلکان باید کار وکړي، اوس لا ځوانان دي، هر څه یې په وس پوره دي.

رووف ناصري

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000