مور زنګ را ته کړی و، چې ګولۍ درسره راوړه، هیرې دې نه شي. سږ پنځم کال دی چې زما پلار مړ شوی، دا هم د اعصابو په ګولیو روږدې شوې، له ګولۍ پرته ورباندې خوب حرام دی. دوه کاله یې یو رکم ګولۍ خوړلې، خو دا درې کاله تر هغو قوي ګولۍ خوري. درملتون ته ورغلم، عکس مې ور ښکاره کړ، دستي یې را ته راواخیستې، درملتون والا ویل دا خو اوس ټولو ته معلومې دي، ډېر خلک یې کاروي.
ـ څنګه یې ډېر خلک کاروي، تاسې ورکوئ، که ډاکټر ورته لیکلې وي.
ـ ډاکټر ورته لیکلې وي، یوه ـ دوې نسخې ټوله دوا اخلي، خو وروسته یوازې په همدې ګولیو روږدي شي. له دې سره ارامېږي.
ـ نو تاسې ډاکټر صاحب ته نه دي ویلي چې دا خو تیاره نشه ده، که یې نه و خوري، سرګردانه وي.
ـ ډاکټر صاحب وایي چې اکثره یې ستړي وي، مایوسه دي، شل و سل غمه لري، نیستۍ دي، کار نشته؛ هر یو له خپلې سرګردانۍ ورباندې اخته شوی دی.
ـ خبره خو یې پر ځای ده، مګر که یوه بله لاره ورته وښیي، ممکن ګټه وکړي. دا خو ټول سره تاوان دی.
ـ نورې لارې خو استراحت او میله کول دي، ګرځیدل دي، خو څوک یې وس نه لري. نه هغه رکم غذا څوک لري، کومه چې ډاکټر ورته ښوولې وي.
ـ بالکل. دا خو څوک په اسانۍ پرېښوولای هم نه شي.
ـ نه، هېڅکله نه. تیره ورځ یې له کلي یو د پنځوسو کلونو پوخ سړی، کلینک ته راوړ. بې چاره په لاره کې غورځېدلی و. ملا یې خوږ شوې وه، ژبه یې هم ژولې وه. ډاکټر یې د ناروغي تاریخچه ځنې وغوښته. کورنۍ یې ویل د اعصابو ناروغي لري، شاوخوا پنځلس کاله کېږي چې د ارامېدو یو رکم ګولۍ خوري. نن لسمه وه چې ګولۍ یې نه خوړې. کوښښ یې کاوو چې ځان ترې خلاص کړي، هغه د شپې ناوخته په باغچه کې غورځېدلی و، تر سهاره ورته منتظر شو، موږ ول را ښه به شي. هغه یې حالت لا پسې خرابېدی. ډاکټر د درد او ارام لپاره لږ دوا ورکړه، ویل سبا یې کابل ته د اعصابو متخصص ته یووسئ.
ـ دا خو ښې نه دي. زما مور او کاکا دواړه ورباندې روږدي دي. کاکا مې تېر کال ناروغ و، په کوټه کې تکړه د اعصابو ډاکټر چا راوښوو. ولاړو، ډاکټر د شپږ میاشتو دوا راکړه. یو رکم ګولۍ پکې د یوه کال لپاره وې. اوس ډېر ښه دی. خو تر اوسه لا دوا خوري، ګورم به چې دوا یې خلاصه شي، ګذاره به وکړي که، نه!؟
ـ نه. یوازینۍ حللاره یې داده چې تشویش و نکړي، مصروفه وساتل شي، خوشحاله واوسي، بل هېڅ اعلاج نه لري.
دوا مې راواخیسته راووتم. کور ته راغلم. مور ته مې ګولۍ ورکړې، دعاوې یې را ته کولې.
ـ زویه که ته نه وای، دا ګولۍ به چا راوړلې، چې نه یې وخورم، لیونۍ یم.
ـ مورې احتیاط ورسره کوه. که دې کوښښ کېږي، مه یې خوره. دا به دې لا پسې په تکلیف کړي. هسې یې ارام درکړی، مګر تر ګټه یې تاوان ډېر دی.
ـ څه وکړم، اوس خو ورباندې اخته یم. داسې عادت مې ګرځیدلی لکه د نشهیي.
ـ ورته و مې خندل، خدای دې ښه که.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ