څلورم سیمسټر

محب زما د لېسانس دورې ټولګیوال دی، پیاوړی او حوصله‌ناکه ځوان دی. د جمعې تر لمانځه وروسته مې زنګ ورته وکړ، ما ول راسه یوه پیاله چای به سره وڅښو، مجلس به وکړو.

له چایبرې مې ترموز ته جوش کړې اوبه تویولې چې محب راننوت. پیاله مې ور بیرته که، هغه کلکه شیریني ور واخیسته له پیالې یې غوړپ وکړ، په وېښتانو کې یې نرۍ سپینې ګوتې تیرې کړې، بالښت ته یې ډډه ووهله.

محبه ژوند څنګه دی!؟

ـ یاره همته څه به ووایم تیرېږي.

ـ خیر، د محصلي خو همدا د تېرېدو ژوند وي، میلې خو به له فراغت وروسته کوو.

ـ یاره څه به ووایم چې روزي مو دې شي.

ـ ولې؟

ـ همته ته له ما کیسې غواړي، خو امانت یې درته کړم، دا د کور خبرې، په کلي او دیار کې مناسبي نه بولم، خو ستا مشوره هم ښه ده.

ـ هغه څنګه سر مې نه سو، خلاص.

ـ خبره مې د پلار درته کوله، ابله ورځ یې را ته ویل چې زویه له دې پوهنتون څخه شی نه جوړېږي. یو خو نیستي ده، بل دغه د کفارو افت وطن ته مه راوړه. وام اغا دا اوس ته څه وایي!؟وایي، تر تا کشر ایران ته ولاړی، اوس ټول کور ورباندې چلېږي؛ لونګ تمامه ورځ په باغ کې اخته وي، ستا ګټه نه معلومېږي او تاوان دې الایده رارسېږي. بل چې رښتیا سي، تیر مازیګر ملاصاحب له لمانځه وروسته خبرې کولې او د پوهنتون وال یې ښه نه یادول. په غوږ یې زه وهلم، ویل ګورئ، د ولي محمد دې زوی دې بې‌لارۍ کیسې به بیا تاسې واورئ.

ـ یاره محبه خپه دې کړم، نو پلار ته خو دې قناعت ورکه.

محب خولۍ له سره لري که، پښې یې وغځولې، که مې دا مور نه وای، خداسته چې دا یو کال مې لا ویلی وای. هغه د چرګو هګۍ ماته پټوي، زه یې دوکان ته یووسم، جیب خرڅ ورباندې برابر کړم راروان سم. تیره ورځ نانوای او دوکاندار دواړو جواب راکړ، اطاق‌والو هم لږ له غوږه راوهله چې پیسې نه لرې، خو مې وایه. مګر همته د نیستۍ چاره به وکړم، پلار څنګه کړم؟

ـ څنګه!

ـ ملا صاحب د پوهنتون شکایت کړی، چې ښه ځای نه دی هلکان بې‌لارې کوي. ملاصاحب زموږ د پلار نږدې ملګری دی، په خبره یې باور کوي، راګرځوي مې. ویرېږم چې مدرسې ته مې و نه لېږي. دوه کاله یې په جومات کې له وهلو نه خلاصېدو، په مدرسه کې خو به مې ولا راوځړوي.

ـ یاره دغسې به ولې کوي، اوس خو دې مکتب ویلی، تر پوهنتونه رارسېدلی یې.

ـ چې رښتیا سي، په دې مسافري او نیستي کې خو مې زړه ته نه لوېږي چې موږ دې د فراغت چپنې واغوندو. نه لیلیه سته، نه بدل‌اشه.

ـ ګوره، قناعت به سره کوو! نیستي ولا سته، پلار مې پښ دی، د ټول کلي لرونه او تبرونه تېروي، چاړې په سوان وهي؛ مګر ما ته پیسې پیدا کوي، رالېږي یې. مشر ورور مې روزانه کړي، خو تر اوسه یې په نیت او خبرو نه یم پوه شوی. تل یې ټینګار وي چې درسونه ووایه. زه هم خپل کوښښ کوم.

ـ کوښښ خو زه هم کوم، اوس مو د کور ګذاره شکر کېږي. مګر نه پوهېږم پلار مې څنګه د ملا صاحب په خبره غولېږي. دا وار که ولاړم، له ملاصاحب سره خپله وینم.

محب خولۍ پر سر که، ولاړ سو، وای ازموینې ته به لږ درس ووایو، بیا به له رخصتي وروسته سره کېنو، په ازموینو کې به مجلسونه نه وي، مزاحمت به نه جوړو.

ـ یاره محبه څه مزاحمت دی، ماول لږ به مو پام غلط سي. رښتیا ګوره درسونه پرې‌ نه ږدې. ملاصاحب، پلار او وروڼو ته قناعت ورکه.

ـ ان‌شاالله. زه به کوښښ وکړم.

د څلورم سیمسټر لومړۍ اونۍ تیره شوه، محب نه ښکارېدی، زنګ مې ورته وکړ، کار یې نه کاوو. ماښام یې اطاق ته ورغلم، پوښتنه مې وکه، وای نه دی راغلی. د دوی په مارکیټ د محب نور کلیوال هم، د وچې مېوې کاروباریان وو. ماته محب ښوولي و، ول کله کله بانډار ورسره کوم. ورغلم، د محب پوښتنه مې ځنې وکه.

چاغ سړي تَف‌دانۍ خولې ته ونیوه، په ږېره یې لاس تیر کړ؛

ـ کوم محب!؟ هغه د چاردېوال دې خانګي زوی، که دغه یموږ دې ولي مامد زوی ښيي.

ـ یا حاجي صاحب د ولي محمد کاکا زوی!

ـ ښا، ښا دې هغه خو له موږ هم درک ورک دی، سي له درسه راغی، څو ورځي کور و، بیا هلکانو ول پلار ایران ته لېږلی، خو د رسېدو غږ یې چا نه دی کړی. دې اغامامد زوی هم ورسره تللی، وای نن یې پنځلسمه ده چې حال یې نسته، لارې هم اوس هغه دې پخوا په رکم نه دي، ډېرې سختې سوې دي.

له اطاقه راووتم. د محب څېره مې له سترګو نه لري کېده، وروستی مجلس یې رایاد سو، رښتیا یې هم د فراغت چپنه نه واغوسته.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000