د دروازې تر مخ دوه موټرونه ودرېدل، دوو درېیو کسانو تورې هندۍ لونګۍ تر سر وې، ملاصاحب او کلیوال د کوټې تر مخ د هغوی د درناوي لپاره ولاړ ول، له ستړي مه شې یې وکړه وروسته کوټې ته ننوتل.
د غولي پر منځ پخه ښځه د وریځو دیګ ته ناسته وه، یوې بلې لوښي سمول، هغوی ته نږدې ناستې نجلۍ د ښورا کاسه ته ډوډۍ وړوله.
یوه سړي ور غږل کړل:
ـ که ډوډۍ نه وي تیاره، بیا به چای ور وړم!
د وریځو دیګ ته ناستې پخې ښځې ځواب ورکړ؛
ـ ډوډۍ تیاره ده، اول ډوډۍ ور وړه، چای به بیا تر ډوډۍ وروسته ور وړې.
د هلک چلمچي په لاس کې وه، په زینو وخوت. مېلمنو ته یې لاسونه پرېمنځل. ملاصاحب د ډوډۍ دعا کوله، درې نورو ځوانانو پر دسترخوان پراته لوښي ټولول.
ملا صاحب له دعا وروسته وویل:
ـ وکیل خانه ستاسې د دې دعوې ډېر وخت وشو، دا ځمکې خو ټولو خلکو ته معلومې دي. که ستاسې وي او یا لیکلی سند لرئ، خو هغه ولسوالي ده، باید هلته دا خبره خلاصه شوې وای، که تاسې موږ ناستو خلکو ته اختیار راکوئ او دواړې خواووې، په دې راضي یاست چې د ناستو خلکو پرېکړه به منئ، بیا به دلته خبرې ورباندې وکړو. زما هدف دادی چې تاسې نور دغه جنجالونه او نفرت له منځه یووسئ.
وکیل راغلو مېلمنو ته مخامخ ناست و، خبرې پیل کړې:
ـ ستاسې په دې مبارکو خبرو کې به موږ څه ووایو، زه یوازې غواړم چې نور دغه جنجالونه ختم شي او پاته نسل له دې سرګردانۍ او بدیو خوندي وي. خو داسې پرېکړه باید وشي چې یوازې د الله رضا په نظر کې ونیول شي، څو واره خلک ورباندې کېناستلي دي، خو نتیجې ته نه رسېږي.
ملا صاحب یې خبره ونیوله؛
ـ نه، داسې به بېخي نه کېږي. پرېکړه به د دواړو په ګټه وي، له هغه وروسته که دوی نه منله، هغه د دوی کار دی. تاسې باید خپلو خلکو او مقابل لوري ته قناعت ورکړئ، څو له دې بدبختیو تیر شي. په دې کمه ځمکه به سبا بدۍ وي، یو بل به سره وژنئ.
که څوک کومه خبره لري، وې کړئ، یا هم د ځمکې کوم شرعي سند څوک لري، یا مخینکۍ فیصلې له چا سره وي، میدان ته یې راوړئ، هغه به یو ځل وګورو له هغه وروسته به څو تنه سره کېنو او بیا به له ښه فکر کولو وروسته پرېکړه وکړو.
وکیل خان په دروازه کې ولاړ مشر زوی ته ور غږ کړل، زویه ته د ځمکې خطونه راوړه.
سړي د لونګۍ ولونه سم کړل، په زینو ښکته شو. له خور څخه یې د کاغذونو غوښتنه وکړه؛ هغې یو ځای کاغذونه وکتل، لري یې کړل، د ناروغ نسخه وه. بل ځای په کوچنۍ کتابچه د موټر عکس و، دا خو د موټر خط دی. ځوانې نجلۍ صندوخ ټول وکوت، کوم کاغذ یې پیدا نکړ.
د وکیل خان مشر زوی صندوخ ته په ځیر وکتل، داسې یې حس کوله چې کاغذونه ورک دي.
ـ کاغذونه پیدا کړئ، په لالا ځانونه مه وژنئ. پیدا یې کړئ، کنه تر لالا له مخه به زما له لاسه څه ټکه درباندې راولوېږي.
نجلۍ ووته، له هغې خوا یې مور هم ورسره وه، په صندوخ او الماریو کې یې وکتل، خو څه یې پیدا نه کړل.
ـ زویه هغه کاغذونه خو دې پلار څو واره یووړل راوړل، څو ورځې مخکې دلته د المارۍ په سر پراته و، کور څوک په خطونو کار نه لري، نه څوک ورباندې پوهېږي.
نجونې لږ بېباکه دي، کوټې یې اختر ته پاکولي، داسې نه چې دباندې یې غورځولي وي، یا یې تناره ته نه وي ور اچولې.
لور یې د خبرو مزی لنډ کړ؛
ـ مورې ړندې نه یوو، خط که مې نه دی زده، دومره خو پوهېږم چې کاغذونه باید وساتم.
ـ لورې دغسې نه وایم، تاسې ته به زاړه ښکاره شوي وي، یا به مو په ناپامۍ کې اچولي وي.
د کړکۍ تر مخ هلک غږ کړل:
ـ سیدعالم کاکا، لالا وای کاغذونه ژر راوړه، خلک تا ته ناست دي.
سیدعالم له کوټې راووت، د کلا په کوچنۍ دروازه، نالخانې ته ورغی، له لرګي سره ژر بیرته کوټې ته ورغی، د نجلۍ تر خوله وینې تلې، لوڅ سر تر چوتره راولویده.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ