هدیره

د لمر سترګه د غره سر ته رارسېدلې وه، د سپورټ دريشي او بوټونه مې را واخیستل. په موټرسایکل مې پښه واړوله. د کلي پر سر د فوټبال میدان و، هلته ولاړم. جامي مې بدلې کړې، جمیل توپ زما خوا ته وغورځاوه. د ملګرو له ویش وروسته، تمرین پیل شو. د یوې خوا لا پنځه دقیقې پاته وې چې د مسجد په لاوډ سپېکر کې پوکی وشو او په ډډ غږ یې وویل: صدیق کاکا په حق رسېدلی دی، ځوانان دې هدیرې ته ولاړ شي او سپین ږیري دې د جنازې لمانځه ته ځانونه راورسوي. دا لفظونه درې واره تکرار شو او په اخر کې یې وویل: اناالله و اناالیه راجعون.

ملګري خپه شول، ویل صدیق کاکا خو روغ جوړ و، خدای دې خیر کړي. زموږ د ټيم ګول ساتونکي تر لستوڼو لاسونه و ایستل، د ګریوانه تڼۍ یې په تلوار وتړلې؛ ویل صدیق کاکا خو له پرون ماښام راهیسې کور ته نه و راغلی، دا به چیرته مړ شوی وي. ځینې ملګري پر موټرسایکلونو او پاته په پښو هدیرې ته روان شول.

لرې د ګڼو ترخو(د هدیرې بوټې) تر منځ ځوانان ولاړ وو، دوو یې په منځ کې کولنګ واهه. چې ورغلو، چا کولنګ ور واخیست، چا بېل‌چه. هېچا څه نه ویل؛ لري د سپي غپا اورېدله کېدله.  له نوبت وروسته مې په خان ګل سترګې ولګېدې، مخامخ یې کوچني دېواله ته تکیه کړې وه. ورغلم، له روغبړ وروسته مې وپوښت، خان ګله څه کیسه ده، حال ورباندې لرې؟

خان ګل په تُف کړي نصوار، پښه تیره کړه، وې ویل: تر اوسه یې پوره درک نه دی، معلوم. پرون ماښام له لمانځه وروسته کور ته نه و، راغلی. نن مازیګر یې جسد د عبدالصمد له باغ سره پروت و.

ـ حال ورباندې لرې څه ډول یې مړ کړی دی؟

ـ څه ووایم، د جومات تر مخ کلیوالو ویل چې بدن یې د کتلو نه دی، هډوکي یې مات دي، سوځول شوی دی.

ـ ولې، دا کوم نامسلمانه داسې ظلم ورسره کړی دی؟

ـ نه پوهېږم. صدیق کاکا ډېر له بدو لري سړی و، تل یې د نورو خیر غوښت، د کلیوالو سره په هر غم او درد کې شریک و.

ـ رښتیا هم، زموږ تره یې هر وخت صفتونه کول. دا بې رحمه خلک څنګه له خدایه نه ویرېږي. د هغه واړه بچیان یې بې پلاره کړل. د صدیق کاکا له خپلوانو یو تن چې سپین کالي اغوستي و، په څادره یې لونګۍ تړلې وه، ټولو ته د سخات پنځوس، پنځوس افغانۍ ووېشلې.

د شناختو په سرونو پسې رنګه دسملونه غورځېدل، د ټکټر په ټیله کې له جنازې سره لسګونه کسان شاوخوا ناست وو. له هدیرې تر کلي د موټرو قطار راروان و. جنازه یې راوړه، د مړي تر سپارلو وروسته، ملاصاحب ټول د قبر له عذابه خبر کړل، اوږده دعا یې وکړه، وروسته ټول له هدیرې کورونو ته ولاړل.

سهار چې کوټې ته ورغلم له پلار سره مې څو کلیوال ناست وو. پلار مې بسترې ته تکیه کړې وه، تسبیح یې اړولې. بشیر د صدیق کاکا د وژل کېدو په اړه خبرې کولې. ویل له وکیل ایاز سره یې په ځمکه دعوه درلوده، بل خو یې څه بد نه درلودو.

نصرالله یې په خبره کې ور ولوېد، ویل دعوې خو ټول سره لرو، سره وژنو خو به نه. که یې د ځمکې په سر وژلی وي، له ما یې ولاکه وخوري. پلار مې د سر په اشاره پوه کړم چې باید له کوټې ووځم.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000