کله چې سهار له مسجده راغلم، مور لا نیمه ډوډۍ نه وه پخه کړې، په سترخوان څو پاستې پراته و. وړې لورکۍ ترموز او پیاله په تکلیف رانږدې کړل. له ناشتې وروسته مې بېل راوخیست، باغ ته روان سوم. له کوره چې ښه لیري ولاړم، د باغ تر څنګ شپانه په کرونده کې ګڼ پسونه څرولو ته درولي وو.
ورنږدې شوم، هغه زموږ کلیوال مجید و. پنځلس کلن مجید شپني او معیوبیت داسې کړی چې وې وینئ، ته چې وا دیرش کلن دی. داسې معیوب دی چې پښې، لاسونه او سر یې تل خوځېږي او دی یې له کنټرول او درېدو څخه عاجزه دی. له معیوبیت سره مسکنت او ذهني فشار نور هم له خوارۍ او لویو کارونو کولو څخه بېبرخې کړی دی.
ورغلم، ماول لږ به یې راوغږوم چې څه حال یې دی او ژوند څه ډول ورباندې تېرېږي!؟
له ستړې مه شې او روغبړ وروسته ماول مجیده نه به ته له ستړیا خلاص شې، نه زه.
ـ یاره سردار اکا، منېکه دې بده خبره کړې وي، له ستړیا مې نفس وخوت. ټوله ورځ دغه پسونه دي او زه یم. که خالي پسونه وای هم فرق یې نه و، تر کور دباندې خوشحاله یوو.
ـ مجیده زویه دغسې به نه وي، کور خو کور وي چې هر رکم شي، ښه وي. کله چې مسافر شې، د کور په قدر به پوه شې. مجید ډانګ لیري، د لیښتي په ژۍ یې ځان تکیه کړ، کېناست. په پسونو یې لویه ناره وکړه، ماته یې مخ راواړوو.
ـ داسې ژوند دې چاته خدای نه ورکوي، لکه ماته چې یې راکړی. کله چې مې پلار مړ شوی، بیا چا د ترحم لاس په سر نه دی راتیر کړی. زه خو هسې هم خوار یم، خو زما له لاسه مې مور هم ځورېږي. وروڼه غوږ نه راته نیسې. هغوی چې کله ما وهي یا ښکنځل راته کوي؛ د مور مې ورسره جنجال وي، مګر دوی یې هېڅ پروا نه کوي. که کومه ورځ پسونه مړولو یا اوبه کولو ته و نه باسم، ډوډۍ نه راکوي.
مجید لږ ژغونکی شو، ما یې ژر خبره ونیوله.
ـ ګوره مجیده دا د ژوند امتحانونه دي، په هر چا راځي. یوه ورځ به له دې سختیو خوندي شې، ښې ورځي به ووینې. ته باید صبر وکړې، همت له لاسه مه ورکوه.
ـ نو دا د ژوند امتحانونه یوازې په ما راغلي دي، په دې حال دوی له ما څه غواړي!؟ لاس او پښې نه سم راټولولای، سر مې په یو حال نه تکیه کېږي. خبره بیا هلته لا پسې خرابه وي چې کله مې د مشرې وریندارې خبره نه وي، منلې. مشر ورور یې داسې را ته خواشینی کړی وي، چې بیا له ویرې دوې درې ورځي په مخه نه شم ورتلای.
ـ د دې تکلیف له وجې، کوم ډاکتر ته تللی یې، که یا؟
ـ پلار مې دوه درې واره په ولایت کې د اعصابو ډاکټر ته بوتلم، هغه ویل چې دغسې مریضان دلته نه تداوي کېږي. د معیوبینو په ریاست کې ځان ثبت کړئ، دولت یې بیا المان ته لېږي. هلته ولاړو، زه یې ثبت کړم، ویل بیا یې وخت ناوخته پوښتنه کوئ، ګوندي څه چانس برابر سي، وبه یې لېږو. په دا منځ کې څو کلونو تیر شو، درک یې نه معلومېدی، خو کله چې مې پلار مړ شو، بیا چا هېڅ پوښتنه و نه کړه. ممکن زما په ځای یې بل معیوب لېږلی وي.
د مجید لاسونه، پښې او سر خوځېږي، له کنټروله یې عاجزه دی. کورنۍ ورسره تبعضي چلند کوي، ځوروي یې او نه یوازې دی، ځورېږي؛ بلکې مور یې هم د ده له لاسه کړاوونه ګوري. په کلیوالي سیمو کې ډېری داسې ماشومان دي چې هېڅ توجه نه ورته کېږي او نه ورته نږدې کوم فعال روغتیايي مرکزونه شته، چې د درملنې لپاره خلک خپل اولادونه وروړي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ