استاد تر ناوخته درس راکړ، چې راووتم پوره یوه بجه وه. په پوهنتون کې یوازې زموږ د ټولګي محصلین پاته وو. د پارکنیګ وال ته مې لس افغانۍ ورکړې، په بایسکل مې پښه واړوله، اطاق ته روان شوم. زما اطاق په یارانه مارکیټ کې دی، له پوهنتون ډېر لیري دی. تګ راتګ کې به ګرمۍ نفس راوکېښ. اطاق ته راغلم، یو کلیوال سړی ناست و، وروسته مې یو بل اطاق وال را ته ویل چې د جانباز پلار دی. ډوډۍ تیاره وه، دوی ما ته منتظر و.
د جانباز له پلار سره مې ستړې مه شې وکه، د اوبو ګیلاس مې ورته ونیو.
ـ زویه نه یې کوم، جانباز به چای په کېږدي.
ـ چای خو ګرمي ده، ځکه مې اوبه در ته ونیولې.
ـ له دې بلاوهلي سره داسې عادت سوی یم، چې اور بلېږي هم غواړم یې، زویه ته دې نوم را ته ووایه.
ـ نصرت. دلته پوهنتون وایم.
ـ شاباس. نصرته دا جانباز درسونه وايي، که دلته هم بانډارونه کوي.
ـ د جانباز نو بې ګپې او بانډاره نه کېږي. خو خواريکښ دی، درسونه نه قضا کول. ته څنګه راغلی یې!
ـ ما چې تیر کال انځر خرڅ کړل، نو مې لس جریبه ځمکه واخیسته، برمه مې پکې ووهله، اوس به شمسیانې او سمرسېبل ورته واخلم، په هغه پسې راغلی یم.
ـ دا خو دې ښه کار کړی، کاریزونه مو وچ دي، که څنګه؟
ـ زویه خو کلونه وچ دي، دا څو کاله کېږي، د کلي کاریز مو وچ دی. د ټولو په برمو ګذاره ده. هغه هر کال اوبه ښکته ځي. پخوا به اوبه په پنځوس یا شپیته متره کې وې، اوس خبره له سلو پورته روانه ده. داسې څاګانې سته چې تر یو نیم سلو پورې وهل شوې دي.
ـ خود خو چې څومره اوبه راخیژي، هغومره د اوبه سطحه ټیټېږي او اوبه کمېږي. په کلي کې نږدې برمه لرئ، چې اوبه ترې یووسئ.
ـ نه. زویه له اوبو سره سخته په تکلیف یوو، لیري یو بل کلی دی، له هغه یې راوړو. تمام کال مو دغه حال وي؛ په یخ، ګرمۍ، واورو او بارانونو کې پسې روان یوو. په کلي کې څو د اوبو ټانکرونه دي، که د چا وس وي، خو هغه ته پیسې ورکوي؛ کنه د لاس په ګاډۍ کې یې راوړي یا خره پسې بیایي.
ـ نو چې دا دومره تکلیف کاږئ، خو د کلي لپاره د اوبو یو غم وخورئ.
ـ ولا دغسې ده. ښځې، ماشومان او لویان ټول روان وي. د بې اتفاقي دې زوی مړ شي، دوه واره سپینږیري سره کېناستو مګر نه سره جوړېږو.
ـ حکومت در خبر دی، تاسې عریضه ورته کړې ده!
ـ حکومت خو خبر دی، ورته ویلي مو دي. یوه میاشت مخکې موسیسې وال راغلي وو، ویل ژوره څاه درته وهو، ټانکۍ درته ږدو، ټول کلي ته به اوبه ورکوي. تاسې فقط ځای او ځمکه رامعلومه کړئ.
ـ نو بیا څنګه سوه؟
ـ کلیوال څو ورځي سره ناست وو، په ځای او ځمکه نه سره جوړېدل، د موسیسې وال بیا نه دي راغلي.
ـ کاکا دغسې مه کوئ، تاسې ځانته په خپله تکلیف جوړ کړی دی. لږ سره کېنئ، د اوبو یوه غمه وکړئ. دا خو ډېر زحمت دی چې هره ورځ لیري بل کلي ته په اوبو پسې ځئ.
ـ زویه بده خبره دې ولاکه کړې وي، ماښام به که خیر و، مجلس کوو. زه او جانباز به بازار ته ولاړ سو، که قسمت و، سبا به بیرته کور ته ځم.
سپین ږیری ولاړی، خو زما لا تر اوسه اندېښنه ده، وام هغه چې د اوبو راوړلو توان نه لري، یا یې په ماشومانو راوړي، څومره به په تکلیف وي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ