ښوونکی او سرکاریګر

تیره اوونۍ کور ته نه وم تللی، کارونه زیات و، ماول راتلونکې پنجشنبه به ولاړ شم. دوولس بجې مې امریت ته خپل اونیز راپور تسلیم کړ، تر یکشنبې مې اجازه راواخیسته، راووتم.

د مازیګر لمونځ مې د ولسوالۍ په بازار کې وکړ. کور لپاره مې لږ نوره سودا هم واخیسته. تر بازار ووتم، په لاره کې یو نفر چې ملا یې په څادره تړلې وه، لنګوټې یې ګڼ کوتان درلودو، لاس راکړ. ورته ودرېدم، له څه ویلو پرته موټر ته راوخوت.

ـ کاکا تر کومه ځایه ځې؟

ـ تر دې نږدې کلي ځم، شکر چې راغي، راباندې ماښام و.

ـ خیر اوس به دې ژر ورسوم. د خامه سړک تر څنګ په بوټو کې نرۍ د بایسکل لاره وه. په عمر پوخ سړي، په زحمت پایډلونه اړول. شمله یې باد شاته غورځوله. زما تر څنګ ناست سپین‌ږیري، د بایسکل وال ته لاس پورته کړ، سر یې ورته وخوځاوه. ورته وام کاکا دا دې لکه چې شناخته و؟

ـ یو ځای اوسېږو، ملګری مې دی.

ـ یا ته هم ښه یې، لکه چې ښه نږدې ملګری دې دی، که څنګه؟

ـ معلیم شمس الله زما همزولی دی، مکتب یې ویلی دی. اوس زموږ د کلي په مکتب کې د پښتو معلیم دی. پلار یې فاروق نومېدی، هغه هم د پښتو معلیم و. په ژمي به یې شاګردانو ته خط ور زده کاوو.

ـ نو تا مکتب نه دی ویلی؟

ـ یا. پلار مې په وهلو او ډبولو ور لېږلم، خو زما نه زده کېدی، هره ورځ به د معلیم فاروق تر درنو څپېړو لاندې وم. زما او د شمس الله پلرونه له یو بل سره ډېر پاخه ملګري وو. معلیم صاحب به زه او شمس الله هره ورځ په بایسکل مکتب ته وړلو. پلار مې تشویقولم، خو ما درس نه وایو. له پلار سره به د کلي کاریز ته تلم، اوس زه سرکاریګر یم. پلار مې لکړه لګوي، جومات ته یې زما زوی خالد بیایي.

معلیم فاروق دې الله وبښي، په ځوانۍ کې یې زړه ودرېد، د مکتب له ادارې یې د ولسوالۍ کلنیک ته یووړ، له هغې خوا یې مړ راوړ.

ـ نو بیا شمس الله مکتب څنګه ووایو؟

ـ شمس الله هغه وخت را ځوان شوی و. زحمت یې وایست؛ د غنمو لو یې کاوو، بزګري یې کوله، روزانه یې نه کریابوله، مکتب ته هم تلی. مور یې ستن او تار راواخیستل، د نورو ښځو ګنډونه او خولې یې په بیه ورګنډلې.

ـ اوس یې ژوند څنګه دی، تا یوه ورځ راغږولی دی؟

ـ زه یې وینم هوسا دی، عزتمن دی، څلور اولادونه لري، په تنخوا یې کور ښه چلېږي. مګر زه د ملا له دردونو د ورځې ناسته نه لرم او د شپې خوب. خلک یې احترام کوي، یو نیمه عریضه هم ورباندې لیکي، خلک ترې مشورې اخلي او د کلي په ښه او بده کې همیشه حاضر وي. هره ورځ سره کېنو، زه یې له نازه معلیم شمسو بولم.

ـ کاکا نو اوس به د تعلیم ګټه درته معلومه شوې وي؟ هغه فقط مکتب ویلی، ژوند یې تر نورو ښه دی، دا چې نوره زمینه ورته برابره شي او درسونه ووایي، انجنیر یا ډاکټر شي، خو د ټول کلي به کار ورسره سم وي.

ـ دا مې وعده ده چې له لوږي مرم هم اولادونه له مکتب څخه نه راګرځوم. بس دلته به زه درڅخه ښکته شم، خو ته به هم نه ځې، مېلمه مې شه، نن شپه له ما سره وکړه؟

ـ خدای دې خیر درکړي، بس چې هسې ځان ورسوم.

سړی ښکته شو، تر کوره د دې سړي او معلیم شمسو په فکر کې وم چې تعلیم یو بشپړ ژوند دی، چې څوک ترې محروم دي، څومره یې ارمانجن دي او د تعلیم یافته او بې تعلیمه ژوند څومره توپیر لري.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000