ورور مې په ایران کې د حوالې کار کوي، ور وې غوښتم، ویل یو څه وخت دلته راشه چې په کار باندې بلد شې، نو به کله ته ورته راځي، کله دی. هلته د خپلې منطقې د مسافرو تر بل هر چا له حواله کوونکي سره ډېر سروکار وي. څو ورځي راباندې سختې وې، خو عادت سوم فرق یې نه راکاوو.
ځینو کلیوالو مېلسمتیاوې کولې، نو د جمشید په اطاق کې مې حسن ولید. حسن په ډېر کشرتوب کې ایران ته راغلی و، اوس ځوان شوی و، خو څېرې یې لویه تراژیدي بیانوله. له ډوډۍ خوړولو وروسته، ژر ولاړی.
د هغه بېوزله سره داسې ظلم شوی چې غچ یې هم ورته سخت دی؛ د پاڼ او پړانګ ترمنځ دی. د حسن مشره خور یې چې دی لا د واده نه و، پلار یې د هغه په کوزده ورکړه. یعنې خسر او پلار یې په بدل لوڼي سره ورکړې.
درې کاله وروسته یې واده ښه په خوښۍ وشو، شپې ورځې تیرېدې. نه حسن شکایت درلود، نه یې ناوې. ژوند روان و، څه وخت وروسته ډرامه پسې راووته چې له هغه یې مېرمن تللې ده. نو مېرمن یې څو واره د پلار کور ته ولاړه خو بیرته به راغله مګر دا وار چې تللې وه، نه راغله.
ډېر وخت خبره دغسې پاته وه، ناوې هسې بېدلیله په کور ناسته وه، د خسر کره نه راتله. اخیر یې وروڼه مجبور شو، چې ولاړه شه دا اوس څه خبره ده؟ موږ ته ووایه چې له هغوی سره خبره شریکه کړو چې ته اوس په څه خاطر هلته نه ورځي.
په دې کې یو کال ووت، خو اخیر ناوې شل زړونه سره یو کړل او وې ویل، له کومې ورځې چې زه واده شوې یم، خاوند مې کشر دی، د مېړه په حیث د خپلې ښځې حقوق نه دي ور معلوم. بل مې خسر بلاوهلی، یو بېعزته او مردار انسان دی، تل یې روڼي را ته نیولې وي. ډېر وخت مې ځان ترې ساتی، لومړیو کې به زموږ کوټې ته راتلی، خو ما هېڅ بد فکر نه درلود، وروسته پوه شوم چې ارادې یې غلطې دي او خدای هغه د پلارولۍ مقام ترې اخیستی او د شیطان په لاره روان دی. دا خبره مې ډېر وخت راسره وساتله، خاوند ته خو مې بېخي نه شوای کولای، ماول پلار او زوی به د ټول عمر لپاره سره بېل شي. اخیر مې خاوند هم را خبر شو، خو ډېر وخت یې نه منله، وروسته پوه شو. ما ته یې ویل چې هېچا ته به نه وايي، زه یو کار کوم. بیا هم منتظره شوم، ماول ګوندي دا سړی له زوی او خپلې مېرمنې وشرمېږي، نور دا بد فعل پرېږدي، مګر راتلی به، پازابولم یې.
وروڼو یې ډېر خوابدي وو، عریضه یې وکړله، حکومت یووړ. د نجلۍ خسر له ډېرو وهلو او ډبلو وروسته اقرار وکړ؛ هغوی دستي خور ترې طلاقه کړه، همدارنګه یې د نجلۍ د بدنامي لپاره درې څلور کاله، د کال دوه سوه منه غنم ورکول. حسن چې ښځې ته طلاق ورکړ، ایران ته راغلی بیا کور ته نه دی تللی.
ملګري یې وایي چې نه له چا سره خبرې کوي، نه بانډار ته راځي، فقط یوه خبره یې ترې اورېدلې، ویل واده به هغه وخت کوم چې یا مې پلار مړ شي، یا به ترې وېش کوم.
د ښځو حقوقو ته د نه درناوي اړوند، دغسې په سلګونو پېښې په لیري پرتو سیمو کې کېږي، چې نجونې ځورول کېږي، واده او ورکړه یې د بل په خوښه وي. بیا کله ناکله دغسې نامسلمانه هم پیدا شي، خپله اینګور هم نه پرېږدي، دا داسې مثال لري لکه یو څوک چې له خپلې لور څخه نه ګرځي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ