کرېکټ؛ لوبډلمشر ځوانان نه، هلکان لوبوي

د دوکان تر مخ د ناستې چوتره هم سته. ډېر نه، خو پنځه ملګري ښه په توبیت ورباندې ځایېږي. د کلي موټروان ماسپښین ناوخته د دوکان سودا راوړه، تر مازیګره په هغه بوخت وم. اودس و لمونځ مې وکړ، چای ته نصرت هم راغی. سره کېناستو، نور څوک نه راوګرځېدل، خو منظره د پسونو رمې را خرابه که. د کلي رمه شپانه سهار وباسي، ماښام اذان ته یې راولي. شپانه ډانګ په اوږه ایښی و، د رمې تر شا روان و. سپېره مخ یې یوه دنیا کیسې کولې. سپین رنګی کشر هلک، چې له سپینو کالو سره یې توره سدرۍ اغوستې وه، سرتور سر په موټرسایکل تیر سو.

نصرت را وکتل، وې خندل، سر یې یوې بلې خوا ته وخوځاوه.

ـ څه کیسه ده؟ په اشاره دې پوه نه سوم.

ـ دا هلک دې وپېژندی؟

ـ هو، د سیدنور زوی دی، مکتب ته ځي، ډېر سم هلک دی.

ـ خود سم دی، خو اوس یې خرابوي؟

ـ څوک، ولې؟

ـ د داود زوی (عزت)خو پېژنې!؟

ـ هو.

ـ هغه د کرېکټ میدان لري، پخوا یې ډېرې ښې لوبې کولې، له ډېرو کلیو به یې لوبې ګټلې، د اختر ټورنمینت خو همیشه دوی ګټی. علاقه هم ورسره لري، خوند هم ورکوي، بل ډېر ښه لوبغاړي ورسره وو، خو اوس یو یو نورو میدانونو ته ترې روان دي.

ـ څنګه، ولې ځنې ځي؟ دا خو ناځواني ده چې کرېکټ یې له ده سره زده‌ کړی، اوس نورو میدانونو ته ترې ځي.

ـ نه، خو عزت بې لارې سوی دی، میدان ته یې نور کشران راوستلي دي. لوبې هم بایلي. سم تکړه لوبغاړی ناست وي، کشر هلک ور ولاړ کړي.

ـ نه، دغسې به نه وي، په دې خو یې ټیم کمزوری کېږي، بیا کله دغسې لوبې ګټلای سي.

ـ خو زه هم دغسې وایم، دا څوومه لوبه ده چې په همدې رکم یې بایلي، بس چې یو کشر نوی میدان ته راسي، دی توپ اچونه او توپ وهنه دواړه ورباندې کوي. دا اوس چې تیر سو، دا یې ټیم ته راوستلی دی، نه یې کرېکټ زده دی، نه ورباندې پوهېږي، دا موټرسایکل هم د عزت دی.

ـ خیر زده‌ به یې کړي، په دې کې څه خبره ده، دغسې تمرین کې دې ورسره وي، نو په لوبه کې یې ولې ور ولاړوي؟

ـ دا ځکه چې هغه کشر دی، هغه ته خوند ورکوي، په بل رکم خو شناخت نه ورسره کوي. هغه ته وای کرېکټ ته راځئ. کشرانو ته کرېکټ لوبه خوند ورکوي، خو په دې نه پوهېږي، چې تر دوی ښه لوبغاړي ناست دي او دی لوبېږي، حال دا چې هېڅ وړتیا یې نه لري.

ـ دا خو ناوړه فعل دی، په دې خو باید څوک ورته ووایي، نه دې ځان شرموي او نه دې کشران په دې افت اخته کوي.

ـ بس چې څه وخت یې په میدان کې ولوبوي، بیا نه نو رکم رکم غوښتنې ځنې کوي، په پنځوس و سل افغانۍ یې خطا کوي، کله موټرسایکل ورکړي، کله ساعت یا تیلفون. هغه اول پوهېږي نه، چې پوه کېږي، تر هغه وخته یې ترې ناوړه استفاده کړې وي.

ـ دا د هر ځوان مسوولیت دی، چې دغسې بد عمل په چا کې وینئ، لومړی یې په پټه پوه کوئ، چې دا بد کار دی، باید یو بل راوګرځوئ؛ که نه راګرځېدو، کورنۍ یې ورباندې خبروئ، پلار ته یې وایاست. که بیا هم نه و، پخپله څو ځوانان د همدې بدو فعلونو مخنیوی وکړئ. که نن تاسې څه و نه وایاست دا خلک سپین سترګي کېږي، که نن یې دغه هلک په دام کې راګیر کړ، سبا بل و بل هم داسې کوي. که ستاسې وس نه ورباندې رسېدی، د ولسوالۍ مسوولینو ته خبر ورکړئ، څو ټول کشران له دغسې ناوړه لومو خلاص سي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000