په دولتي روغتونونو کې امکانات صفر شوي

روښان زنګ راوکړ، ویل تیره جمعه هم نه وې راغلی، دا جمعه به حتماً راځې. له کورسه ناوخته راغلم، ستړی وم. ما ویل، نیمه ورځ په پوهنتون کې استادانو ستړي کړي یوو، مازیګر کورس وي؛ ماښام داسې یم چې ولاړیدای نه شم. د جمعې په شپه په دې خاطر کېنو، چې لږ پام غلط کړم. که بې خوبه هم شم، د ورځې دومره وخت وي چې خوب وکړم. کور ته چې راغلم، مور و پلار ته مې وویل چې له روښان سره مې وعده کړې ده، نن ماښام هلته ځم، بیا ناوخته راځم. د مور نه وه خوښه، پلار اجازه راکړه، ویل که ناوخته و، بیا مه راځه. غله پیدا شوي، داسې نه چې درباندې پېښ شي.

له جامو بدلولو وروسته مې روښان ته زنګ وکړ چې در روان یم. د هغوی او زموږ د کورونو تر منځ دوې کوڅې دي، عمومي سړک مو یو دی. پنځه دقیقې وروسته په کوټه کې وم، ستړي مه شې مې وکړه، کېناستم. یو انجنیر باسط او بل ډاکټر نجیب راغلي وو. روښان او نجیب د کابل په استقلال روغتون کې تخصص کوي.

روښان په دولت نیوکې کولې، ما یې د روانو او پرمختیايي پروژو ستاینه کوله او د کابل ښاروالۍ مې د مکافات مستحقه وبلله. باسط وویل: د کابل-کندهار پروژه تر ټولو لویه پروژه ده، مګر په کوم ډول چې باید هغه سړک جوړ شوی وای، نه دی جوړ شوی. په کارونو به یې څوک سترګې پټوي، د وطن لپاره چې هره خښته ایښودل کېږي، باید ورباندې خوشحاله شوو، مګر په پروژو کې غلاوې او خیانتونه پریمانه دي.

نجیب د چایو ډکه پیاله له مخې لیري کړه، موبایل یې کېښود، پښې یې ورټولې کړې، بالښته ته یې ډډه ووهله، باسط ته په خبره کې ور ولوېد:

ـ که رښتیا سره ووایو، پخوا روغتیايي سیستم ډېر مخته روان و. پیسې ډېرې وې، د اکثرو دولتي روغتونونو معاشونه بهرنیو موسیساتو ورکول. معاینات په روغتون کې دننه ورته کېدل، که به کله کوم ناروغ عملیات درلود، هر څه په روغتون کې و، د پایواز لس افغانۍ مصرف هم نه کېدی. هر څه دومره زیات و چې ډېرو خو به ترې خرڅول هم، یا به یې ناروغانو ته دغسې ورکول، ځکه هغوی یې له شخصي درملتونونو د اخیستلو لپاره پیسې نه درلودې. مګر دا دوه کاله کېږي، ګورئ کابل د افغانستان پلازمینه ده او استقلال روغتون د کابل په زړه کې دولتي روغتون دی، باید هر څه یې درلودلای. مګر یوازې هغه خدمت لري چې یو ډاکټر او نرس یې کولای شي، نور د ورکړې او د استفادې وړ هېڅ شی نشته، چې ناروغ ته یې راواخلو. عملیات ډاکټر کوي، خو د نشه کولو پیچکاري لا نه لري. نرس چې ټپ پټۍ کوي، ساده سپینه خاصه نشته، یعنې هر څه ناروغ ته له دباندې په شخصي پیسو راغوښتل کېږي. ډېر غریبان هېڅ توان نه لري. دوی په دې نیت دولتي روغتون ته راځي چې پیسې نه لري، متاسفانه په دولتي روغتون کې له ډاکټر پرته نور هېڅ نه وي، معایناتو خو اول ډېر ساده معایناتو کوي، شل افغانۍ د ډاکټر فیس ځنې غواړي.

خلک په ډېره تمه راځي. داسې غریب خلک راځي، چې له درملتون څخه د یوه سیروم د رانیولو وس هم نه لري، نوره نسخه خو بېخي نه شي اخیستلای. کله کله دوا ورته ولیکو، دومره دوا راوړي چې پیسې ورسره وي. یو ساعت دوو لپاره ناروغ ښه شي، بیا خدای خبر چې څنګه به وي. ځکه دوا موږ نه لرو او د اخیستلو لپاره دوی پیسې نه لري. یوازې دومره یې کړي چې ناروغ له شدید درد او سخت حالت څخه ورباندې راووځي. عملیاتونه زیات وي، په عملیات خانه کې د استفادې داسې شی نه وي چې ناروغ ته پکار باندې راشي، بیا یې ورته ولیکو، هغه یې له نورو شخصي درملتونونو څخه راوړي.

ډېرې خبرې مې په ذهن کې وې، خو د روښان زوی سترخوان خپور کړ، ډوډۍ یې راوړه، ټول ور بیرته شوو.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000