جنجالي واده

فراز زما اداري همکار دی، هغه ورځ یې څه پیسې په قرض را نه وغوښتې. زما سره نه وې، ویل د ورور واده مې دی چې هسې پخیر ترې بې‌غمه شو.

غرمه لا زه په کار بوخت وم، و مې لیدی چې رخصت پاڼه یې په لاس کې وه، لس ورځي رخصت یې اخیستی و؛ پیسې یې هم له چا پیدا کړې وې. ما ته یې د خدای پاماني غېږه راکړه، وای واده نه دی، سم جنجال دی چې راشم بیا کیسه درته کوم.

اداري چارو دومره مصروفه کړی وم چې د فراز دوې اونۍ وروسته راتګ راته دوې ورځي ښکاره شوې. سهار لس بجې وې چې فراز دفتر ته راغی. روغبړ مې ورسره وکړ، ستړی و، ورځ تیره شوه. مازیګر مې په اشاره پوه کړ چې بازار ته ځو، یو ځای به جوس وڅښو، کیسې به هم وکړو، په دې چې لږ به مو پام غلط شي.

کارته مامورین سره نږدې مشهور واوا جوس ته ورغلو. فراز ته وام واده پخیر شو، د جنجال کیسه خو راته وکړه.

ـ کیسه داسې وه چې کشر ورور ته په کوزده پسې بېخي ډېر وګرځېدو. په داسې ځای پسې ګرځېدو چې زموږ له ژوند او کورنۍ سره برابر خلک وي. په دې چې موږ غریب خلک یوو، د شتمنو بیا خواهشات زیات وي، نه یې شو پوره کولی. بالاخره مو د ځان په رکم په کلي کې نږدې له کلیوال سره دوستي وکړه. ډېر خوشحاله و، د ورور مې هم دغه ځای خوښ و او زموږ هم.

څه وخت وروسته مې ورور د وړې خورکۍ په لاس مېرمنې ته تلیفون ورلېږلی دی. وړې خورکۍ ته یې خواښې ویلي و، که د فاطمې پلار خبر شي، ولا به یې مړه کړي چې هغه له مېړه سره په تلیفون کې غږېږي. تلیفون اوس رواج شوی، کنه پخوا دا شیان سخت بند و. دومره بد کار خو نه دی، هسې هم نکاح تړل شوې، څه ناروا خو نه کوي. دا خبره یې زما وړې خورکۍ ته کړې، خو دایې هم ورته ویلي چې تلیفون درڅخه راګرځوم، مېړه ته یې څه مه وایه.

د فاطمې مور بیا سوچ وهلی؛ که تلیفون بیرته په لاس ورکم، زوم به مې خوابدی شي، د لور لپاره به مې ټول وخت سرخوږی وي. تلیفون یې فاطمې ته ورکړی، خو ښه یې پوه کړې چې پلار باید در څخه پوه نه شي او په داسې وخت کې دې له مېړه سره خبرې کوه چې پلار دې په کور کې نه وي.

زنګونه او بانډارونه شروع دي، په دا منځ کې وخت ډېر ووت. د ژوند له ملګرې، بیا د مېړه او ښځې ترمنځ خو بېخي خبرې نه خلاصېږي. یوه ورځ یې سره جوړې کړې چې ته زموږ کره راشه، سره و به وینو.

ورور مې ورغلی، په څه چل یې ورسره لیدلي، په دې موضوع یې پلار خبر شوی، پلار یې موږ ته حال راکړ ویل زه مې لور دغسې خلکو ته نه ورکوم چې تر واده له مخه کور ته راځي. مرکه ورغلو چې هلک خطا سوی، بل یې خپله ښځه ده، دې کې اوس څه خبره ده!؟ نکاح یې شوې، مازي دا ولور پرې شي، درڅخه واده کوو یې.

بیا یې ولور اضافه کړ، ویل یو لک به نورې اضافه راکوئ، کنه لور نه درکوم. نو خبره له مخه لا خرابه وه. واده مو هم په څه جنجال ځینې راوړ، نورې پیسې یې هم غوښتې، خو کلیوالو قناعت ورکړ چې ملامت یې. کنه واده خو خوشحالي وي، بیا د ورور واده خو بېخي داسې وي لکه خپل واده.

ـ رښتیا هم. کیسه کې یې مه کېږه، ژوند کې دا خبرې حتما راځي. ښه دی چې پخیر مو واده ترې راوړی او بې‌غمه سوي یاست. له جوس خوړلو وروسته دی دفتر ته ولاړی، زه کور ته راغلم.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000