کاکا مې پنځلس اولادونه دي، زه یې په اولادونو نیوکه کوم. ورته وایم که دې درې یا پنځه اولادونه وای؛ په هر څه پسې به یې رسېدې. جامې به یې تر هر چا ښې وې، خبرې به یې تر هر چا ښې زده وې، نه به ته ستړی وې، نه دوی. اوس یو په ایران ګرځي، دوه په پاکستان کې مزدورۍ کوي، دا نور واړه په یوه بل ولایت کې په روزانو او میاشتنۍ تنخوا اخته دي. په ټولو دومره برابروي چې د کور تیاره شپه ورباندې رڼه کړي. کاکا ته مې ویل چې فقط اوړه، غوړي، چای و خوږه در برابروي، نور خو تر تا پورې یو هم د ژوند داسې سهولت نه لرئ چې هغه تر عادي ډوډۍ دې اضافه وي. یوازې همدا خوراک او څښاک دی.
دوې مېرمنې یې دي، چې نوې یې را واده کړې، لومړۍ مېرمنې ته یې بیا سم سلام نه دی ور اچولی، دلته یې هم ځان ګناهګاره کړی ځکه چې مساوي حقوق نهشي ورکولای او هم یې هغې ته داسې احساس ورکړی چې هغه په کور کې هسې یو اضافه شی دی، نور هېڅ ارزښت نه لري.
اولادونو ته یې هم په هغه سترګه نه ګوري، لکه د نوې ناوې اولادونو ته. هغوی هم دا احساسوي چې دی ګواکي یوازې د هغه نورو ناسکه وروڼو او خویندو پلار دی.
واورې لا نه وي شروع، خو هواوې یخي شوې، د لاندې پسه مې تازه حلال کړی و. مازیګر هلکانو کبابونه پخول، ینه یې سره کړې وه. ما څو همزولي، د جومات ملا او سپین ږیري راوغوښتل ځکه دا مېلمستیا په یخو سیمو کې رواج وي. کاکا هم راغلی و. ناوخته چې مېلمانه ولاړه و، کاکا پاته و.
په تاوخانه نږدې سره کېناستو، زوی مې ښه تریخ شین چای راوړ. کاکا را نږدې شو، ویل کورودان نن مې لږ پام غلط شو، خدای دې تل په داسې نیکو کارونو پام که.
ـ خدای دې هر کله راوله، ته کله موږ پردی بللی یې.
ـ نه، هغسې نه وایم، خپل اولادونه مو ګڼم، ځکه تر زامنو مې تاسې ډېر عزت کړی.
ـ دا څه وایي، عزت به دې ولې نه کوو، د پلار پر ځای مو یې. د زامنو دې څه حال دی؟
ـ د زامنو به څه درته ووایم. هر یو جیب ډکوي، د کور په کیسه کې لا نه دي. هغه دوه واړه لا ما ته ناست دي، دا نور لویان غوږ نه ورباندې باسي. مازي ودونه ورته وکړم. ټولو ته شیان ور جلا کوم. هر یو به خپل کار کوي. لس زامن مې دي، په لس لارو روان دي، نه راګرځي او نه خبره مني. کله کله یې راوغواړم، چې سره کېنو، دوی ما ته لارښوونې کوي، حیران ورته تللی یم، چې زه د دوی پلار یم، که زوی.
اوس خو ښه زمانه شوه، ځوانان ټول پوهېږي، د اولادونو په راوړلو کې احتیاط کوي، ډېر اولادونه نه زېږوي. په دې چې ساتنه غواړي، خیر ساتنه او روزي به خدای ورکړي مګر پالنه خو حتما غواړي.
ـ خو هر وخت به مې درته ویل چې له دې زامنو به اخیر وژاړې، اوس دې خدای هدایت د نیکو ورته وکړي. خو هر یو یې باید زدهکړو چې د اولادونو راوړل اسانه دي، خو پالنه او تربیه یې بېخي سخته ده.
ـ ما به فکر کاوو چې باید تربور ته بېکسه نه شم، ټول به کار کوي، پیسې به ما ته راوړي، هوسا به یم. نورو ته به یې خیر رسېږي. هم به دنیا لرم، هم سړي، خو هغه تر پخوا اوس ډېر ستړی یم. نه د دوی جنجالونه ختمېږي او نه له نیستۍ خلاص شوي یوو.
ـ فکر مه ورباندې خرابوه، ښه خبره داده چې په کم اولاد راوړولو دې قناعت وکړ، لویان ټول ستا په نظر و، خو اوس پېښمانه دي. که هر بد رواج او کمزورۍ د بل وخت لپاره تکرار نه شي، هر څه به را ته اسانه وي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ