په ماشومتوب کې، د انا کور ما ته داسې و، لکه زموږ چې دوه کوره وي. تر دولس کلنۍ پورې مې شپږ کاله کور او شپږ کاله د ماما په کور کې تیر کړل. چې را لوی شوم، پلار به تهدیدولم، ویل نور دې هلته و نه وینم. غټ شوی یې، د کور کارونه پاته وي. شپه و ورځ ورک یې، مکتب خو دې بېخي په ذهن کې لا نه در ګرځي.
هغه وخت مینه او ګرانښت ډېر و، په انا ډېر ګران وم. په هر څه کې به یې زما برخه ساتلې وه. هغې دوه زامن درلودل او درې لوڼي. خاوند یې په پنځوس کلنۍ کې لار ترې بېله کړه، مړ شو. دا یوازې وه، هم یې د اولادونه پالنه کوله، هم د کور او کاله کارونه ور تر غاړې و.
د نیکه ډېر لوی کور و، وروڼه یې، اکاګان یې، د ډوډۍ او نیستۍ غم یې هغومره ډېر نه و. غله یې مزغنه وه، جایداد او ځمکې یې تر حساب تېرې وې. انا مې واړه زامن را غټ کړل، هغوی لویان شول، په کلي کې د ژبې او خبرو خلک ترې جوړ شول.
اوس نو د ژوند مصروفیتونه دومره ډېر دي، چې زه یو او بل اختر ورځم. مطلب ما هم ناځواني شروع کړې، خو هیره کړې مې نه ده. که ورغلی نه یم، له مور څخه یې د روغتیا حال اخلم.
تیر اختر ورغلی وم، بېخي د ګور په غاړه وه، لاس یې را کړ وې وپېژندلم. ماماګان مې هم راغلل کېناستو، ډوډۍ او چای مو سره وکړل، نور لمانځه ته سره ولاړو زه او دا سره کېناستو.
په لاس یې پوه کړم چې ور نږدې شم، ورغلم تر څنګ یې کېناستم.
ـ زویه! حال مې مه غواړه، مرم خو مرم، مګر چې د زامنو….
خبرې یې بندې شوې، ستونی یې راډک شو، انا ته مې وکتل، په مخ یې اوښکې را روانې وې، پلو یې ورته ونیو، اوښکې یې پاکې کړې، بالښته ته یې ملا تکیه کړه، ورو یې وویل:
ـ دوی اوس ټوکې راباندې کوي، کله کله را ته وایي، چې دادا څه وخت مړه کېږې، مګر دوی هغه څه هیر کړي چې ما د دوی لپاره وکړل. اوس یې اولادونه دي، تمامه ورځ له مېرمنو سره ننوتلي وي، ټوله ورځ دلته یوازې په دې خونه کې ناسته یم؛ نه څوک راځي، نه مې غږ اوري. کله کله یې سره جنجال وي، یو وای په ما یې څه، خو ستا مور ده، بل وای یا خو ته مشر یې، مور خو ستا کېږي. قسم حق نه راباندې لرې، زما اوس هم بده نه ورباندې لورېږي، دوی وېش سره کړی، خو زه وام چې دواړه دلته په غولي را ته ناست وای.
د انا د خونې کړکۍ د یوه زوی خوا ته خلاصې دي، دروازه یې د بل زوی په سرای کې ده. هغې ول چې کله ولاړه شم، تر کړکۍ دې یوه زوی خوا ته وګورم او د تر دروازه د بل زوی خوا ته چې دوی جوړ وي، زما به یو څو ورځي وي، یا به مې نه وي.
د اختر مبارکي یې راپسې زهر کړه، راووتم د انا ګیلې مې کور مور ته وکړې، هغه بل رکم خپه شوه. ځان سره مې وویل: هغه څوک لا هېڅکله مه هیروئ چې یوه ورځ یې ستا د ساتیرۍ لپاره دوه ګامه درسره اخیستي وي، د هغه چا هیرول خو بېخي کمزوري ده، چې رالوی کړي یې یوو، د ژوند لاره یې راښوولې، روزنه او پالنه یې کړې،پرېمنځلی یې یم، ناز یې راکړی او په سختۍ یې را لوی کړی یم. له هغه راهیسې مې له ماما سره بیا زنګ نه دی وهلی، ماول چې ته له مور سره دومره ناځواني کوې، نو زما په سر به څه ډال ونیسې.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ