روڼ سباوون

هر سهار چې د لمر وړانګې نوې ورځ پیلوي، ورسره نوی سباوون هم زېږي. دا سباوون له پخواني مهال څخه راتیر شوی او د ښه راتلونکي لپاره؛ په اوس کې چې نن ورځ ده چټک ګامونه اخلي. د لمر دغه روښانه او رڼه سترګه، له ځان سره ډېرې هیلې لري، ورسره ژوندی بشر هم سهار راویښېږي او قدم پورته کوي، څو د ځان لپاره خوشبختي او نېکمرغي ومومي. دغه خوشبختۍ او نېکمرغۍ مفتي نه وي؛ ستړیا لري، زحمت غواړي او له ډېرو خنډونو وروسته ترلاسه کېږي.

په دې اړه د حکمت ملګري د ژوند یو روڼ تصویر دلته لیکم؛ څو وپوهېږو چې د ارام، شتمن او پرمختللي ژوند خوبونه له ستومانۍ او ستړیا وروسته په لاس راځي.

حکمت د پلار مشر زوی و، پلار یې په کلي کې دوکان درلود. د حکمت پلار هغه په ښوونځي کې شامل کړ، که څه هم ښوونځی له کلي ډېر لیري و، خو پلار یې بې تعلیمي ځورولی و، غوښتل چې زوی یې د ده غوندې بې‌تعلیمه پاته نه شي او درس ووایي. حکمت لایقه او ځیرک هلک و. له پلار سره په دوکانداري کې یې بشپړه مرسته کوله چې له ښوونځي وروسته به یې نیمه ورځ په دوکان کې تیروله او ماښام به یې خپل درسونه ورتکرارول. هغه نه غیرحاضري کوله او نه ټمبلي، درسونه یې ویل او د پلار ارمانونه یې پوره کول. حکمت راغټ سو، د ښوونځي په وروستي کال یې د کانکور لپاره امادګي نیوله، څو پوهنتون ته بریالی شي. هغه چې په ښه او بد پوه شوی، د خپلو رښتینو خوبونو د رښتیا کېدو لپاره هڅه کوي او زحمت کاږي.

دا خوبونه ورو ورو د رښتیا کېدو خوا ته روان و، حکمت دننګرهار پوهنتون، ادبیاتو پوهنځي ته بریالی سو، په مور او پلار ګران زوی له کوره د پوهنتون په ویلو پسې ووت. کلیوال حکمت ته مسافري او پوهنتون ویل یو خوب و، اوس چې له مسافري راشي، ټول کور یې د لیدو او مجلس تږي وي. دغه کوچنک مسافر اوس عادت شوی، داسې زحمت کاږي لکه په مکتب او دوکانداري کې. خپل درسونه وايي او تر نورو په ټولګي کې مخته دی.

د حکمت لومړۍ تکیه او هڅونه خپل ستړی پلار و، چې د زوی هیلې یې ور پوره کولې. د پوهنتون وروستی کال و، چې د حکمت دغه وروستۍ تکیه راونړیده او د مرګ مېلمه شو. پلار یې د پردۍ مرمۍ ښکار شو او د لېوانو په جنګ کې دغه ملکي کلیوال سړی چې د ژوند یوه نوې دنیاګۍ یې جوړې کړې وه، وویشتل شو او له نړۍ نړۍ ارمانونو سره وکوچید.

حکمت د پلار جنازې ته اوږې ورکړې، له هدیرې چې راغی مور، خویندي او وروڼه یې په غېږ کې ونیول او په لوی زړه یې هغوی ته ډاډ ورکاوو چې د ژوند دغې سختې پرېکړې او د الله دغه امتحانونه به ګالي او صبر به کوي.

هغه فکرونو په مخه کړی و، خپګان ذهني شکنجه ورکوله چې پوهنتون ولولي او که له خپل کور سره پاته شي. بلاخره یې کوچنی ورور په دوکان کې کښېناوو او دی له ډېرو ناهیلیو سره پوهنتون ته ولاړ. ورځي تیرېدې نه پوهنتون خوند ورکاوو او نه کور، خو دغه تریخ کال په څه خواریو او نیستۍ ورباندې تیر شو.

کله چې کور ته راغی، دوکان ختم و. اسناد یې ورسره واخیستل او په دنده پسې ووت. درې کاله یې په شخصي ښوونځي کې په اته زره افغانۍ معلیمي وکړه، وروڼه یې ښوونځي ته لېږل. یو کال د یو شخصي شرکت منشي و. هر وار به په کار پسې سرګردانه په یوه او بل دفتر ګرځیدی. هېڅ‌ وخت یې ځان نه دی بېکاره کړی، ځکه که دی بې‌کاره شوی وای، کورنۍ یې خالي سترخوان ته کېناستله.

حکمت همت نه وبایلی، خواریو او زحمتونو پوخ کړی و. په دوو وروڼو یې پوهنتونونه ووایو، ځانته یې واده وکړ. اوس درې سره وروڼه د هېواد په بېلابېلو ادارو کې په دندو بوخت دي او خواري کاږي. اوس یې هیلې غوړېدلې دي، ژوند یې نوې ساه اخیستې او ستړیاوې یې ورو ورو په کمېدو دي.

کله چې موږ د روڼ سباوون خبره کوو، تر دغسې ډېرو تیارو او تورتمونو به تیرېږو بیا به رسېږو، ځکه روڼ سباوون په اسانۍ نه راځي او لمر هر سهار یوه توره شپه سبا کړې وي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000